اپل کمپنۍ؛ اپل شرکت له پیله تر ۲۰۱۱ پورې دوه سخت رقیبان درلودل

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د اپل کمپنۍ په ۱۹۷۶ کې د استیف جابز، استیف وازنیاک او د رون واني په وسیله د ۶۶۶،۶۶ ډالرو په سرمایه جوړه شوه. د دوی لومړنۍ کار ځای د ښاغلي وازنیاک انبارو خونه وه. د دوی لومړنۍ لوګو د نیوتن عکس و چې د مڼې تر ونې لاندې ناست وو او د هغه شاوخوا ته Apple computer lNC لیکل شوی وو، خو په خپل لومړي پلور کې تر ناکامه کېدلو وروسته، ښاغلي جابز د نوې طراحۍ لپاره لوګو بیا ورکړه، چې له نوي کمپیوټر سره نوې لوګو هم راوړي، چې دا ځل کمپیوټر د دویم اپل په نامه یادېده. نوې لوګو د نیمایي مڼې انځور و.
ښاغلې جابز دا داسې تشریح کړه، چې د پوهې ونې څخه پوهه اخلي او د هغې برخه خوري، چې په اپل کې نوې پوهه ولري، خو د نوې لوګو رنګ د رنګین کمان و چې د ښاغلي جابز خوښ نه شو، وروسته یې ورڅخه لرې کړ او په نورو رنګونو سره وړاندې شو. چې اوس یوازې په دوو رنګونو سره تور او په ځینو ځایونو کې په سپین رنګ لیدل کېږي چې دا له اصلي اوسېدلو څخه ښکارندویي کوي.
په ۱۹۷۷ کې ښاغلي رون وانی خپل ټول اسهام د ۸۰۰ ډالرو باندې په ښاغلي جابز خرڅ کړل.
اپل شرکت له پیل څخه تر ۲۰۱۱ پورې دوه سخت رقیبان درلودل. د IBM شرکت او مایکروسافت شرکت دوه ځله د کمپنۍ لوی زیانونو لامل ګرځېدلی او یو ځل یې د اپل کمپیوټر بنسټ ایښودونکی له دندې ګوښه کړ.
د دې کمپنۍ لومړۍ موافق کمپیوټر ماکنتاش و چې د دې شرکت د سرمایې د ډېرېدلو سبب شو. دویم کمپیوټر یې د مایکروسافت له خوا د ماتې خوړولو وروسته ماکنتاش دوه و چې د خبرې کولو وړتیا یې درلوده.
د اپل کمپنۍ د ځواکمند پروسسر درلودلو لپاره په ۱۹۹۴ کې د IBM سره شریک شو او نوي کمپیوټرونه یې AIM د پروسسر سره جوړ کړل. ویل کېږي د اپل کمپنۍ وروسته د استیو جابز له وتلو څخه ټول تولیدات د ماتې سره مخ شول او دا د دې سبب شو چې NEXT کمپنۍ، چې رییس یې استیو جابز و، رانیسي، چې دا کار د استیو جابز د بېرته راتللو سبب شو.
دا ځل اپل کمپنۍ د iMac کمپیوټر په تولید سره بازار بیا ځلې په خپل لاس کې ونیوه، چې وروسته د مایکروسافت کمپنۍ رییس بیل ګیتس د دې لپاره، چې خپل د ملګري کمپنۍ ته یعنې اسیف جابز ته زیانونه رسولي وو، نو د خیر کارونه پیل کړل، چې خپل شهرت بیا پیدا کړي.
ویل کېږي د iMac عرضه کول سره بازار ته د ټکنالوژي څېره بدله شوه. او د کمپنیو ترمنځ رقابت لا ډېر شو. موږ یو ځل بیا نړۍ د خپل نوي آی پیډ محصول په خپرولو سره حیران کړ، کوم چې د ۱۰۰۰ سندرو ثبتولو توان درلود، مګر د دې حقیقت له امله، چې دا محصول غلا شوی نه و، نو دا یې د سمارټ فونونو او آی فونونو ته وده ورکول پیل کړل د ایفون پېریدونکو ساعتونو ساعتونو د پلورنځیو شاته تېر کړل، ځکه دوی هڅه کول نوی ګرځنده ټیلفون ترلاسه کړي.
په ۲۰۱۱ کې اپل له لویې ماتې سره مخ شو. او د استیو جابز مرګ وروسته تام کوک د شرکت رییس شو. مګر د آی پیډ راوړل بازار ته، د سمسنګ نوی اپل کمپنۍ اپل کمپنۍ یې محکمې ته کش کړ، ځکه د اپل محصولات بېخي د tab samsung په څېر وو.
څه وخت وروسته د دې لپاره، چې د کارمندانو حقوقو ته سمه پاملرنه ونه شوای کولای، د چین په اپل فروشګاه کې د څو کارمندانو د ځانوژنې لامل شو، نو د دې لپاره بیا محکمې ته لاړ.
اپل کمپنۍ تر څو چې استیو جابز ژوندۍ و، د یوه ښه بازار درلودونکی و، کولای شو ای پیډ په بازار کې یو له غوره پلورل شوي محصولاتو څخه حساب کړو.
اپل هڅه کوي پیرودونکي له کوم وخت څخه چې رازي او تر څو چې له دوکانه وځي، خوشحاله وساتي. د یوه پیرودونکو لارښود لپاره یې څو تنه  ګمارلي دي. هر ډول تست چې پیرودونکي یې غواړي، دوی یې ترسره کوي چې له هغه جنس څخه ډاډه شي او خپل پلورنځی یې د Apple stores په نامه جوړ کړ.
د اپل تشکیلات په عمومي ډول لومړی رییس (تام کوک)، په دویمه درجه لومړۍ مرستیال، دویم مرستیال د ډېزاینونو مشر، او د عامل مشر دی. او په درېیمه درجه کې د دویمې درجې تر څېړنې لاندې بازارموندنه، ډیزاین او په محصولاتو کار کول دي.
د اپل کمپنۍ د بریا راز ښایي د هغه نوي او لومړۍ اوسېدل وي. د عام خلکو لپاره دا یو ډول خلاقیت دی، لکه د نوي محصول په څېر ایفون ایکس چې غوټه نه لري.
اپل کمپنۍ د استیو جابز له مرګه وروسته بل کوم خلاقیت بازار ته نه دی وړاندې کړی. ګوګل خودکاره موټرونه یې جوړ کړل، سمسنګ نوي تبلیتونه بازار ته وړاندې کړل، مایکروسافت او lBM نوی وینډوز او کمپیوټر یې بازار ته وړاندې کړل، خو اپل په دغو کلونو کې نوي شیان نه دي وړاندې کړي، چې د پرمختګ لپاره دا ښه نه دی.
اپل کمپنۍ تل د خپلو پیرودونکي غوښتنې په نظر کې نیولې، ځکه بریالي هم وو او هڅه یې کوله چې کارکوونکي یې هم خلاقیت ښکاره کړي، او د همدې خلاقیت په اساس یې کارکوونکي ګمارل.
د پایلې په توګه، اپل د باصلاحیته کارمندانو او عالي بازارموندنې لپاره خورا ځانګړی تخلیق او نوښت لري، مګر که دا ونشي کولای خپل نوي محصولات بازار ته راوړي، نو دا به د نورو خلکو دمخه اقتصاد ته زیان ورسوي. او اوس د اپل کمپنۍ پېرېدونکي د نورو شرکتونو محصولاتو ته مخه کوي.