سینما او موسیقي

اميتابچن د باهوبلي فلم د ستوري سره

د هندي سېنما محبوب لوبغاړی اميتابچن بيرته فلمي نړۍ ته راځي. څو ورځي وړاندې د “کې” په نامه فلم چې امتابچن او پرابهاس يې مرکزي رول لوبوي د شوټينګ چاري يې پيل سوې. پرابهاس د هند د جنوبي سېنما مشهور ستوری دی، په ۲۰۰۲ز کې يې فلمي نړۍ ته مخه کړه،خو کله چې يې باهوبلي فلم ريلېز سو نو په افغانستان کې يې هم زيات شمېر مينوال پيدا کړه. د K په نامه فلم په ۲۰۲۲ز کې په تامل،تيلګو او هندي ژبو کې نندارې ته وړاندې کېږي. د امتابچن او […]

سینما او موسیقي

اديتيا رای په يوه فلم کې په ۲ څېرو را څرګندېږي.

اديتيا رای کپور په هغه فلم کې راڅرګندېږي چې مخکې سيدارت ملهوترا ورته انتخاب سوی وو. دا فلم د “تادم” په نوم دی ،په ۲۰۱۹ز کې د هند په جنوبي سېنما کې په تامل ژبه خپور سو،پروډيسور يې اندر کمار وو،اروون ويجی،تانيا هوپ او ويديا پراديپ يې مرکزي لوبغاړي وه. هماغه فلم په سېنماوو کې د پام وړ وو او ښه پيسې يې هم وګټلې نو ځکه د باليووډ سېنما غواړي يو ځل بيا دا فلم جوړ کړي. دا فلم د بوشن کمار او مراد کيتاني په پروديسورۍ او د […]

سینما او موسیقي

د هند په فيسټوال کې د لينا علم مهم مسوليت

د افغان فلم مشهوره اداکاره او موډله د هندوستان له لورې په يوې معتبرې نندارې کې د قاضي په حيث را څرګندېږي. لينا علم چې په نړيواله کچه د افغانستان په نمايندګۍ نندارو کې ګډون کوي ، اوس د پرمختګ يو بل قدم اخلي. د امجن انډيا فلم په نامه دا ننداره د سپټمبر د ۲۴مې څخه بيا د اکتوبر تر نهمې د هسپانيې په مادريد ښارکې ترسره کېږي. ددې جشنوارې لپاره د ۱۷ هيوادونو څخه ۲۹ فلمونه په بيلابيلو کټګوريو کې نوماندان دي چې د غوره نارينه او ښځينه […]

سپورټ

۳۳ کلن ایسورو اودانا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکی ایسورو اودانا، چې په ۱۹۸۸م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه د سریلانکا په بلانګودا ښار کې زېږېدلی نن د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. اودانا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې ته په ۲۰۰۹م کال کې راغی او تر ۱۲ کالو نړیوال کرکټ کولو وروسته یې نن خپله خدای‌پاماني اعلان کړه. ددې خبر رسمي تائید د کرکټ نړیوالې شورا هم کړی. تر تقاعد اعلانېدو وروسته ایسورو اودانا ویلې، ځکه یې […]

سپورټ

نړیوالو درجه‌بندیو کې د افغان لوبغاړو شاه‌تګ او لاملونه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تېره اونۍ په شل اوریزه او یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوي درجه‌بندۍ اعلان کړې، چې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې راشدخان ارمان او د یوورځنیو لوبو په درجه بندي کې بیا مجیب‌ځدران شاه‌تګ وکړ. د شل اوریزه سیالیو د توپ‌اچونکو په درجه بندي کې راشدخان ارمان پخوا لومړی ځای درلود، بیا دویم ځای ته راکښته شو، خو تېره اونۍ یې یو قدم بل شاه‌تګ وکړ او درېیم مقام ته راکښته شو. بل پلوه دې شورا په یوورځنیو لوبو […]

سپورټ

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې افغان لوبډله کې تغیرات راځي

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو ته نهه ورځې وړاندې د څلورو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې داځلې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی. بورډ د یادي لوبډلې د اعلانېدو پر مهال په یوې اعلان شوې خبرپاڼه کې ویلې وه، دغه لوبډله یې د څو اونیو تحلیل او تجزیې، بحثونو او د یو ـ یو لوبغاړي ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو ته په کتو برابره شوې، چي په خبره یې دوی ډاډه دي، اعلان شوې لوبډله […]

په زړه پورې

جو بایډن: هر کس چې د کرونا واکسین وکړي، سل دالره ورکول کېږي

امریکا کې د کرونا واکسین د اخیستلو لپاره لا هڅوونکې لارې غوره شوې دي. تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې هر هغه کس ته چې د کرونا واکسین اخلي سل ډالره دې د هڅونې لپاره ورکول کېږي. ددې تر څنګ بایډن ویلي چې د کرونا واکسین په ځينو دولتي ادارو کې حتمي دي خو هغه ډله کسان چې کرونا واکسین نه اخلي نو دوی اړ دي چې په هرو دوو اونیو کې یو ځل د کرونا ټېسټ وکړي او تر څنګ یې باید په اداراتو کې په […]

روانې سلامتي

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې پر دوی نیوکې کوي

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي طالب جنګیالي بشري حقونه نقضوي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا مسوولې پاتریشیا ګاسمن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي سره له دې چې طالب مشران د بشري حقونو د ساتنې خبره کوي، خو ددغه ډلې جنګیالي هره ورځ بشري حقونه نقضوي او هغه کسان په نښه کوي چې پر طالبانو نیوکې کوي او یا دغه ډله نقدوي. د نوموړې په خبره که طالبان رښتیا د بشر حقونو ته ژمن وي، نو خپلو جنګیالیو ته دې امر […]

خواړه

ګېلاس د مفصلونو د درد او پښو پړسوب درملنه کوي

ګیلاس (الوبالو) چې اکثر تازه استعمالېږی، د ښه خوند ترڅنګ د مفصلونو درد او پښو پړسوب درملو په توګه هم کارول کېږي. په طبیعت کې ځینې داسې میوې دي چې د څو مرضونو لپاره ګټورې وي، لکه ګیلاس چې د مفصلونو د درد او پښو د پړسوب درملنه کوي، ورسره وینې په پاکوالي او د بدن په تازګۍ کې مهم رول لري. د ګېلاس یا الوبالو استعمال په بدن کې د اوریک اسیدونو کمښت راولي، او د پښود درد په مخنیوي کې هم مهم رول لري. د ډاکټرانو په باور […]

ژوند بڼه

د ښې مېرمنې ځانګړتیاوې

ليکنه او راټولونه دا یوه طبیعي خبره ده کله چې انسان له کور څخه بهر د کوم ناسم کار، یا خپلې موخې ته د نه رسېدو او یا هم د یو چا له لوري د ناوړې خبرې په اورېدو خپه شي نو چې په کور کې یې د ژوند شریک نېک خویه، د خپلې طبعي او حکم منونکي وي، نو کور ته په راتلو سره یې سم دباندې ټول غمونه ختم یا سپک شي. خو که د چا د ژوند ملګرې بد خویه، جنجالي او له حکم څخه یې سر […]