افغانستان اقتصاد پوهنه

ننګرهار: لس زرو ښوونکو ته د مبايل او بانک له لارې معاشونه ورکول کيږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د ننګرهار ولایت پوهنې رئيس حسيب الله شينواری وايي، چې په دې ولايت کې ۷ زره ښوونکو ته د مبايل او ۳ زره ښوونکو ته بانک له لارې معاشونه ورکول کيږي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د معاشونو ورکړې سیستم کې به لا اسانتياوې رامنځته شي.

نوموړي دغه څرګندونې د ولايت مستوفي نويد بشريار سره د ښوونکو د معاشونو سیستم کې د لا اسانتياو رامنځته کېدو په ناسته کې وکړې.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ پوهنې رئيس مبايل او بانکي سيستمونو کې شته ستونزې د ولايت مستوفي سره د حل په موخه شريکې کړې او غوښتنه يې وکړه، ترڅو ښوونکو ته د معاشونو اخيستو پر مهال لازم سهولتونه رامنځته شي.

د اسانتیا رامنځه کولو ډاډ

د ولايت مستوفي وويل، چې د ماليې وزارت د هدايت له مخې د ټولو دولتي مامورينو معاشونه د مبايل او بانک له لارې اجراء کيږي؛ خو په يادو سيستمونو کې يې د اسانتياو رامنځته کېدو ډاډ څرګند کړ.

نوموړي وويل:

«له دې وروسته معاشونه د معتمد په لاس نه اجراء کيږي، د حوالو پر وخت اجراء او د بانک له لارې د قانوني پروسيجر په طی کېدو سره به ټولو مامورين وکولی شي چې خپل معاشونه ترلاسه کړي.»

د رسنیو دفتر ویلي؛ د دې ناستې پر مهال ښوونکو ته پر وخت او له خنډ پرته د مبايل او بانک له لارې د معاشونو په ورکړې هر اړخيز بحث تر سره او لازمې پريکړې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې اکثره وخت ښوونکي شکایت کوي چې دوی ته پر وخت معاش نه رسیږي او تل له اوږده ځنډ سره مل وي.

ډیر کله د ښوونکو معاشونه په لارو کې د لیږد پرمهال غله هم تښتوي چې دا هم د ښوونکو د معاشونو پر وړاندې خنډ او لپاره یې یو سرخوږی ګرځیدلی دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ