د یوې جیبي کتابچې (۴۱) سپارښتنې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: امي مورین
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
۱- هره ورځ د درې کسانو ستاینه کوه.
۲- په کال کې لږ تر لږه یوه ورځ د لمر راختل ګوره.
۳ – د نورو(خپلوانو،ملګرو) زیږدو ورځې( کالیزې) په یاد لره.
۴- د خلکو لاس د ستړې مشي پر مهال په مینې او محبت ټینګوه.
۵- د خبرو کولو په وخت د مخاطب لوري سترګو ته ګوره.
۶- ډیرې مننې کوه.
۷- “هیله کوم” کلمه ډیره کاروه.
۸- د یوې موسقۍ غږول زده کړه.
۹- پخلي (اشپزي) کې غوره اوسه.
۱۰- هر پسرلی ګلان یا یوه ونه کره.
۱۱- په سلام اچولو کې تر نورو وړاندیوالی کوه.
۱۲- له یوه هدف سره ژوند کوه (بې هدفه ژوند مه کوه).
۱۳- په ګران بیه او ارزان بیه موټرو کې سفر کوه، خو تر ټولو ښه کور پیره.
۱۴- تر ټولو غوره کتابونه پیره، ان که هیڅ وخت یې هم ونه لولې.
۱۵ – د خپل ځان او نورو خلکو په پرتله بښونکی اوسه.
۱۶- یو څو سالمې ټوکې په ذهن کې لره.
۱۷- پاک بوټونه\څپلۍ پښو کوه.
۱۸- غاښونه دې پاک ساته.
۱۹- که ځان دې د زیاتو حقونو برخمن ګاڼه، نو غوښتنه یې کوه.
۲۰- امانت مه خیانت کوه.
۲۱- په هره برخه کې چې کولای شې تدریس وکړه.
۲۲- په هره برخه کې چې کولای شې زده کړه وکړه.
۲۳- په کوم ډول چې ته غواړې تاسره چلند وشي، له نورو سره هم هماغسې چلند کوه.
۲۴- هر کال په کالیزه کې دې یو نیالګی کره.
۲۵- په کال کې دوه ځلې وینه ورکوه.
۲۶- نوي ملګري پیدا کوه، خو پخواني ملګري دې مه هیروه.
۲۷- راز ساتونکی اوسه.
۲۸- د ژوند خوندورې او ارزښتمنې شیبې دې د ټلفیون په کامرې ښکار کوه.
۲۹- د ملګرو ډالۍ هیڅ وخت مه ردوه.
۳۰- د ژوند په خوشاله او ارامه شیبو کې ځنډوالی مه راوله.
۳۱- د مننې یادښت پرته له ځنډوالي لیکه.
۳۲- یوازې د یو څو محدودو ښو ملګرو ملګرتیا کوه. ځکه، هغه کس چې ډیر ملګري لري، رښتینی نه وي.
۳۳- خپلو ښوونکو ته درناوی کوه.
۳۴- د هیواد امنیتي سرتیرو ته درناوی کوه.
۳۵- خپل خوي او خُلق په خپل کنټرول کې ساته.
۳۶- هغه بزګران چې خپل تولیدات پلوري، ترې پیره یې.
۳۷- د غاښونو د کریم سرپوښ تل بندوه.
۳۸- پرته له دې چې بل څوک درته ووایي، خپل یاهم د کور ګند( کثافات) پخپل ټاکلي ځای کې اچوه.
۳۹- خپل پړه پر نورو مه اچوه او د خپل د ژوند هر مسوولیت منه.
۴۰- ملګري او خپلوان دې په وړو او لویو ډالیو نازوه.
۴۱- له اندازې زیات لمر ته مه ګرځه.