مارچ 6, 2021

کوم کسان چې اضطراب لري دا خبرې ښه دي چې ورته وویل شي

Advertisements

ژباړه: صديقه پوپلزۍ
کوم کسان چې اضطراب لري دا خبرې ښه دي چې ورته وویل شي:
موږ ټوله له اضطراب سره بلد یو, اضطراب یو طبیعي غبرګون دی چې موږ یې په ژوند کې هره ورځ تجربه کوو.
اضطراب هم په هر کچه وي که لږ وي خو ښه دی که تر کچې ډېر وي موږ او زموږ ورځني کارونو ته زیان رسوي همدې لپاره باید پوه شو چې زموږ اضطراب تر کومې اندازې دی.
نو له همدې کبله کوم کسان چې اضطراب لري باید په دې ډول ورسره خبرې وشي ترڅو دوی د خفګان احساس ونه کړي.
ـ هر کله چې ګورو او یا هم کوم کار کوو یا ستړي يو نو تل باید دا خبره وکړو، چې په تا ویاړم چې له دې حالت سره جنګېږېږې او دومره زغم لرې.
ـ کوم کسان چې اضطراب لري ځان ښه نه احساسوي فکر کوي د نورو به زه نه خوښېږم، خو موږ باید ورته ووایو چې دومره مینه درسره لرم، نه پرېږدم اضطراب زموږ اړیکه خرابه کړي.
ـ زه نشم کولای ستا حالت په پوره توګه درک کړم خو په دې پوه شه چې په هر حالت کې او هر وخت درسره یم.
ـ کله چې خفه یې یا هم غوصه کېږې زه ستا په وړاندې هیڅ عکسل عمل نه ښکاره کوم ځکه پوهېږم چې ته په کوم حالت کې یې او په څومره سختۍ دا زغمې.
ـ کله چې موږ پوه شو هغوی د راحتۍ احساس نه کوي نو باید ورته ووایو څه وکړم ترڅو د ارامتیا احساس وکړې هر کار چې مې په وس کې وي ستا لپاره يې ترسره کوم.
ـ کوم څوک چې اضطراب لري که هغه مو نیږدې ملګري وي نو بیا یې بیخي ښه درک کولای شئ، پوهېږئ چې څه غواړي او څه کوي که يې وغوښتل چې یوازي اوسي نو باید یوازي یې پرېږدو، په زوره ورباندې کوم کار ترسره نه کړو یا هم ورته ووایو چې دلته راسره لاړه شه نو له دې کاره باید مخنیوی وشي.
ـ هغه باید ددې احساس ونه کړي چې لېونۍ ده یا هم د چا د سر بار ده ځکه کوم کسان چې اضطراب لري تل همداسې احساس کوي تل منفي فکرونه کوي، نو همدې لپاره ورته ووایو چې دوی موږ ته ډېر مهم دي او راته ارزښت لري.
ـ ته چې هر څنګه اوسې بیاهم هم زه درسره مینه لرم ځکه ستا اصلي شخصیت ماته معلوم دی او هیڅ کله درنه مخ نه اړوم، کله چې موږ یو ځای اوسو هره ستونزه حلوو.
نو هیڅکله دې ستونزو ته ځان مه تسلیموه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ