فبروري 27, 2021

کوم کسان ظالمان دي؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
په قران کریم کې د ظلم د غندنې او ناروا ګڼلو په اړه ډېر ایتونه راغلي دي،له ګناهونو نه یوه یې چې ډېره غندل شوې، د عقل او شرعې له مخې ناروا ده، هغه ظلم دی.
ظلم په بېلابېلو بڼو په انساني ژوند کې راڅرګندېږي چې کولی شو څو ډوله ډلبندي یې وکړو، یوه یې دا ده چې پر دوو برخو وېشل کېږي( فردي او ټولنیز ظلم)، بله یې له ځان، خدای او خلکو سره ظلم کول دي. تر ټولو اړینه خبره او مهم ګډ ټکی دا دی چې تر نورو سربېره اصلاً ظالم پر ځان ظلم کوي. که څوک کوم نېک کار وکړي، له ځان سره یې ښېګڼه کړې وي. که د بېوزلو لاسنیوی وکړي، پر ځان یې مهرباني کړې؛ ځکه خپل دنیا او اخرت یې ګټلي وي. پر دې نړۍ به درناوی ورته کېږي، ملګري به یې ډېر شي؛ خو په هغې نړۍ کې سل چنده اجر ورکړل کېږي.
څوک چې له نورو سره بدي او ظلم کوي، په اصل کې یې له ځان سره زیاتی کړی. هم به یې دنیا ورانه وي، هم اخرت نه شي ګټلی. په دې ژوند کې یې دا زیان کړی چې ملګري یې بایللي او دوښمنۍ یې ګټلې وي. په هغې دنیا کې به یې شومه پایله وګوري.
پر نورو د ظلم جرړې چېرته دي؟
که وغواړو ریښه یې پیدا کړو، څېړونکو د خپلو ارزونو په ترڅ کې موندلې چې ریښه د ظالم خپله اروايي، نفساني او شخصیتي ستونزه او کمزوري ده؛ ځکه هغه کس چې درون، نېک، ارامه او پر خپل شخصیت بسیا وي؛ نو هېڅکله پر بل بنده ظلم نه کوي.
ډېرو څېړنو او مطالعو څرګنده کړې، پر چا چې دېر ظلم شوی وي، عقدې یې په زړه کې وي، ظالم کېږي؛ خو که دا لامل هم نه وي، بیا نو د ناپوهۍ، پر خدای د بې باورۍ او جهالت له وجهې پر خلکو ظلم پيلوي. بې ایماني، د الله متعال له شتونه ناخبري یا ځان تېرایستل، له خپلو مسوولیتونو ناغېړي د ظلم ستر لامل وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب