بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

کورنۍ ستونزې؛ حللارې یې دلته ولولئ

لیکنه او راټولونه؛ صدیقه پوپلزۍ

داسې ډېرې کورنۍ شته چې ژوند کې ډېري ستونزې لري او نشي کولای هغه په سم ډول حل کړي.
په هره کورنۍ کې ځکه ستونزې وي چې نه پوهېږي په یوې کورنۍ کې څه ډول چلند وکړي او څه وکړي. د ځینو سلوک او رویه بیخي د ماشومان پشان دي وي، غوښتنې کړنې دا ټول هېڅ د لویانو په شان نه وي.
کله چې موږ لویېږو نو د ماشومانو ځانګړنې باید له ځانه لري کړو؛ ځکه تر ابده موږ ماشومان نه یو.
کله چې ګډ ژوند مو پیلیږي او هغه ژوند کې که ستونزه وي نو دا په دې معنا چې موږ د خاوند یا مېرمنې سره ډېر توپیر لرو خپل منځ کې افهام او تفهیم نه لرو او نشو کولای ژوند په سمه توګه مخته یوسو.
زموږ ژوند کې هغه وخت هم ډېرې ستونزې پېښيږي کله چې مقابل لوری موږ درک نه کړي او زموږ خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو دا یو ډول ستونزه رامنځ ته کوي.
داسې ډېر انسانان شته چې په کار بوخت وي نه د ژوند ملګري/ې او نه هم فامیل ته، وخت نه بېلوي. زموږ ژوند کې یوازې کار کول اړینه نه ده باید خپل کورنۍ ته هم وخت ولرو او یو ښه وخت ورسره تېر کړو، چې زموږ منځ کې د بوختیاوو له کبله ستونزه پیدا نشي.
کله چې موږ ګډ ژوند پیلوو لومړۍ باید په دې هکله ځان پوه کړو او معلومات ترلاسه کړو تر څو وکولای شو د خپل ژوند لپاره یو منظم او ښه پلان جوړ کړو ځکه په منظم ژوند کې هېڅکله ستونزه نه رامنځ ته کیږي.
په کورنۍ کې تل باید یو بل سره مینه ولرو هیڅکله تبعیض یا سیالي ونه کړو، ځکه دا کار زموږ منځ کې لري والی راولي.
کله چې واده وکړو خپل د ګډ ژوند ملګري باید له نورو سره پرتله نه کړو د دې لپاره چې پر هغوی منفې اغېزه کوي او زموږ څخه زړه توری کیږي.
که موږ دا ستونزې خپله ونشو کولای چې حل یې کړو یا ستونزه مو لویه وي یا هم اروایي ګډوډي ولرو نو باید ارواهپوه ته لاړ شو چې زموږ سره مرسته وکړي.
په یوه کورنۍ کې تل باید مینه، صمیمیت او صداقت وي، ځکه دا کار د ستونزې منځ ته راتلو څخه مخنیوی کوي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ