Advertisements
افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

سیاسي شیطاني قوتونه او ټاکنې – خوشال خلیل

لیکنه: خوشال خلیل

د ټاکنو د مخنیوي لپاره ټولو سیاسي شیطاني قوتونو لاسونه یو کړل چې ونشي، خو ټاکنې د دوی له توقع خلاف د افغانستان له شرایطو سره په بې سارۍ توګه ښې وشوې.

مطلب هغه نیمګړتیاوې چې په تېرو ټاکنو کې وې یا هغه احتمالي منفي سناریوګانې چې د وقوع امکان یې و، او ټاکنې یې بې اعتباره کولای شوای عملي نشوې، نو سیاسي شیطاني قوتونه سخت مایوسه شول، ځکه د موقت حکومت سناریو یې خنثا شوه، د ټاکنو د ځنډ کېسه چا ورسره ونه منله، ولس د طالبانو له ګواښ ونه ډار شو او هم منفي تبلیغاتو پرې اثر ونه کړ او په میړانه راووت او رایه یې وکاروله.

مثلا، د ټاکنو مرکزونه لکه د پارلماني انتخاباتو په څير تر یولس بجو بند پاتې نشول په خپل وخت پرانیستل شول، ددې امکان لیدل کېده چې بایمیټریک ماشینونه تر نوي سلنه پورې کار پریږدي، مګر برعکس نوي فیصده ماشینونه فعال و، په لویو ښارونو کې طالبانو ونشوای کولای لوړ پوړو ودانیو ته انتحاریان وخيژوي چې لس ساعته مقاومت وکړي یا لویو ښارونو کې لویې چاودنې وکړی چې خلک له رایو ایسار شي، د تقلب ویډیوګانې چې پارلماني او د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې راووتلې، تر دې مهاله مجازي فضا له یو څو ویډیوګانو پرته په هغه پیمانه د تقلب ویډیوګانې راونه وتلې.

اوس نو ویلی شو چې دا ټاکنې د پخوانیو په پرتله په لسګونو ځله ښې ترسره شوې. د کمیسیونونو مشران همدغه کاندیدانو ټاکلي ښه دې که بد د همدوی انتخاب و، چې د پخوانیو کمیشنرانو په نسبت یې تر دې مهاله ښه وړتیا ښودلې.

اوس چې د سیاسی شیطاني قوتونو ټول پلانونه خنثا شول، د مشروعیت پوښتنه یې راپورته کړه او د پاکستاني مطبوعاتو په تقلید لګیا دي تبلیغات کوي چې ولس ټاکنې بایکاټ کړې او دا د مشروعیت او عدم مشروعیت داستان به تر هغو غږوي چې دا هر څه مو له پامه بد کړي، خو موږ دوی ته ځواب لرو.
اول، دا چې مشروعیت یو نسبي مفهوم دی له شرایطو پورې تړلی دی، موږ د افغانستان ټاکنې د اروپايي هېوادونو سره نشو پرتله کولای دا به د خپل هېواد او ګاونډیانو سره پرتله کوو. دونیم میلونه خلکو په کې برخه واخیسته او راتلونکی ولسمشر به د یو نیم میلیون انسانانو په رایه راځي د داسې خلکو په رایه چې خپل ژوند یې خطر کې اچولی او د رایو تر مرکزه راغلي دي. دا به د جهادي تنظیمونو د اهل حل و عقد فارمټ سره پرتله کوو چې دوه سوه جنګي قوماندانان کابل کې راټول شول او استاد رباني یې مشر وټاکه. دا به د پنځه سوه ملایانو د جرګې سره پرتله کوې چې په کندهار کې راټول شول، اکثریت د یوې سیمې، یوې ژبې او یو مسلک خلک او د ټولې نړۍ لپاره یې امیرالمومنین وټاکه، دا به د قطر له غونډې سره پرتله کوې چې دوه سوه تنه راټولیدل او د ټولو افغانانو برخلیک یې ټاکه، دا به د مسکو له غونډې سره پرتله کوې چې سل نفره منفور سیاستوال ورغلل او دلته یې نوی مشرتابه ټاکه، خو که له غربي هېوادونو سره یې پرتله کوې، بیا هم غلطه ده، بریتانیا کې چې امنیت دی، خلک برقي رایه کاروی بیا هم په ټاکنو کې د ټولو رایه ورکوونکو پنځه ویشت فیصده رایه ګیري کې برخه اخلي، دلته خو لږ تر لږه یو نیم میلون خلکو په دغه میکانیزم یو کس وټاکه، تاسې بل کوم میکانیزم لری چې تر دې ډېر خلک دې د هېواد زعامت وټاکي؟ نو ددغه ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی زعامت به تر ټولو مشروع زعامت وي.

چا چې ټاکنو کې برخه اخیستې او قرباني یې ورکړې ده، که هر چاته یې رایه ورکړي وي باید متوجه اوسې چې سیاسي شیطانان که بهرني دي او که داخلي، غواړي فضا متشنجه او بې باوره کړي، اول، په ټاکنو کې د تقلب بحث راپورته کوي، بیا په ټکنالوجۍ ولس بې باوره کوي، که دې کې ناکام شول، د ټاکنو د عدم مشروعیت بحث راپورته کوي، که دې کې هم ناکام شول، بیا د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د هوکړې او موقت حکومت بحث راپورته کوي او په نهایت کې غواړی ولسمشر غني پرېنږدي چې یو لاس او یو موټی حکومت جوړ نه کړي او لکه د پخوا په څیر په ټولو افغانانو شریک حکومت ومني. د دغه شیطاني قوتونو په مقابل کې ستاسو دریدل او د خپلو رایو څخه دفاع د دوی دسیسې شنډولی شي، د دغه شیطاني قوتونو مخه هیڅوک نشي نیولای ځکه شیطاني قوتونه هر څه لري یوازې ولسي زور نه لري او ولس باید د خپل انتخاب تر شا تر اخره ودرېږي او حوصله یې زیاته کړي تر څو داسې حکومت جوړ کړي چې تاسو یې هیله لرله، که په دغه موده کې د منفي تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلی، یا د ټامي او غیر ټامي، مجاهد او سکولر، خلقي او پرچمي، شمال او جنوب، ترنامه لاندې بحثونو کې مصروف شوی. دا ګټلې لوبه بایلی او که چېرې د ټاکنو د ورځې په څير د حکومت تر اعلان پورې په خپل دریځ ودریدی او د تبلیغاتو تر اثر لاندې رانغلی شیطاني قوتونه مات دي او بریا مو وار له مخې مبارک شه. کله مو چې بری ونمانځه بیا حق لرو چې خپلو کې لانجې او بحثونه وکړو تر هغو باید بیروني شیطانانو ته یو لاس اوسو.
وسلام

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

خوشال خلیل