د ښځو د لاسونو حرکت او د هغې معنا

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه او راټولونه: شپنه سلګۍ

د جسم حرکتونه ته علم نفس وایي هر حرکت چې انسان يې کوي د ده په داخل کې د یوه شي استازیتوب کوي او په ژوند کې يې دغه سبک څرګندېږي، هر شخص له نورو سره په خبرو کې ځينې ځانګړې لا ارادي حرکتونه لري، چې ځينې یې لوستل کېدای شي چې د هغه د شخصیت استازیتوب کوي، که دغه نښې وپېژنو، نو له مقابل سره ناسته پاسته اسانېږي، په دې وړه لیکنه کې به تاسې ته د ښځو د لاسونو حرکتونه در وپېژنو.

د ورغیو تاوول

کومه مېرمن چې د خبرو پر وخت خپل ورغوي تاووي، د غښتلې شخصیت څښتنه ده، په خپلو خبرو او مصطلحاتو کې ډېره کره ده، خو د خپل زړه خبرې سمې نه شي تعبیرولی، خپل نظر خوندي ساتي، مقابل ته يې د نظريې په اړه قضاوت ستونزمن کېږي.

د څيزونو پرېښودل

کومه مېرمن چې د خبرو پرمهال د لاس شیان پرېږدي هغه ډېر نرم احساسات او مشاعر لري، ډېره روښانه او څرګنده وي، پيژندل يې په اسانه کېږي.

یو ورغوی پر بل اېښودل

کومه مېرمن چې د خبرو پرمهال يو ورغوی پر بل ږدي، هغه متوازنه مېرمن ده، پوهېږي چې څه ووايي، په تول کره خبرې کوي، او خبرې يې هم کره وي، علاوه پر دې د خپل زړه خبره نه کوي، خپل نظر نه وايي، او له خپل دریځه په اسانۍ نه په شا کېږي.

د شیانو پټول

کومه مېرمن چې په لاسونو کې د خبرو پرمهال شیان پټوي، هغه د نري زړه څښتنه ده، شا او خوا باندې ښه پوهېږي،کولی شي نورو ته یو څه ورکړي چې هغوی يې وغواړي، هېڅکله بې پروا مېرمن نه ده، څه چې کوي او څه چې وايي ښه پرې پوهېږي.

د لاسونو ډېر حرکت

کومه مېرمن چې د خبرو پرمهال لاسونه ډېر خوځوي، نو دغه مېرمن ډېره هیجاني ده، پاورنکې ده، ډېر ژر غوسه کېږي، په يو نظر نه پاتېږي، ژر ژر خپل نظر بدلوي، او استقرار نه لري.

د لاسونو ګوتې یو بل کې ننویستل

کومې مېرمنې چې د خبرو پرمهال د لاسونو ګوتې يو بل کې ننباسي، دا قناعت کونکې مېرمن ده، د لوړ فکر څښتنه ده، ویښ ذهن لري، له مقابل سره خبرو ته ډېر ارزښت ورکونکې ده.

لاس پرسینه او یو پر بل اړونکي

کومه مېرمن چې د خبرو پرمهال دواړه لاس يو پر بل واړوي او پر سینه یې ږدي، نو د مخاطب خبرو ته ارزښت نه ورکوي، قناعت پرې نه لري، موافقه هم نه لري، د مخاطب مقام ته سپکاوي کوي.

له شیانو څخه ډډه

کومه مېرمن چې د خبرو پرمهال مخامخ شیانو سره لاس نه لګوي او ډډه ترې کوي، نو دا ویر زړی مېرمنه ده، او شخصیت يې څه ناڅه کمزوری دی.

د لاسونو پورته کول

کومه مېرمن چې د وېرې پرمهال لاسونه د لیندې په څير پورته کوي دا ډېره حساسه او ځان غوښتونکې مېرمن ده، خو که له وېرې پرته يې پورته کوي بیا ځان غوښتونکې نه ده.

د یوه شي د اخستلو پرمهال ګوتې د لیندې په څير راټولول

کومه مېرمن چې د شیانو د راخیستلو پرمهال خپل ګوتې د لیندې په څېر راکږوي او په بېلابېلو طریقو شیان رااخلي، نو دا مېرمن د مالکیت احساس ډېر لري، خپل شیان ښه ساتي، کم لګښت کوي، او ضدۍ ده.