څرنګه د بدن د تودوخې درجه کنټرولولی شو؟!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه او راټولونه

دا چې پدې ورځو کې د تودوخي درجه ۴۰ نه تر ۴۵ سانتي ګرېد وي او لا هم لوړېږي، نو په همدې خاطر مو نن درته پدې هکله مطلب چمتو کړئ.

راځئ چې په موسمې نه بلکې د انساني جسم(بدن) د تودوخې په درجه وغږېږو: ځګه چې، ډېره تودوخه په عمر خوړلي(مشرانو) خلکو ډېر اغېز کوي، نسبت ځوانانو ته، نو لهذا غوره ده، چې له پوره احتیاط څخه کار واخیستل شي.

ـ که چیرته د انساني جسم (بدن) د تودوخې درجه تر ۴۱ ورسېږي، نو ۹۰ سلنه د مړینې احتمال لوړېږي.

* احتیاطي تدابیر:

_ له غوښې، هګۍ، اچار، کوک، پیپسي، توند مرچ او مسالو، پالک او دیته ورته نورو د خوراکونو څخه ډډه کول.
_ د تور، پوخ شین، سور، جیګري، ارغواني او دیته نور توربخن(تیره) رنګ جامو اغوستلو ډډه وکړئ.

_ په شدیده تودوخه بخصوص( سهار د ۹ نه تر ماښام ۶ بجو) پورې پرته له اړتیا سفر مه کوئ.

_ لږ تر لږه د مالګې استعمال زیات کړئ.

_ تور رنګ او مکمل بند یا پټ بوټان مه په پښو کوئ.

 څه باید وکړو :

په خوړو کې له؛
کدو، ټېنډۍ، توری، مولۍ، بادرنګ، شیدو، د غوا غوړیو، بزوري شربت(د حکیمې بوټو څخه جوړ شوی تیار شربت دی)، د کشمالیو د دانو شربت او بادامو استفاده.
ـ په تازه مېوه کې؛ د هندواڼې، کیلې، زردالو او خټکي خوړل.
ـ سپین، ګلابي، زرغون او روښانه رنګ لرونکي جامې د اغوستلو لپاره انتخاب کړئ.

ـ له کوره د وتلو پر مهال؛ لوند ځان پاک او یو بوتل اوبه درسره حتمي اخلئ.

که ممکن وې سر او غاړه له یوه دستمال یا تیکي سره پټوئ او عینکې په سترګو کوئ.

ـ څومره چې ممکن وي اوبه او معایات څښئ.

د ډېرو یخو اوبو پر ځای د معتدله اوبو استفاده کوئ، ځکه دا مو د شدیدي تندي مخنيوى کوي.

ـ تر ممکنه حده لامبل.

ـ هوا کش بوټان/ څپلۍ او دغسې نور په پښو کول، چې تور رنګه نه وي.

ـ یادونه: د اړتیا په مهال د اړونده ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

الله تعالی دې پر موږ ټولو خپل رحم وکړي.

آمین