صالح: د پښتو درناوی او زده کړه درته د ټول افغانستان لید وړاندې کوي

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه ټویټر پیغام کې د پښتو د ورځې په پلمه پيغام خپور کړی دی.
پرون د جوزا نهمه چې د میلادي کال د می میاشتې له ۲۹مې سره برابره وه، د پښتو د ورځې په نوم نمانځل کیږي.
ددې ورځې په پار ګڼو پښتنو او غیرې پښتنو مشرانو، ځوانانو او چارواکو د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي دي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال چې پر قوم تاجک افغان دی، پر خپل ټویټر لیکلي چې د پښتو ژبې زده کړه د ټول افغانستان لید وړاندې کوي.
هغه لیکلي:
«بهترین مبارک باد به روز زبان پشتو یاد گرفتن آن است. کاری که من کردم

د پښتو ژبې ورځ مبارکۍ غوره لاره  دپښتو زده کړه ده.د پښتو درناوی او زده کړه تاسو ته د ټول افغانستان لید وړاندې کوي.»


د هغه دا خبره چې پښتو ژبه یې زده کړې، په ټولنیزو رسنیو کې ډیر منعکس شوې او افغانانو له یو بل غوښتي چې ښه دی ژبې سره زده کړو.
ځینو نیوکه کړې چې پښتو ژبه له دفتره او رسمي چارو ویستل شوې ده چې دا کار د پښتو ژبې سره د نه مینې او نه درناوي څرګندونه کوي.
وايي، تر ډیره ددې کار عاملین پښتانه چارواکي او مامورین دي.
د ډاکټر محب مبارکي !
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پر ټویټر د مبارکۍ په یوه پيغام کې د پښتو ژبې د ورځې مبارکي ویلي.
هغه لیکلي:

« د پښتو ورځې نمانځنه دا فرصت مساعدوې، چې ددې ملي ژبې د غني کېدو لپاره فردي او ټولنیزو مسولیتونو ته بیا کتنه وشې، زدکړه او دفتري استعمال یې زیات، او د لنډیو بې جوړې هنریت ته په کتلو یې پر ټولو ولسې ادبیاتو پانګونه وشې. پښتو کې ژباړې او د لهجو راټولو ته اساسي اړتیا شته.»


باید یاده شي چې ګڼو نورو خلکو هم د پښتو ژبې د ورځې په پار ګڼې مقالې لیکلي چې یو شمیر یې تاسې شاید په یاران کې لوستلی هم وي.
زما په لنډ نظر ددې لپاره چې پښتو ژبه غني کړو، نو غوره ده چې پښتو ته د معیاري ژباړو ترڅنګ پر حکومت فشار راوړو چې ځانګړې پاملرنه وکړي.
په رسمي مکتوبونو کې پراخه ځای، پرې خبرې، د پښتنو ادیبانو په ځانګړي ډول د ځوانو ادیبانو سمه ملا تړل او هڅه کول، نه دا چې زموږ ادیبان د کار پرځای د یو بل پر وهلو وخت تیروي او په ټوله کې پښتنو کې هر څوک دا پرځان لازمي کړي چې که له هر مسلک فارغ وي یا زده کړې ولري، باید حتماً د پښتو ژبو له لیک لوست او خبرو سره په لږ تر لږه معیاري ډول زده کړه او چلند وکړي.
ترڅنګ زموږ خپل تولیدات که په هره برخه کې او بیا خپل د پښتو نومونو ورکول، دا هم مرسته کوي چې پښتو ژبه نورو ته ورپيژنې…
نور تاسې ولیکئ !
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي