ادبیات

راځئ، لیکوالي زده کړو

ژباړه: عصمت الله صالح ډېری کسان پر دې باور دي چې لیکوالي او ښه لیکل یو ځانګړی استعداد دی، چې یوازې ځینې کسان ترې برخمن دي. دا ډله تصور کوي چې انسانان په دوه ډوله دي: یو هغه کسان دي چې په لیکوالۍ کې ماهر او په ناپامۍ سره وخت ناوخت هم ښه لیکل کولای شي او دویم ډول بیا هغه کسان دي چې همېشه د لیکلو هڅه کوي، خو بیا هم تل له خپلې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ژوند عادت دی، خو دوه ډوله!

لیکنه: عصمت الله صالح تقریباً شپږ کاله مخکې چې کابل ښار ته د زده‌کړو لپاره راغلم، ښار، ښاریان، علمي مراکز او هر څه راته پردي ول؛ د خلکو راکړه ورکړه، ټولنیز ژوند او فعالیتونه مې نوي لیدل او احساسول، ځکه نو ډېرې داسې ورځې راغلې چې په پوهنتون کې به کوم کونج ته شوم، تر ونه لاندې به کېناستم او خورا ډېر به مې وژړل. ملامت نه وم ځکه کلی او کورنۍ مې یادېدل. مګر … نور ولولئ

ادبیات

پر «انسان او خدای» ګټور بحثونه

راپور: عصمت الله صالح د ځوان لیکوال او ژباړن نقیب احمد عزیزي د تازه ژباړلي کتاب «انسان او خدای» د مخکتنې غونډه ترسره شوه. نن (جمعه) یوې ډلې فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، لیکوالو، ژباړنو او د ټولنیزو علوموپوهانو د ایراني لیکوال «دوکتور مصطفی چمران» د اثر پر پښتو بڼه «انسان او خدای» خبرې اترې وکړي. په غونډه کې د هېواد نوموتو لیکوالو، ژباړنو پر «انسان او خدای» نادر، جالب او نوي نظریات تبادله کړل. لیکوال … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

افغان ماشوم؛ کله مې چې څوک له دوکانه را وشړي

ــــ یوه بوجۍ تش بوتلونه چې راټول کړې، بیا یې په څو روپۍ خرڅوې!؟ ــــ کله شپېته، کله اتیا، کله سل… ــــ یانې تر سلو زیاتې پیسې یې نه کېږي. ــــ نه. ــــ په ورځ کې څو بوجۍ بوتلونه ټولوې؟ ــــ دوې یا درې؟ ــــ یانې دوه‌، درې سوه افغانۍ ګټې؟ ــــ هو… ــــ مکتب وایې؟ ــــ نه. ــــ ولې!؟ ــــ کور چلول غواړي او زه د کور مشر یم… ــــ پلار دې شته؟ ــــ … نور ولولئ

خوندیتوب

تمرکز؛ روغ او بریالی ماشوم

ژباړه: عصمت الله صالح د درس لوستلو پر مهال د ماشومانو تمرکز پیاوړي کول ډېر ماشومان ځیرک او ډېره انرژي لري، همدا لامل دی چې په ذهن کې یې بېلابېل عکس‌العملونه موجود وي چې په پایله کې د ځینو کارونو پر مهال، لکه درس ویل، تمرکز نشي کولی. د درس ویلو پر مهال د تمرکز نشتوالی د مور و پلار تر ټولو لویه اندېښنه ده، خصوصاً په دې ورځو کې چې نه درسي ټولګي شته، … نور ولولئ

ادبیات

راځئ نه مرو! — عصمت الله صالح

که له ما څخه څوک وپوښتي چې سږ کال دې په لوستو کتابونو کې کوم ډېر خوښ شوي، ضرور به ورته وایم چې «راځئ نه مرو!» او «ځوان زخمي پاچا» بې له شکه چې نن سبا ډېر کتابونه لیکل کېږي؛ بېلابېل فکرونه را پښتو کېږي، مګر له لوستلو وروسته خورا لږ د ذوق وړ کېږي. مګر ذوق لکه کټ مټ مایع، چې ژوند ته په کتو یې هېڅ ثابت شکل نه لیدل کېږي، مانا ژوند … نور ولولئ

خوندیتوب

دا لرېوالی خورا سخت دی!

ژباړه: عصمت الله صالح په کار و بار اخته مېرمنې په کور کې تر ناستو مېرمنو ډېرې اندېښمنې وي، ځکه چې دنده‌لرونکې مېرمنې باید له زېږون وروسته بېرته خپلې دندې ته لاړې شي. مګر دا دوره د زېږون له مرحلې سره خورا توپیر لري. له زېږون وړاندې ممکن ووایي چې ماشوم به مې مور و پلار، دایي او یا وړکتون ته وسپارم، خو له زېږون وروسته زیاتره مېرمنې دا کار ښه نه ګڼي او نه … نور ولولئ

خوندیتوب

په نوي زیږېدلي ماشوم کې د ناروغۍ بېلابېلې پیلامې

ژباړه: عصمت الله صالح نوي زیږېدلي ماشومان نازک او زیان‌منونکي دي، ځکه نو که هره نوې نښه پکې ولیدل شي، باید چې ډاکټر ته بوتلل شي، ځکه چې دا نښې نښانې ممکن په ماشوم کې د یوې ناروغۍ پیل وي. په دې لیکنه کې هغه نښې نښانې او تغییرات در پېژنو چې ممکن په نوي زیږېدلي ماشوم کې د یو ډول ناروغۍ پیلامه وي. خورا ډېره او ناطبیعي ژړا   که ماشوم موړ وي، د … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

وړکتون او پر ماشوم یې اغېز

ژباړه: عصمت الله صالح پر دې سربېره چې وړکتون ټولنې ته د ننوتلو لومړی ګام دی، خو تر درې کلنۍ مخکې د ماشوم لپاره ډېر مهم نه دی او دا توصیه هم نه کېږي چې ماشوم باید تر درې کلنۍ مخکې وړکتون ته بوتلل شي. څرنګه چې ماشومان تر درې کلنۍ وړاندې د کورنۍ پاملرنې ته اړ دي، خو که وړکتون ته بوتلل شي، نو هلته یې پالوونکې/ پالوونکی مجبور دي چې خپله پاملرنه په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ماشوم ته نوښتګر فکر ورکړئ، چې نوښت وکړي

ژباړه: عصمت الله صالح د ماشومانو ذهن د سپینې پاڼې غوندې دی. که په لومړیو کې سم استفاده شي، نو په راتلونکي کې سالمه لاره پیدا کوي. نوښتګر ماشومان هر وخت له ځینو ستونزو سره د مخامخ کېدلو پر مهال د ستونزو د حل بېلابېلو طریقو ته پام کوي. خو دا چې څنګه د ماشوم نوښت او ځیرکتیا ته وده ورکولای شو؟ کوم داسې مهم لاملونه دي چې د ماشومانو نوښت پیاوړی کوي؟ نوښت څه … نور ولولئ