ادبیات بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر لیکوالي

زما د مینې لومړۍ ورځ

لیکنه: ياران
لیکنه: حامد حقمل

هره ګړۍ مې پسې ژړل، آن سترګې مې داسې رنګ واخیست لکه د انارو دانې، خلکو داسې فکر کاوه چې ګواکي په شپو شپو یې خوب نه دی کړی، ان ځینو خو بېخي راته چرسي وایه. هېڅ ساعت را باندې نه تېرېدو، هره ثانیه دقیقه مې ورته انتظار ایستلو ایخوا – دیخوا به ګرځېدم اخر ویده شوم زړه مې داسې ټکان کاوه تا به ویل د غره مرغۍ د د کور په قفس کې اچولې ده. او یا هم د ژوند یو قیمتي څیز مې ورک کړئ، نا ارامه لټ په لټ اړخ په اړخ به کېدم.

هیڅ نه پوهېدم چې دا لېونۍ مینه مې څه ډول په دې شاړه دښته کې را پاڅېده!

پوهنتون ته به چې کله روان شوم، نو تل به مې د ځان خیال ساته، چې هسې نه پر چا مین شم.

ځکه اوس خو مینه مینه نشته هسې ځان غولونه یا هم بل ته  دوکه ورکول دي.

خو نه نه داسې نه وه، زه په داسې چا مین وم چې هره ثانیه یې مینه را کوله، هره دقیقه یې د ژوند کړلو هنر را زده کاوه، هر ساعت یې د ژوند کړلو ساه را کوله، هره ورځ یې راته توره لار په روښنایي بدلوله!

دا هغه مین یادوم، چې کله به له ژونده ستړی وم، نو ده به ماته سکون او د ژوند هنر رازده کاوه او بنده لاره به یې راته خلاصوله!

اې دا هغه مین یادوم چې تل مینان له تورو تیارو را باسي ړاندو ته لار ښایي، او دا هغه میین یادوم چې مینان د ناپوهۍ، جهل او تورې تیارې د رڼا، روښنایۍ، ذینت، ښکلا او د انسانیت او د اخلاقو لکڼه ترې جوړوي، د ټولنې د ملا تیر ترې جوړوي.

دا مین چې تل یې انسان او نړۍ ته خپله رښتینی مین ثابت کړی کتاب یادوم!

کتاب د ژوندکولو رښتونی ملګری دی او کتاب د ژوند ستره هستي ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ