د ټرمپ په کورونا اخته کېدو سره سم ځینې پوښتنې راولاړې شوې، چې ایا ټرمپ په رښتیا هم په کرونا وایروس اخته دی که د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډول غواړي؟
د جمعې په ورځ سهار د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټر له لارې خبر خپور کړ، چې د ده او لمړۍ مېرمنې یې د کورونا وایروس ټسټ پایله مثبته ده.
د پنج شنبې ورځ د ولسمشر ټرمپ یوه نږدې مشاوره «هوپ کیس» چې وروستیو سفرونو کې له ولسمشر سره ملګرې هم وه، د کرونا په وایروس اخته اعلان شوه.
او د جمعې په ورځ ولسمشر و لمړی میرمنې هم ځانونه په دې وبا اخته او قرنطین اعلان کړل.
ټرمپ خپلې ټولې ټاکنیزي هلې ځلې په ټپه ودرولې.
ټرمپ دا اعلان په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته صرف یوه میاشت پاتې ده، چې دا د دې سبب هم جوړېداي شي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزي ټاکنې وځنډېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اکتوبر په میاشت کې باید ولسمشر ټرمپ او د ده سیال «جوبایډن» دوې مناظرې ترسره کړې وای او د اکتوبر ورستیو کې باید ټاکنې ترسره شوي وای.
د ټرمپ ورستي مناظرې ته په کتو سره او د ځینې نړیوالو مبصرینو په وینا دا هم شونې ده، چې ښاغلي ټرمپ د ټاکنو د ځنډولو او مناظرو نه د کونج ته کېدو په مخه نړیوالو ته دروغ ویلي وي.
د ښاغلي ټرمپ تېرو څلورو کلنو ته که چېرې نظر وکړو، نو د ده په خبرو کې تر ډېره بریده بې ځایه ادعاوې تهمتونه او درواغ په څرګنده لیدلي شو، نو ځکه د مبصرینو دا دعوه هم رښتیا ثابتیدلي شي، چې ولسمشر ټرمپ د کرونا په اوبا اخته نه دی، صرف په دې بهانه غواړي، چې خپله ولسمشریزه موده اوږده یا وغځوي، تر څو یوۀ ښه فرصت یا موقع ترلاسه کړي.
دا خبره به راتلونکی سپینه شي، چې ایا ولسمشر ټرمپ او مېرمنې یې رښتیا هم په کرونا اخته شوي و او که نه.
خو اوس مهال یې ویل او سپینول ناشوني ده، ځکه چې اوس مهال ښاغلی ټرمپ د متحده ایالاتو ولسمشر دی او ټول صحي، استخبارتي او څېړنیزې څانګې د ده د واک او کنترول لاندې دي.
د یادو مبصرینو له جملې د هالیووډ وتلي فلم جوړونکي «مایکل مور» نظر را اخلو:
«مایکل مور» د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورونا وایروس په تشخیص شک څرګند کړی او ویلي یې دي، چې ټرمپ ممکن د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډولو لپاره د کورونا وایروس په اړه غلط خبرونه خپاره کړي.
د هالیوډ فلم جوړوونکي مایکل مور د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دروغجن بللی او په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې یې یو اوږد پیغام خپور کړی، چې په هغه کې یې ویلي:
“ډونلډ ټرمپ او د هغه د میرمنې په کورونا وایروس اخته کیدل ممکن یو چل و بهانه وي، ځکه چې دوی په راتلونکي ټاکنو کې خواخوږي غواړي.“
مایکل مور په خپل فېسبوک پوسټ کې لیکلي:
“ټرمپ په اړه یو مطلق حقیقت دا دی، چې هغه یو بې رحمه او مسلکي درواغجن دی“
مایکل مور وایي چې هرڅوک پر دې پوهېږي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو ساعت کې دوه، درې ځله دروغ وایي.
“کله چې موږ ټول د ټرمپ په اړه په حقیقت پوهیږو ، نو ولې باید په هغه باور وکړو؟ تاسي څه پوهیږئ چې هغه دې دا ځل دروغ نه وي ویلي؟“
د هالیوډ فلم جوړونکی وایي، ډونلډ ټرمپ پوهېږي، چې هغه به د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې له لاسه ور او ماتي سره مخ شي، نو ځکه هغه د خپلې روغتیا په هکله داسې اوازې یا افواهات خپروي.
نوموړي زیاته کړي:
“ډونلډ ټرمپ پدې ښه پوهیږي چې په اوسنيو ټاکنو کې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو په څېر څه نشته، ځکه چې اوس د ملیونونو امریکایانو په زړونو کې ورته د نفرت اورونه بل دي او دوی غواړي،چئ ټرمپ زر تر زره بیرته له دې دریځ څخه وباسي یا لېري کړي.“
ـ د یادونې وړ ده، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه میرمن میلانیا کورونا د وایروس په ناروغۍ اخته شوي دي، چې ټرمپ د ساه اخیستلو ستونزې وروسته هغه په چورلکه کې روغتون ته لیږدول شوی.
ولسمشر ټرمپ به اوس د راتلونکو څو ورځو لپاره په نظامي روغتون کې پاتې شي، له روغتونه به هغه د ولسمشرۍ دندې/ کارونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.
د سپینې ماڼۍ یو ډاکټر وايي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د کووېډ ۱۹درملو یو معافیت ورکړل شوی ، چې هغه اضافي اکسیجن ته اړتیا نه لري.
د سپینې ماڼۍ په وینا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کوويډ۱۹، تبه، سینې درد او ټوخي اعتدال نښې لري.
ولسمشر ټرمپ ستړی دی، مګر هغه د انتي باډي اخیستو څخه انکار ونه کړ.هغه ته د ویټامین ډي ، اسپرین ، فاموتایډین او میلاتون هم ورکول کیږي.
د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ټولې منډې ترړې لنډمهاله وځنډول شوې یا مجازي شوي، پشمول د لومړۍ مېرمن “میلانیا ټرمپ”.