مارچ 5, 2021

اېم اېس دوني او راوی چندرا ایشوین انلاین کوچېنګ پیل کړی

  • لیکنه: بهار سمسور

د هند پخوانی کریکټ لوبډلمشر اېم اېس دوني او غوره الرونډ یا ټول چار راوی چندرا ایشوين غواړي، د انټرنېټ له لارې ځوانو هندي کریکټرانو ته کریکټ زده‌کړه ورکړي. دوی دا ګام وروسته له هغې پورته کوي چې کرونا ویروس ټولې نړۍ کې ورزشي لوبې او د لوبو تمرینات په ټپه درولي دي.
بیان زیاتوي: “دوني او ایشوین به د خپلو ایکاډومیو هغو شاګردانو ته چې په سلسلوار شکل يې روزانه د دوی په ایکاډومیو کې تمرینات کول، خو اوس د کرونا له وجې يې دا تمرینات په ټپه ودرېدلي، د انټرنېټ او ویډیو له لارې غواړي، څو ورته کوچېنګ ورکړي.
د ټایمز اف اینډیا د خبر له مخې دا ویډیويي کوچېنګ به په لوړه کوالیټاۍ سره تر سره کېږي، چې کم و زیات زر کسان به په یو مهال دا کوچېنګ تعقیبوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي