بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

غلا په ماشومانو کې لوى رفتاري کړکېچ – له یوه ارواپو سره د یاران د همکارې مرکه

درنو لوستونکو، غلا یا غلا کول د نن سبا په ماشومانو کې لوی کړکېچ بلل کېږي دا چې د انسان باورونه په ماشومتوب کې وده کوي، وروسته په کړنو اوړي، نو ډېری غله له ماشومتوبه همداسې روزل شوي او وروسته ترې لوی او خطرناک لوټماران جوړ شوي دي. په همدې اړه مو له افغان ارواپوه شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، هیله ده تر پایه یې ولولئ.

پوپلزۍ: استاد د ماشومانو غلا په څه مانا ده؟

استاد عظیمي: هرکله چې ماشوم د غلا په مانا نه پوهېږي او له امله یې په خپل سر د نورو شیان پټوي یا پرته له لګښته یو څه پورته کوي او خپل ملکیت یې ګڼي، دا ټولې چارې غلا بلل کېږي، کولی شو ووایو چې ډېری خلک دا وړې غلاوې ګڼي او له پامه یې غورځوي، همدا وړې غلاوې ورځ په ورځ لوېږي چې په لویوالي کې یې کنټرولول سختېږي، ځکه ماشوم یې له ماشومتوبه په بدو پایلو نه دی خبر، هغه په همدې باور وده کوي او په لویوالي کې لوی غل ورنه جوړېږي.

پوپلزۍ: استاد، ماشومان ولې غلا کوي؟

استاد عظیمي: ماشومان هېڅ یو خلاف عمل سرته نه رسوي، بلکې دا چې له نورو یې زده کړي ماشومان ویني چې د کورنۍ غړي یې ملګري یا ټولګیوال یې غلا کوي له همدې امله هغه هم غلا زده کوي او په دې ناوړه عمل لاس پورې کوي.

پوپلزۍ: آیا د ماشومانو دا عادت په لویوالي کې هم پاتې کېږي؟

له بده مرغه هو، ډېری حرفوي غله له ماشومتوبه همداسې عادت شوي، له کوچنیوالي یې یوازې غلا لیدلې او آن ویلی شو چې په غلا روږدي شوي دي، ژوند یې له غلا سره تړلی، که غلا ونه کړي خواشیني وي چې د ښار ډېری جېب‌وهونکي په همدې ډول روزل شوي همدا یې کسب دی او له همدې لارې عاید لاسته راوړي.

پوپلزۍ: څنګه دوی ته لارښوونه وکړو، چې له دې چارې لاس واخلي؟

استاد عظیمي: په ماشومانو کې د غلا د کنټرولولو لپاره باید په شمار ګامونه واخلو، په همدې موخه ماشوم ته د رښتینولۍ او ناسمو چارو د اصلاح زده‌کړه ورکړئ، د هغه دا کړنه مه ډېره ټینګه نیسئ او مه یې په اړوند بې پامه کېږئ، ځکه دا دواړه کړنلارې ماشوم ته زیان اړوي.

هرکله چې مور و پلار ویني، ماشوم یې په غلا یو څه واخیستل، غبرګون یې باید سخت نه وي، ځکه ماشوم ضد کوي او بیا بیا خپله کړنه تکراروي، د ماشوم ځان درناوی راکمېږي او مور و پلار هم د ګناه احساس کوي، نو دلته باید په نرمه ماشوم وپوهول شي.

د غلا پر مهال له ماشوم څخه اعتراف غوښتل او د نورو پر وړاندې په ماشوم تور پورې کول په ماشومانو کې د غلا د اصلاح ناسمه کړنلاره ده، ځکه په دې سره نشو کولی د غلا اصلي ریښه پیدا کړو، همدارنګه ښایي ماشوم د دروغو پر لور لاړ شي او دروغ پیل کړي، نو پر ماشوم باید فشار رانه وړل شي.

له ماشوم سره په صداقت خبرې وکړئ هغه ته د غلا د بدو پایلو په اړوند کیسې وکړئ، هغه ته پرته له غلا څخه نورې رفتاري بېلګې ور وپېژنئ، چې د هغوی کړنې په خپل شخصیت کې راونغاړي، ماشومان د بېلابېلو لاملونو له امله د نورو شیان پټوي، نو پرته له دې چې له ماشوم څخه یې د غلا د لامل پوښتنه وکړو، په نامستقیم ډول باید د ماشوم د غلا لامل پیدا او له مینځه یوسو.

پوپلزۍ: د ماشوم دا کړنه په هغه کومې منفي اغېزې پرېباسي؟

استاد عظیمي: په ماشوم باندې د غلا ټولې اغېزې منفي دي، که چېرې همداسې پرېښودل شي په راتلونکي کې په ټولنه کې ځای نه لري، دا چې غلا یې عادت دی، هېڅوک ورسره ملګرتیا نه کوي، همدارنګه هېڅوک پرې باور نه کوي، که باور پرې وکړي هم، ډاډه نه وي او تل له هغه نه د یوې ناسمې کړنې تمه لري دا چې په ټولنه کې ځای نه لري، نو ښایي د داسې کسانو په لور ور وګرځي چې د همده په شان وي یا له غل ډلګیو سره یو ځای شي او په راتلونکي کې لوی غل او مافیا ترې جوړ شي.

پوپلزۍ: په ماشومانو کې د غلا نښې هم شته، یانې کومې نښې لري؟

استاد عظیمي: هغه ماشومان چې غلا کوي تل دروغ هم ورسره وایي، خپل غلا تل د دروغو په وسیله پټوي، همدارنګه هرکله چې د غلا خبره کېږي قالبي خوځښتونه سرته رسوي، یاني هرکله چې یو شی غلا کېږي او نور وایي چې غلا شوې، هغه له ځانه غیرنارمل حرکتونه ښيي سترګې یې ګډېږي یا غواړي په یوه شي ځان بوخت کړي، کله چې پوښته ترې وشي، ځان یو ډول نګاره اچوي صداقت هېڅ نه پېژني تل په کراره تګ کوي، فکر کېږي کوم څه پټوي.

پوپلزۍ: استاد ماشومان د کومو لاملونو له امله غلا کوي؟

استاد عظیمي: د ماشوم او لویانو غلا عیني ریښه نه لري او د دواړو دا کړنه بېلابېل لاملونه لري، ځینې ماشومان د غوسې یا پام را اړولو له امله غلا کوي، ځینې نور بیا د اروایي او بدني تاوتریخوالي له امله دې ناسمې کړنې ته لاس اچوي چې پر دې مهال د هغوی دا عمل مرستې غوښتلو په موخه نارې سورې بلل کېږي، په ټوله کې د ماشوم دا کړنه په کور، ښوونځی او ملګرو ترمنځ د ذهني فشار پر وړاندې غبرګون دی.

ډېر ځله ماشوم خوند او د ملکیت احساس ته په کتو غلا کوي، هر کله چې د ماشوم د خوښې پر شیانو، لکه چاکلېټ خواړه او نور، محدودیت وضع کېږي، ماشوم دېته اړ کېږي، چې غلا وکړي، ځکه پر دې مهال د منطیق د نه ودې له امله د دې احساس کنټرول ناشوني دي.

د بېوزلۍ له کبله د ځینو ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې په سم ډول نه پوره کېږي، له همدې امله غلا ته مخ کوي، هر کله چې مور و پلار د ماشوم لومړنۍ اړتیاوې، لکه خواړه، جامې، جېب خرڅ او د لوبو وسیلې، پوره نشي کړای، ماشوم خپلې اړتیاوې د غلا له لارې پوره کوي.

مور و پلار د ماشوم لپاره لومړنۍ بېلګې دي، که چېرې هغوی غلا وکړي یا په دې اړوند خبرې وکړي، ماشوم یې زده کوي او سرته یې رسوي، همدارنګه ماشومان غلا له ملګرو، همزولو او ګاونډیانو څخه هم زده کولی شي.
همدارنګه ځینې نور لاملونه هم شته، چې ماشوم غلا کولو ته لېواله کوي، لکه مذهبي سستي، د اخلاقي ارزښتونو راپرزېدل، ناوړه ټولنیز چاپېریال، د ماشوم نه څارل، لوږه، د جګړې او زلزلې کړکېچونه، په داسې ځایونو کې ژوند کول چې د جرم کچه پکې لوړه وي، کډوالي، روږدي مور و پلار، ځان‌ښودنې ته لېوالتیا، له مور و پلاره بېلېدل او نور…

پوپلزۍ: استاد دا ناوړه کړنه کومې بدې پایلې لري؟

استاد عظیمي: په ماشومتوب کې غلا کول په لویوالي کې د غلا مقدمه ده، که چېرې د ماشوم فکر له ماشومتوبه همداسې وروزل شي، نو کله چې بلوغ ته رسېږي کرار کرار یې ناسمې کړنې وده کوي او کلکېږي، ځکه ماشوم تر۰ – ۷ کلنۍ پورې بدلون مني له ۷ – ۱۲ کلنۍ پورې لږ بدلون او ډېر اغېز مني له ۱۲ – ۱۸ کلنۍ یوازې اغېز مني له هغه وروسته نه بدلون او نه اغېز منلی شي، نو که چېرې له ماشومتوبه د ماشوم کړنو ته بدلون ورنه کړل شي، په راتلونکي کې به وړې وړې غلاوې لویې کړي او په لوی غله او لوټمار به بدل شي.

پوپلزۍ: آیا ټول ماشومان د غلا کولو یو پړاو تر شا پرېږدي، که یوازې ځینې ماشومان داسې کړنې سرته رسوي؟

استاد عظیمي: ټول ماشومان نه، بلکې ځینې ماشومان د غلا کولو عادت لري او له دې پړاوه تېرېږي، ځکه د ماشومانو غلا کول په ګڼو لاملونو پورې اړه لري، ماشومان غلاګن نړۍ ته نه راځي، بلکې چاپېریال له هغوی څخه غله جوړوي، په دې مانا چې غلا کول د ماشومتوب پړاو طبیعي برخه نه ده او که همداسې پاتې شي، ګڼې فردي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کولی شي.

پوپلزۍ: استاد د دې ناوړه کړنې حل لاره څه ده؟

استاد عظیمي: میندې او پلرونه باید د ماشوم د دروغ ویلو مسله کمه ونه نیسي، په لومړیو کې باید د ماشوم د ژوند شرایطو ته پاملرنه وکړي، چې لامل یې پیدا او له هغې مخې له ماشوم سره مرسته وکړي.

له ماشوم څخه د ټولو پر وړاندې د اعتراف اخیستلو هڅه مه کوئ، دلته ستاسو هڅې بې‌ځایه دي، ماشوم به حتماً دروغ درته ووایي، ځکه هغه نه غواړي د نورو پر وړاندې ځان بې عزته کړي، له همدې امله له ماشوم سره په یوازې خبرې وکړئ او په یوازې ځان له ماشوم نه ټینګ قول واخلئ، چې خپله دا کړنه بدله کړي.

هغه څه یې چې غلا کړي د هغو لګښت مه ورکوئ، بلکې ماشوم وپوهوئ چې دا لګښت د هغه له اونیز یا میاشتني جېب خرڅ څخه کمېږي یا ماشوم اړ کړئ، چې د خپلې غلا د لګښت په بدل کې د کور کار سرته ورسوي. ماشوم باید حس نه کړي چې که هر ځل غلا وکړي، لګښت یې ورکول کېږي، که یې داسې احساس وکړ، غلا ته دوام ورکوي.

همدارنګه ماشوم باید له هغه چا څخه بښنه وغواړي، چې غلا یې ترې کړې یا د خپلې دې ناسمې کړنې مسوولیت په غاړه واخلي، هغه ماشومان چې فکر کوي، هر څه چې غواړي باید ټول ولري، نو کرار کرار باید هغوی ته «نه» ویل پیل کړو.

پوپلزۍ: استاد څنګه یې مخنیوی وکړو، چې ماشوم له ماشومتوبه د دې ناوړه کړنې پر لور لاړ نه شي؟

استاد عظیمي: په دې برخه کې باید کورنۍ ځینو اړینو ټکو ته کلکه پاملرنه وکړي، د خپلو ماشومانو لپاره داسې ملګري وټاکئ چې د ژوند سطحه یې له تاسې سره یوشان وي، چې ماشومان مو د شیانو او وسایلو ارمان ونه کړي او د لاسته‌راوړلو په موخه یې غلا ونه کړي، له ماشوم سره باید رښتیني واوسو چې رښتیولي زده او له غلا څخه وژغورل شي. مور و پلار باید پخپله غلا ونه کړي، ځکه د ماشوم لپاره ښه بېلګه د هغوی میندې او پلرونه دي. په اخلاقي ارزښتونو باید ټینګار وشي، چې ماشومان یې په سرته رسولو کې د مسوولیت احساس وکړي. د ماشوم اړتیاوې باید په منځنۍ کچه پوره شي، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو په موخه غلا ونه کړي، او بالاخره د ګډ ژوند ستونزې باید حل شي، ځکه ډېر ځله ماشوم د مور و پلار پام را اړولو په موخه غلا کوي، هغه فکر کوي، په دې سره به لږ تر لږه له کورنیو شخړو مخنیوی وکړي.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ.

استاد عظیمي: بریالي اوسئ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.