ټولنیز ژوند

انټرنیټي اعتیاد؛ څو زیانونه یې چې شاید تر اوسه مو ورته نه وي پام شوی

Advertisements ژباړه: تاسې سګرټ نه څکوئ، نصوار نه اچوئ، خو بیا هم معتاد ګڼل کیږئ!! اعتیاد یوازې نشه يي توکي نه دي، چې تاسې پرې روږدي کیږئ. اعتیاد انټرنېټ هم دی. له ګهیځ نه، چې تر ماښام پورې په انټرنیټي ماشینونو کې بوخت یئ، فیسبوک او ټویټر لټوئ او په دفتر، موټر او کور کې ترې ارام نه یئ، بله څه معنا درلودای شي؟ څه فکر کوئ دا انټرنېټي اعتیاد (Internet addiction) نه دی؟!. فیسبوک … نور ولولئ

کلتور او هنر

«که زموږ کلتور او دود ونه منئ، نو له موږ څخه نه ياست»

Advertisements ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ دا هغه څه دي چې موږ ټولو اوريدلي او ليدلي دي. موږ ډير وخت زړه نا زړه يو چې څه وکړو او په څه پسې لاړ شو؟ آيا په دين پسې لاړ شو او كه په كلتور پسې؟ اسلام زموږ د ورځني ژوند د هر ډول ستونزو د هوارۍ لپاره لارې لري او له بلې خوا، دودونه هغه روايات او ارزښتونه دي چې په ټولنه کې خپاره شوي دي. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ما سره توپيري چلند مه کوئ!

Advertisements   زه په يوويشتمه پيړۍ کې د پيريانو په ژبه نه غږيږم. خبر اوسئ، چې زه اوس خپل غږ اوچتولى شم او په هر ځاى کې د خپلو حقوقو نه دفاع کولى شم. ماته د ډار خبرې مه کوئ! هغوی، چې ستاسې د خبرو په طلسم کې راګیر دي او دا فکر مو ورکړی، چې تاسې باید همداسې په مجبوریتونو کې ژوند وکړئ! خپل غږ پورته نه کړئ! تل د نورو جبر او ظلم … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د هیواد د کلتور ژوندي ساتلو لپاره باید دې ۲۱ ټکو ته پام وکړو

Advertisements راځئ چې خپل ځان او راتلونکي نسل لپاره داسې کلتوري کړنې تر سره کړو تر څو د نړۍ د یو کلتور لرونکي هېواد او ټولنې په توګه یاد شو او خپلو ټولو کړنو او اصولو ته ټینګه پاملرنه وکړو، د کلتوري کیدو لپاره لنډه لاره، د علم او معرفت تر لاسه کول، مطالعه او کورنۍ تربیه بنسټیز رول لوبي. دلته ځینې کړنې د کلتور د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوم خو … نور ولولئ

روانې سلامتي

سوماتيزيشن څه ډول ناروغي ده؟ دا ۴ یې عامې نښې دي

Advertisements ژباړه هغه اروايي ناروغان چې له جسمي نښو سرټکوي، ډيری روغتیاپالانو ته ورځي، ډيرې نسخې اخلي خو رښتینى ارام ورته نه پيدا کېږي. له دې ډلې يې يو شمير د درد ضد درملو ته اړتيا لري. پريشانه خلک چې جسمي شکايت لري د کارونو د سرته رسولو وس نه لري خپل کورني مسووليتونه نشي ترسره کولی او په خپلو اړيکو کې ستونزې هم لري. کيداى شي ناروغ له ګنګسيت او د غوږونو له درد … نور ولولئ

خوندیتوب

د رواني ناروغۍ څرګندې نښې نښانې

Advertisements ژباړه موږ ټول هيجانات لرو کله خفګان، قهر او وارخطايي احساسوو، چې دا د ژوندانه د فشارونو په وړاندې يو طبيعي غبرګون دى. مثلاً کله چې يو ماشوم مړ کيږي د هغه والدين تر هغه پورې خفګان احساسوي، ترڅو د هغه له لاسه تللو باندې عادت شي. په دې ليکنه کې مو د رواني ناروغيو څو ډولونو ته اشاره کړې. د بدن له نظره؛ رواني ناروغ کيداى شي ځيني بدلونونه په خپل وجود کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مرګ سره د مذهب اړيکه!

Advertisements ژباړه: شپنه سلګۍ مرګ د انسان لپاره يوه لويه مسئله ده. انسان يو داسې شعوري مخلوق دى چې د مرګ د قبوليت لپاره په اسانۍ سره نه تيارېږي. که تاسې د دنيا علمي تاريخ مطالعه کړئ نو درته جوته به شي چې تل انسانيت له مرګ سره په جګړه وي، يعنې زموږ ټوله هڅه دا وي چې په يو نه يو ډول له مرګه ځانونه خلاص کړو. فکر وکړئ چې انسان د خپلو هيلو، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ځینې وخت حقيقت پټوئ !

Advertisements وايي، پخوا وختونو کې په دریو بې ګناه کسانو باندې په مقصله (Guillotine) (۱) سره د اعدام حکم شوی وو، یو دیني عالم، بل وکیل او دریم فزیکپوه و، د اعدام کولو په وخت دیني عالم ورمخته کړل شو او تر مقصلې لاندې یې سر کېښودل شو، او داسې پوښتنه ترې وشوه چې که کومه وروستۍ خبره لرې ووایه! دیني عالم ورته وویل: الله، الله، الله، همدا الله به ما خلاصوي، دا وخت هغوی … نور ولولئ

افغانستان

د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډ، د کورنۍ بي باوري ده

Advertisements   ليکنه: شپنه سلګۍ یوه داسې نړۍ چېرته چې جونې لوستې او باسواده وي، تر هغې نړۍ چې هلته جونې له زده کړو بې برخې وي، ډېره باثباته، سوکاله او آرامه وي. همداسې هغه کورنۍ ډیرې بختورې او نیکمرغه دي چې لیک لوست یې زده وي ، خپل او د نورو حقوق وپیژني ، همداسې جونې د عامه پوهاوي او نورو ته د ښه ذهنیت ورکولو یو غښتلی ځواک لري، خو که سمه لارښوونه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د نرۍ ملا لرلو لپاره دا لارښوونې ګټورې دي

Advertisements ژباړه: شپنه سلګۍ که غواړئ ډېر ژر نرۍ ملا ولرئ، نو هڅه وکړئ هره ورځ لږ کېښنئ، ځکه په لږ کېښناستلو سره کولی شئ خپل وزن کم کړئ؛ هغه کسان چې ډېر کېني او خپل ډېری کارونه په ناستې سره ترسره کوي، نو ډېر به چاغ شي او که چېرې یې خپل کارونه په ولاړه ترسره کړل، نو د وزن په کمښت کې به ورسره ډېره مرسته کوي. ټولو څېړونکو او پوهانو د خپلو … نور ولولئ