ژباړه: نسیمه محمدي
څېړونکو د غړو د مهمو ژنېتیکي اصلاح په پرمختګ سره، د انساني او حیواني ګډو حجرو څخه د موږک د جنین په تولید بریالي شوي دي.
دا پیوندي جنین (کېمرا)، چې د انسان او حيوان افسانې ته ګرځي، د نیویارک ایالتي پوهنتون، په بوفالو او د «وزول په پارک کې» پالنه ورکړه.
د موږک دا جنین ۴ سلنه انساني حجرې لرونکی دی، چې د تېر په پرتله ډېر لوړ دی.
د دې څېړنې په اړه، یوه مقاله لیکي: “ناممکنه ده د اولیه انسان (بنیادي حجرې)، چې د موږک په جنین کې شراکت لري، تولید شي. د لومړنیو شرایطو لرونکي پیوندي موجود تولید، په تي لرونکو حیواناتو کې د بعضو معمولي ځانګړتیاوو ترکیب او کولای شي په حیواناتو کې د انساني غړو په څېر دندې او چارې فعاله کړي.”
دا آزمایښت د انسان د وینې او سترګو د حجرو لرونکي دي، چې ښيي د انسان د بالغو حجرو تولید، د انسان د جنین په پرتله د ډېرې چټکتیا سره شته.
دا موضوع به د انساني ناروغیو، په تېره بیا د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ په درملنه کې مهمې پایلې ولري، ځکه له دې لاې د څېړنو لپاره، غړي، حجرې او نسجونه جوړولی شو.
څېړونکو د انسان بنیادي حجرې موږک ته زرق او پرېښودې چې د دوو اونیو لپاره وده وکړي، وروسته کله چې جنین تجزیه او تحلیل کړ، د جنین په مغز، ځیګر، سترګو، زړه، وینه او د هډوکو په مغز کې انساني حجرې ولیدې.
څېړونکو جنین لا زیاتې ودې ته پرېنښود. څېړنې ښيي، چې محققانو وړاندې له دې پیوندي موجودات له دې مرحلې وروسته هم تولید کړي.
په ۱۹۸۴م څېړونکو پیوندي پسه- وزه رامنځته کړل، چې تر لویوالي یې خپل ژوند ته دوام ورکړ.
همدارنګه څېړونکو تازه په چین کې د خوک- بیزو پیوندي موجود تولید کړ او یوازې څو اونۍ یې ژوند وکولای شو.
دا څېړنه په ساینس اوډونس مجله کې خپره شوې.
سرچینه: Independent