ليکنه او راټولونه
علم یو عربي ویي/ لغت دی چې د پوهېدلو، پوهې، زده کولو او پوهولو په ماناوو کارول کېږي.
په قران کریم کې د علم کلمه ټولو علومو ته شامله ده، که هغه دیني علوم دي او که دنیوي. انسان ته چې د هر څه حقیقت ښکاره شي، له ناپوهۍ وروسته پوهه ورته حاصله شي او یا یې په موجوده علم باندې څه ور زیات شي، دغه د علومو څخه یو علم دی. ځینو علماوو لیکلي دي چې په قران کریم کې د ذکر شوي علم څخه مطلب یوازې دیني علم دی، خو دا نظر په حقیقت کې د هغه څه سره مخالفت لري کوم چې په قران کې راغلي.
الله تعالی فرمایي:
ژباړه: الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې ته یې ستوري ټاکلي ترڅو د هغو په مرسته د سمندر او وچې په تیارو کې لاره ومومئ، موږ بیان کړي ایتونه د هغه قوم لپاره چې علم لري.
نو په قران کریم کې د علم کلمه ټولو علومو ته شامله ده که هغه دیني علم دی او که دنیوي او الله تعالی د دې علومو اهل ستایلی دی.
د اوسني انسان ټول ژوند او چاپیریال علمي لاس ته راوړنو پوښلی دی. د علم له پرمختګ ناشونې وه چې انسان د پرمختګ او تمدن دې پوړ ته ورسیږي.
ـ علم د وړاندوینې لامل دی او وړاندوینه عمل رامنځته کوي؛ هغه کړنه چې د انسان غوښتنو ته ځواب وایي. (اګوست کنت)
ـ د علم اصلي موخه د لږ شمېر فرضیو او اصولو څخه د منطقي پرتلې په مرسته د ډېرو زیاتو تجربي واقعیتونو څېړل دي. (انشتاین)
ـ علم جوت دی او تعریف یې ناشونی دی؛ ځکه له علم نه روښانه څه نشته چې په مرسته یې علم تعریف کړای شو. (ذکریا رازي)
علم او پوهه انسان ته استقامت، اعتماد په نفس او خوشالي ورکوي.
په علم باندې انسان ځان پېژني او چې څوک ځان پېژني هغه جهان پېژني.
علم د شیطان او نفس په مقابل کې سپر دی.
ـ علم حاصل کړئ مخکې له دې چې سپین ږیري شئ. (حضرت عمر)
علم د انسان وړتیا، او کاري ظرفیت لوړوي، انسان ته قوت د درک او استدلال ورکوي.
که څوک ځان په علم سمبال کړي هغه به په هر ازموینې کې کامیاب وي.