باهوښه وګړي؛ که دانښې لرئ، نو هوښیار یئ

ژباړه او زياتونه: صديقه پوپلزۍ

ـ د لوړ تمرکز درلودونکې دي، هغه کسان چې پر یوې موضوع تر ډېره وخته تمرکز کوي او هوښ فکر یې بلي خواته نه ځي دا کسانان د لور تمرکز درلودونکي خلک دي، کله کله یو انځور په ډېري ستونزې سره تشخیصوي خو دا دا مانا لري چې د دوی اصلي موخې ته فکر وي.

ـ د شپې تر ناوخته ویښ پاته کېدل، باهوشه انسانان ماښام تر ډېره ویښ وي او کله چې د اونۍ اخیره وي یا رخصتي وي نو بیا تر ناوخته ویښ وي خو سهار هم ناوخته له خوبه پاڅیږي.

ـ دوی انعطاف منونکې او د هر حالت سره ځان اعیاروي او ښه چلند کوي، دوی تل د ښه کار پسې وي غواړي په سخت حالت کې هم تر ټولو ښه وي، او په هماغه ستونزمن حالاتو کې یې هم فکر ښه کار کوي.

ـ د خپلې پوهې  کچې په هکله ښه فکر لري، د هېڅ ډول درس یا د یو څه په هکله معلوماتو نه درلودلو څخه نه داریږي، که یو څه زده وي که نه وي خو حتما ځواب ورکوي، د نه پوهېږم له کلمې څخه بد وړي او هېڅکله په خپل ژوند کې يې نه استعمالوي.

ـ ډېر کنجکاوه دي، البرت انشتین ویل: زه هېڅ داسې خاصه وړتیا نه لرم، یوازې پر کنجکاوۍ/ ځيرکتیا باندې میین یم، کله چې یو انسان غواړي د هر څه په هکله معلومات پیدا کړي، نو هغه تل مخته ځي.

ـ نوې خبرې او عقیدې مني، پر چا نیوکه نه کوي، باهوښه انسانان هېڅکله خپل ذهن د نویو فرصتونو پر وړاندې نه تړي او د هغو څخه په مناسب وخت کې د ستونزې د حل لپاره ګټه اخلي او د هر چا نظرونو او خبرو په هکله ډېر فکر کوي.

ـ شوخ طبیعته وي، باهوښه انسانان تل خوشاله وي او هڅه کوي چې نور هم خوشاله وساتي.

ـ په هر حالت کې ځان کنټرولوي، تل ځانته مهالوېش/ کړنلاره لري او په دې فکر کې وي چې څنګه خپلو موخو ته ورسېږي، پر ځان کنټرول لري او په هر حالت کې هڅه کوي ترڅو ارامه وي احساساتي کیږي نه.

ـ باهوښه وګري ډېر فردګرا دي. کله چې د ټولو ملګرو سره وي نو لږ د نورو رضایت ترلاسه کوي.

ـ د نورو د احساساتو درک؛ یانې د هر چا احساسات ډېر ښه درک کولای شي، د نورو ستونزې ښه حلولای شي او د نورو افکار ویلای او حس کوي، چې د دوی په ذهن کې اوس څه دي. تل غواړي د نويو وګرو سره مخامخ شي او خبرې وکړي.

ـ باهوښه انسانان تل هغه څه کوي چې د نورو فکر ورته نه وي رسېدلی، لومړۍ مهم کارونه ترسره کوي او ورځني کارونه چې اړین نه وي، یو خواته پرېږدي.

استیو جابز هم تل ورځني کارونه یوې خواته پرېښودل ترڅو ذهن یې ورسره مخشوش/ ګډوډ نه وي او نوي فکرونه یې ذهن ته راشي.

ـ د باهوښه وګري تل نويو شیانو او کایناتو ته پام وي، هېڅکله یې ذهن له پوښتنو څخه خالي نه وي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون رامنځ ته کولو هڅه روانه ده

لیکوال: عاقله اسد - برخه : سیاست

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه ... نور ولولئ