تور بخت!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 

زموږ هېواد له مودو د جنګ قرباني دی، دبارودو په سرو لمبو کې سوځېدلی دى او لا هم دوام لري. د دې بدمرغې جګړې قربانيان اکثر ځوانان دي چې ناوې ګانې یې بې سر نوشته پاتې کېږي او د خاوند له مرګ وروسته ټولې هيلې په خپل زړه کې ښخوي. دا ښځې بیا د کونډې په نوم یادېږي چې خاوند یې مړ شي.

د افغانستان په ځينو سميو کې يو شمېر متعصب کسان کونډې ته د خپلې خوښې وړ کس سره د واده او ژوند حق نه ورکوي، هغه خپل مال او متاع ګڼي، داسې کسان په کونډه هر ډول ظلم او ستم روا ګڼي.
دلته غواړم په کونډې ښځې بحث وکړم او د هغې ښځې د ژوند انځور را واخلم چې خاوند يې له لاسه وکړی وي. د ژوند له سختو شېبو سره مخ شوي وي.

پخوا به چې کله د يوې ناوې خاوند مړ شو د ژوند تيارې ورځې به يې پيل شوې له يوه اړخه یې د ژوند د شريک (خاوند) غم له بل خوا به پيغورونو ځوروله د خواښې له بد چلند سره به مخ شوه. لکه ورته ويل کېدل به چې ته سپېره يې، بدمرغه يې، زوی مې تا وخوړ ستا مخ ور پورې بد شو… او دا ډول بې وسه ښځه به تر هغې چې بل چاته يې په نکاح کوي شپې ورځې په زړو جامو کې تېروي.

د دې لپاره چې کلی کور خسرګنۍ يې ورباندې بدګماني ونه کړي؛ حتا نشي کولی خپل نظافت مراعت کړي.
زموږ دين يو مقدس دين دی؛ چې هر انسان ته يې د دې حق ورکړی دی چې په خپله خوښه واده وکړي.
همدارنګه کونډې هم دا حق لري، چې د خاوند له مرګ وروسته پخپله خوښه او رضايت نکاح وکړي. هېڅوک دا حق نه لري چې د زور ظلم په واسطه کونډه نکاح کړي.
له بده‌مرغه چې په افغاني ټولنه کې دا دود دی چې کونډه د لېور حق بلل کېږي. که د هغې رضايت وي يانه وي ورته په نکاح کېږي.

هېڅوک دې ته مه مجبوروئ چې په زور ورباندې واده (نکاح ) وکړئ، پريږدی چې کونډې په خپله خوښه ژوند وکړي ځکه هر انسان په خپله د خپلې خوښې د ژوند کولو حق لري.