اپریل 23, 2021

انجلینا جولي د خپل پخواني خاوند پر وړاندې محکمه کې شکایت کوي

د هالیووډ نوموتې فلمغاړې انجلېنا جولي، نن سبا د خپل پخواني خاوند په وړاندې د ثبوتونو په راټولولو بوخته ده، تر څو د دغو اسنادو پر مټ، محکمې ته له خپل پخواني مېړه څخه شکایت وکړي.

د سپوټنيګ د راپور پر بنسټ، The Blast راپور ورکړی دی چې انجلینا جولي په محکمه کې له خپل پخواني خاوند براډ پیټ څخه شکایت کوي، د انجلینا جولي پر وينا براډ پیټ له هغې سره له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی او نوموړې یې ځورولې ده.

ویل کېږي چې په راتلونکې محکمې کې د انجلېنا ماشومان به هم ګډون ولري او باید هغوی هم د محکمې په بهیر کې وغږېږي.

کله چې په ۲۰۰۵کال کې پيټ او جولي په ګډه د ښاغلی سمېټ او مېرمن سمېټ په فلم کې ولوبېدل، يو بل یې وپېژندل او تر څه ځنډ وروسته یې په ۲۰۱۴ کال کې یې په رسمي بڼه واده وکړ. هغوی د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر میاشت کې محکمې ته لاړل تر څو یو له بله جلا شي. جولي د طلاق غوښتنه کړې وه او اوږدمهاله نه هوارېدونکې ستونزې یې د دغې جدایۍ لاملونه ګڼل.

له هغه مهال نه تر اوسه د دغې جوړې دوسیه څو څو ځلې محکمې ته وړاندې شوه تر څو مالي مسايل، د ماشومانو د ساتنې او د حضانت مسايل حل شي. د ۲۰۱۸کال په جون مياشت کې هم محکمې د پيټ او د هغه د ماشومانو د لیدنې وخت وټاکه. دغه پرېکړه د دوی د یوه ماشوم (مېډوکس) په برخه کې نه پلې کېږي ځکه چې تراوسه يې عمر کم دی او نوموړی اوس نه شي کولای د خپل پلار سره د لیدو په اړه پرېکړه وکړي.

د ۲۰۱۸ په نوامبر کې دغې جوړې د حضانت په اړه خپله وروستۍ پریکړه وکړه او هوکړه یې وکړه او له هغه مهال نه د هغوی حقوقي مسایل په خصوصي بڼه مخ ته لاړه. وړاندې تر دې ګنګوسې وې چې د هغوی د طلاق کارونه به د ۲۰۱۹ کال تر پایه، پای ته ورسېږي.

وروستي مطالب