پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

د نړۍ لس پیاوړې زلزلې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

په دې لیکنه کې مو د نړۍ د قوي زلزلو په اړه معلومات راټول کړي چې تر دې مهاله ثبت شوي دي، ملتیا مو وکړئ او د نړۍ د پیاوړو زلزلو په تړاو خپل معلومات زیات کړئ.

۱ – د ۱۹۶۰ کال زلزله – چیلي

د نړۍ تر ټولو پیاوړې زلزله چې د ریکټر په کچه ۹،۵ درجې وه د ۱۹۶۰ زېږدیز د مې په ۲۲مه په چیلي کې وشوه. دغه زلزله د یکشنبې د ورځې د شپې په ۱۱:۳۷ د دغه هېواد په لویدیځ کې وشوه چې ۱۶۵۵ تنه یې و وژل، زرګونه نور یې ټپیان او دوه میلیونه نور یې بې کوره کړل.

د پورټو سایوډرا بندر له دغې زلزلې وروسته د را منځته شوي سونامي له امله ویجاړ شو او تر ۵۵۰ میلیونه ډالرو زیات زیان یې ولید. تر زلزلې وروسته د چیلي په سمندرګي شاوخوا Puyehue په نامه اورغورځېدنه را منځته شوه چې اورشیندنې یې کابو ۶۰۰۰ متره لوړوالی درلود.

۲ – د ۱۹۶۴ کال زلزله – الاسکا، متحده ایالتونه

دغه زلزله د ۱۹۶۴ زېږدیز د مارچ په ۲۶ مه د مازدیګر په ۵:۳۶ د الاسکا خلیج کې د ځمکې د تل په ۲۳ کیلومټرۍ کې پېښه شوې وه، خو د لوړو مالي او ودانیزو زیانونو سره سره یې یوازې ۱۳۹ تنه وژلي وو.

له دې زلزلې وروسته سونامي پېښه شوه چې د اوبو څپې تر ۶۷ مټرو پورې لوړې شوې او ډېر ویجاړۍ یې رامنځته کړې، ۳۱۱ ډالره مالي زیان یې هم واړوه. دا زلزله د ریکټر په کچه ۹،۲ درجې وه.

۳ – د ۲۰۰۴ کال زلزله – د سوماټرا ټاپو لویدیځ ساحل، ایندونیزیا

د نړۍ په تاریخ کې د ثبت شوو زلزلو تر ټولو ویجاړونکې او وژونکې زلزله ده چې تر زلزلې وروسته د سونامي ۵۰ متره لوړو څپو د اسیا د ۱۴ هېوادنو او د افریقا ختیځ تر څپو لاندې کړل. دغه زلزله د ۲۰۰۴ زېږدیز د ډيسمبر په ۲۶ سهار وختي د ځمکې د تل په ۳۰ کیلومټرۍ کې پېښه شوه. په یادې زلزلې کې نیژدې ۲۳۰زره انسانان ووژل شول او نږدې ۷۰۰ میلیونه نور بې کوره شول. دغه زلزله د ریکټر په کچه ۹،۱ درجې وه.

۴ – د ۱۹۵۲ کال زلزله – کامچاتکا، روسیه

د ریکټر په کچه د ۹ درجو دغه زلزله د ۱۹۵۲ زېږدیز د نومبر په ۴مه د روسیې په کامچاتکا کې د مازدیګر په ۴ بجو پېښه شوه شوه، دغه زلزله د ځمکې د تل په ۴۵ کیلومټرۍ کې پېښه شوه او تر زلزلې وروسته سونامي ۱۸ متره لوړو څپو ډېر زیانونه واړول. یادې زلزلې د کامچاتکا د هغه مهال د ۶۰۰۰ وګړو کابو نیمایي یعنې ۲۳۳۶ تنه ووژل.

۵ – د ۱۸۶۸ کال زلزله – اریکا، چیلي

د ریکټر په کچه ۹ درجې پیاوړې زلزلې د ۱۸۶۸ زېږدیز د اګسټ په ۱۳مه د هاوايي سواحل او ارکیپا سیمه کې یو ښار نیست نابود کړل. د زلزلې تر ټکانونو څلور ساعته وروسته د سونامي ۱۶متره لوړو څپو د چیلي سواحل سخت زیانمن کړل او شاوخوا ۲۵۰۰۰ تنه یې ووژل.

۶ – د ۱۷۰۰ کال زلزله – د اقیانوس شمالي سواحل، امریکا لویه وچه

د ریکټر په کچه ۹ درجې اټکل شوې دغې زلزلې د ۱۷۰۰ زېږدیز د جنورۍ په ۲۶مه د شمالي امریکا ځینې سیمې او وینکوور ټاپو ولړزاوه، د دغې زلزلې په پایله کې د رامنځته شوې یوې سترې څپې پایله کې د پیانکا خلیج ستره ټولنه له منځه تللې ده.

یاده زلزله د امریکا د متحده ایالتونو او کاناډا په ګډو سواحلو کې پېښه شوې ده. که څه هم د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په تړاو دقیق مالومات نشته، خو ویل کېږي چې د جاپان په سواحلو کې یې ډېر کلي وران کړي او د امریکې په لویدیځ کې یې ډېر استوګنځي ویجاړ کړي وو.

۷ – د ۲۰۱۰ کال زلزله – Biobío ، چیلي

د ریکټر په کچه ۸،۸ درجې زلزلې د ۲۰۱۰ زېږدیز د فبرورۍ په ۲۷مه د چیلي د بایوبایو سیمې د Concepción ښار ولړزاوه. دغه زلزله د ځمکې د تل په ۳۵ کیلومټرۍ کې پېښه شوې وه او تر زلزلې وروسته د سونامي لوړو څپو ډېر ویجاړی رامنځته کړ. دغې زلزلې شاوخوا ۷۰۰ تنه ووژل.

۸ – د ۱۹۰۶ کال زلزله، د اکواډور سواحل

د ریکټر د ۸،۸ درجو په پیاوړتیا د دغې زلزلې په پایله کې چې ۱۱۴ کاله وړاندې د کلمبیا په پلازمېنه او اکواډور کې چې د ۱۹۰۶ زېږدیز کال د جنورۍ په ۱۳مه پېښه شوه شاوخوا ۱۵۰۰ تنه ووژل شول او تقریباً ۵۰۰۰ تنه نور ټپيان شول. د دغې زلزلې تر ټکانونو وروسته په ټول اقیانوس کې د سونامي زورورې څپې احساس شوې.

۹ – د ۱۷۵۵ کال زلزله – لیزبن، پورټګال

دغې زلزلې د ریکټر په کچه د ۸،۷ درجو پیاوړتیا په لرلو سره د لېزبن ټول ښار ویجاړ کړ، او د دغه ښار د اوسېدونکو یو پر څلورمه برخه یې ووژل. د دغې زلزلې په پایله کې چې په فرانسه او د افریقا په ځينو سیمو کې یې هم ټکانونه احساس شول، سونامي او اورلګېدنه هم پېښه شوه.

۱۰ د ۱۹۵۰ کال زلزله – اسام، تبېت

د تبېت د اسام زلزله د ۱۹۵۰ زېږدیز د اګېسټ په ۱۵مه د ریکټر په کچه د ۸،۷ درجو پیاوړتیا په لرلو سره د ځمکې د تل په ۱۵ کیلومټرۍ کې پېښه شوه. دغه زلزله چې مرکز یې د هېمالیا د غرونو په لړۍ کې وه، په دغو سیمو کې د نفوس د کمښت له امله یې یوازې ۴۸۰۰ تنه ووژل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ