عمرو بن العاص رض؛ د قریشو د قبیلې له خورا ځیرکو سیاستمدارانو و

حضرت عمرو بن العاص رض د حضرت محمد ص هممهالی او د قریشو د قبیلې له خورا سیاستمدارو او ځيرکو وګړو له ډلې څخه و. د مکې معظمې تر فتحې دمخه مسلمان نه و؛ خو کله چې د حبشې پاچا لیدو ته ورغی، د هغه تر اغېز لاندې راغی او مسلمان شو.

عمرو بن العاص په مکه مکرمه کې په ۵۸۳ ز کې د نومبر پر ۱۴مه زېږېدلی او په ۶۶۴ز کې په مصر کې په ۹۰ کلنۍ وفات شوی دی. د پلار بشپړ نوم یې ( عاص بن وائل) و.

د خلفای راشدین او امویانو د پوځ نظامي دندې یې کړې وې. د عمرو بن العاص تر مسلمانېدو وروسته حضرت محمد ص هغه له سپاهیانو سره عمان ته واستوه، څو د عمان له حاکمانو سره چې ( جیفر او عباد بن جلندا) نومېدل، خبرې وکړي. کله چې ده خبرې ورسره وکړې، دواړه ورونه مسلمان شول. په همدې وخت کې حضرت محمد ص رحلت وکړ. د رسول الله ص د رحلت خبر تر عمانه ورسېد، عمرو بن العاص مدینې ته راستون شو.

عمرو بن العاص ډېره موده په مدینه کې پاتې نشو؛ ځکه حضرت ابوبکر صدیق رض هغه له یوه لښکر سره د فلسطین فتحې ته ولېږه. عمرو وکولی شول چې د اُردن لوېدیځې برخې فتحه کړي. په اجنادین، یرموک او دمشق د فتحې په غزاوو کې یې ګډون کړی و.

عمرو بن العاص هغه وخت ډېر وپېژندل شو چې په شخصي مسوولیت یې یو لښکر چمتو کړ، مصر ته لاړ چې فتحه یې کړي. هلته بریالی هم شو. ځينې پر دې اند دي چې ښايي دې لښکر به له عمر بن خطاب رض څخه امر اخیسته یا به هغه څاره.

په مصر کې د امارت تر جوړولو وروسته څه ورسره وشول؟

کله چې حضرت عثمان بن عفان رض خلیفه شو. عمرو بن العاص یې د مصر له امارته ګوښه او پر ځای یې عبدالله بن ابي سرح وګوماره. تر دې وروسته یو څه  وخت عمرو له سیاسته ځان لرې کړی و. په څرګند ډول یې د عثمان رض مخالفت نه کاوه؛ خو په پټه کې ورسره مخالف و. ویل کېږي چې ده د عثمان رض پر ضد د طلحه او زبیر په هڅولو کې لاس درلود. عمرو بن العاص رض د فلسطین په سبع سیمه کې خپل یوه کور ته ولاړ، له لرې یې د عثماني خلافت پېښې څارلې.

کله چې طلحه او زبیر له صحنې لرې کړل شول، یوازې علي رض او معاویه رض پاتې وو. عمرو هم بېرته راوګرځېد او له معاویه رض سره یو ځای شو. په صفین غزا کې هم د سپاره لښکر مشر و.

عمرو رض د ژوند تر پایه د مصر والي پاتې شو. کله چې د خوارجو د قبیلې درېیو کسانو د حضرت علي رض، معاویه رض او عمرو بن العاص رض د وژلو هوډ وکړ. د سهار لمانځه پر مهال یې برید پرې وکړ. په دې ورځ کې عمرو رض لمانځه ته نه و تللی، پر ځای یې د ( خارجه) په نوم یو کس استولی و چې لمونځ ورکړي. خارجه ووژل شو او حضرت عمرو بن العاص رض له دې پېښې بچ شو.

د عمرو بن العاص رض د مړینې په اړه:

کله یې چې د مړینې ورځ راورسېده، خپل زوی ته یې داسې وویل: کاشکې د «ذات السلاسل » په جګړه کې وژل شوی وم. ما تر هغې وروسته داسې کړنې وکړې چې حیران یم خدای ج ته به یې حساب څنګه ورکوم. خپلو مالونو او شتمنۍ ته یې وکتل، ویې ویل: کاشکې د دې پر ځای د اوښ پچې وی. کاشکې دېرش کاله مخکې مړ وی. د معاویه نړۍ مې ودانه او خپل دین مې وران کړ. دین مې هېر کړی و د دنیا خوښي مې غوره وګڼله.

ماته داسې ښکاري چې معاویه زما شتمني وړي او تاسو سره به بد چلن وکړي.

نامتو مورخ( یعقوبي) وايي چې د عمرو بن العاص تر مړینې وروسته معاویه د دوی شتمني صادره کړه او دا یې لومړی ځل و چې له خپلو شاوخوا خلکو سره یې دا ډول کار کړی و.

ژباړه

 

وروستي مطالب