پوهنه ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د شخصیت پېژندنې آزمون؛ ستاسو په اړه ډېر جالب معلومات

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د شخصیت پېژندنې بېلابېل آزمونونه موږ سره مرسته کوي، چې په بېلابېلو وختونو کې پر خپلو رواني حالاتو باندې پوه او له لاسه وتلي اروايي حالتونه کنټرول کړو. موږ د دغو ارواپوهنیزو ارمایښتونو په ترڅ کې کولای شو، خپل احساسات او کړنې په خپل واک کې کړو.

12953298_822.jpg

د دغې لیکنې په لړ کې تاسو ته یو انځور راځي چې د ارواپوهنې آزمون دی. د دغه کار لپاره یوازې همدومره بسنه کوي چې تاسو ووایاست تر ټولو لومړی مو څه شی پکې ولیدل.

12953336_246.jpg

سوری؛

که مو لومړی په تصویر کې یو سوری تر سترګو شوی وي، تاسو متمرکز شخصیت لرئ او نور کسان ډېر په سختۍ ستاسو ذهن منحرفه/ بېلارې کولای شي. تاسو د ژوند په اړه مثبت فکر کوئ. خپله پیاوړتیا تل خوندي ساتئ.

دا منو چې د هر چا په ژوند کې ستونزې شته؛ خو تاسو دې ستونزو ته دومره واک نه ورکوئ چې غرق مو کړي. تر ټولو اړینه یې دا چې ستونزې نشي کولای ستاسو پر خوښیو سیوری وغوړوي.

تاسو د ژوند له ډېرو کوچنیو شیانو خوند اخلئ. د ډېرو وړو شیانو په شتون د خدای ج شکر پر ځای کوئ. تل هڅه کوئ وځلېږئ، پرمختګ وکړئ.

 

الوتونکی قاب؛

که انځور کې مو لومړی داسې قاب لیدلی وي چې الوځي، کېدی شي لامل یې دا وي چې تاسو اوسمهال ډېر سټرس لرئ. تاسو په طبیعي ډول سټرس لرئ او نشئ کولای، سم یې مدیریت کړئ. حتان زغملای یې هم نشئ. له همدې امله ځينې وخت چې سترس درباندې زور شي، له غوسې چوئ؛ خو اوس پوه شئ چې تاسو باید له ځانه ډېره توقع ونه لرئ. تاسو بیخي کمی نه لرئ. دې ته مو باید پام وي چې د بریا لپاره هڅه اړینه ده؛ خو تاسو باید دومره تر سترس لاندې نشئ چې له هڅو او کاروباره مو وباسي.

که غواړئ چې دا سټرس مو د نورو ناروغیو( سردرد، هضمي ناروغۍ، …) لامل نشي، داسې لږ مو خپل ماغزه ساړه ساتئ. لږ مو وخت د ځان لپاره ځانګړی کړئ، له ژونده خوند واخلئ.

د فضايي سړي څېره؛

که تاسو د فضايي سړي څېره لیدلې وي، دا معنا لري چې تاسو تل ځان ته ستونزې جوړوئ، آن داسې وخت چې هېڅ ستونزه هم نه وي یوه خرابکاري/ ورانی کوئ. له همدې امله کېدای شي ډېرې ستونزې درته جوړې شوې وي او تاسو په دې چورت کې یاست چې چا دومره ستونزو کې راګیر کړئ. ستاسو د دې پوښتنې ځواب اوس درمعلوم دی؛ ځکه له تاسو پرته بل څوک نه دی. تاسو باید ډېری وخت ( نه!) ویل زده کړئ. خپلې غوښتنې مو د نورو پر هیلو غوره وګڼئ. کله کله خپل ځان ته ژوند وکړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ