تبصره:د تېرې شپې ای پي ايل زبردسته لوبه او ريکارډونه يې

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکوال: مدثر دعوت
د ای پي ايل لېګ په نهمه لوبه کې راجستان رويالز ددې ليګ تر ټولو ستر هدف چېس کړ.
تېره شپه ای پي ايل ليګ کې د راجستان رويالز او کينګز ايليون پنجاب لوبډلو له لورې خورا جذابه لوبه ترسره سوه.
پنجاب په شل اوورونو کې د ميانک اګروال په ۱۰۶ او د لوکيش راهول په ۶۹ منډو سره وکولای سوه چې په ۲ ويکټو ۲۲۴ منډې ستر هدف وټاکي.
خو په مقابل کې يې د راجستان توپوهونکو د سنجو سمسون په ۸۵، د سميت په ۵۰ او د ټيواټيا په ۵۶ منډو سره وکولای سوه چې دې ستر هدف ته ځان ورسوي.
ريکارډونه او تبصره:

ای پي ايل د کريکټ د نړۍ تر ټولو ستر ليګ دی، خورا ډېر امکانات او ټول پياوړي لوبغاړي ورسره دي.
د تېرې شپې لوبه يې مثال دی چې يوې لوبډلې ستر هدف کېښود او بلي لوبډلې مات کړ.
دا د ای پي ايل په تاريخ کې لومړی ځل دی چې دومره ستر هدف ماتېږي.
۱_ د راهول سلو توپوهنه

نړيوال مبصرين پدې باور دي چې پنجاب لوبډلې کولای سوه چې لاهم لوړ هدف وټاکي او دوی پړه پر لوکېش راهول اچوي چې ډېره کراره لوبه يې وکړه پداسې حال کې چې لا يې هم بريدګر توپوهونکې تر شا درلودل،هدف تر ۲۵۰ منډو پورې رسېدی.
راهول په ۵۴ توپونو ۶۹ منډې وکړې يوه شپږيزه او ۷ څلوريزي يې ووهلې.
۲_ د دويمې پاړۍ اتلسم اوور

په وروستيو ۳ اوورونو کې راجستان رويالز لوبډلې ۵۱ منډو ته اړتيا درلوده ،پداسې حال کې چې په ۱۷م اوور کې محمدشمې د لوبې بريدګر توپوهونکی سنجو سمسون وسوځوی.
اتلسم اوور لپاره کټريل انتخاب سو او دا هغه اوور وو چې لوبه يې بدله کړه او راجستان پخپل واک کې واخيستله.
کټريل بختور وو چې ټول توپونه يې شپږيزې نسوې ځکه ټريواټيا ورباندي ۵ شپږيزې ووهلې او يوازې يو توپ ميس سو چې پدې اړه يووراج سينګ د ټويټ له لارې د کټريل څخه مننه کړې وه چې يو توپ يې مس کړ.

اتلسم اوور کې راجستان ۳۰ منډې ترلاسه کړې او د ۵۱ منډو څخه ۲ اوورونو ته يوازې ۲۱ منډې پاته سوې.
۳_ پر ځان د راهول ټريواټيا باور

ټريواټيا چې د لوبې د ګټونکې لقب ورکولای سو د توپوهنې پيل يې ډېر سلو وو، په لومړنيو ۲۳ توپونو يې يوازي ۱۷ منډې کړې وې خو په وروستيو ۸ توپونو يې ۳۶ منډې وکړې.
ټريواټيا په وروستيو ۲ اوورونو کې ۷ شپږيزې ووهلې چې په ۳۱ توپونو يې ۵۳ منډې ترلاسه کړې.
ريکارډونه:

۱_د راجستان او پنجاب ترمنځ لوبه کې په ۳۹:۰۳ اوورونو کې ۴۴۹ منډې ترسره سوې چې دا د ای پي ايل په تاریخ د ۲ لوبډلو ترمنځ په ډيرو منډو کې څلورم مقام لري.
تر ټولو ډېرې په ۲۰۱۰ز کې د چينای او راجستان ترمنځ ۴۶۹ منډې وسوې.
۲_ لوکېش راهول او اګروال د راجستان په وړاندې د ۱۸۳ منډو ملګرتيا وکړه چې دا د ای پي ايل د تاريخ دريمه ستره ملګرتيا ده.
لومړی مقام د وارنر او بيرسټو سره دی چې تېر کال يې د بنګلور په وړاندې د ۱۸۵ منډو ملګرتيا وکړه.
او دويم مقام ګاتم ګمپير او کريس لين سره دی چې په ۲۰۱۷ز کې يې د ګجرات په وړاندې د ۱۸۴ منډو ملګرتيا وکړه.
۳_ د راجستان لوبډلې وکولای سوه چې د پنجاب د ۲۲۴ منډو هدف پوره کړي چې د ای پي ايل د تاريخ تر ټولو ستر چېس دی.
په ۲۰۰۸ز کې بنګلور د چارجرز لوبډلې ۲۱۷ منډې هدف پوره کړ.