مارچ 8, 2021

قرنطين او د مطالعې په فرهنګ يې اغېزې

Advertisements
ليکنه: شپنه سلګۍ

ثابته خبره ده چې د کتابتونو او کتابپلورنځيو تړل کېدل په لوستوالو او د مطالعې پر فرهنګ ناوړه اغېزه کوي.
دا چې په نوره نړۍ کې هم د کرونا وايروس د خپرېدو له امله کتابتونونه تړل شوي، خو دلته ستونزه د نورې نړۍ سره فرق لري.
په نوره نړۍ کې د کتابتونو په تړل کېدو سره د محصلينو درسونه انلاين شوي، محصلين يې انټرنيټ ته پوره لاسرسی لري، خو په افغانستان کې زیاتره محصلين انټرنيټ ته لاسرسی نه لري، بالخصوص هغه محصلينې خويندې چې په کليو او بانډو کې اوسېږي، نو د دوی به منډه يوازې تر کتابتونو پورې وه او بل دا چې په نوره نړۍ کې تقريباً ټول کتابونه انلاين خرڅېږي، خو په افغانستان کې انلاين کتابونه نشته يا کم دی، نو لوستوال به د اړتيا په موخه کتابپلورنځيو ته ورتلل.
د يادونې ده چې په نوره نړۍ کې د کتابونو خلاصې انلاين کېږي، او يو اخيستونکی کولی شي مستقيم د خپلې خوښې کتاب واخلي.
خو په افغانستان کې يو کس مجبور دی چې په کتابتونو وګرځي او د کتابونو عنوانونه وګوري تر څو يې ستونزه حل او اړتيا يې پوره شي.
د همدې موضوع اړوند يو محصل راسره خپله ستونزه شريکه کړې ده:
زما د پوهنتون وروستی سمستر دی او په وروستي سمستر کې هر محصل مکلف دی چې مونوګراف تکمیل او خپل تحصلي سند پرې ترلاسه کړي.
زما د مونوګراف موضوع راسره استادانو او د پوهنتون کمېټې هم تائيد کړې، اما کتابتونونه تړل شوي چې اوس نه د موضوع اړوند کتابونه پيدا کولی شم او نه هم په راسپارل شوې موضوع کار کولی شم.
که کتابپلورنځي نه وای تړل شوي، په کم وخت کې به مې موضوع چمتو کړې وه او ذهنې بوج به مې هم راکم شوی و
نو د محصلينو او د ګڼو لوستوالو د ستونزو د حل په موخه په کار ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه په ولايتونو کې د پرګرام له مخې په اونۍ کې درې يا څلور ځلې په نوبت کتابپلورنځيو ته د کار زمينه برابره کړي.
چې له يوې خوا د کتاب بازار له ټپ ولاړ حالت څخه ووځي او د بلې خوا لوستوال وکولای شي چې په دې ورځو کې د خپلې خوښې کتابونه وپيري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ