- لیکنه: شپنه سلګۍ
دا چې د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي په موخه په ټول هېواد کې تعليمي مرکزونه تړل شوي او د زدهکوونکو د زدهکړې بهیر یې ټکنی کړی دی.
په ننګرهار کې د زدهکړهییز بهیر د دوام لپاره د پوهنې ریاست په نوښت له یو خصوصي ټلوېزیون سره هوکړه وشوه، چې د کرونا ویروس د خطر کچې تر کمېدو شاګردان په کورونو کې زدهکړې ترسره کړي.
“د ننګرهار پوهنې ریاست د تېرې اونۍ راهیسې د انعکاس تلویزون په وړیا همکارۍ د لسم، یولسم او دولسمو ټولګیو ساینسي مضامینو تلویزوني تدریس نشر پیل کړی. همدارنګه به په دې اونۍ کې له څلورم څخه تر نهم ټولګي د ساینسي مضامینو لپاره د تلویزوني تدریس برنامې تولید شروع کړو.”
شاګرادان او کورنۍ د پوهنې ریاست له دې نوښتنه خوښ برېښي، چې په وینا یې وبه کولی شي چې د زدهکړې بهیر روان وساتي.
مسوولین وايي، زدهکوونکي کولای شي په تکراري بڼه هم ویډیوګانې وګوري او زدهکړې وکړي.
دوی وايي: “د هر ټولګي د تلویزوني تدریس ویډیوګانې به په سي ډي کې ریکارډ او د خلکو په واک کې به یې ورکړو. د ټولنیزو مضامینو لپاره مو له محلي راډیوګانو سره خبرې پیل کړې، چې د راډیوګانو له لارې د اجتماعي مضامینو تدریس پیل کړو.”
د دغه لاسلیکشوې هوکړې له مخې به هره ورځ د يوه ساعت لپاره د لسم، يوولسم او دولسمو ټولګيو زدهکوونکو ته د تلوېزيون له لارې د ساينسي مضامينو (رياضي، فزيک، بيولوژي او کيميا) له مهالوېش سره سم تدریس کېږي.
د دوی په خبره یاد تدریس به هره ورځ په څلورو بجو خلکو ته وړاندې کېږي.
دوی زیاته کړه: “خصوصي ښوونځیو ته مو سپارښتنه کړې، چې ټولګیو ته واټساپ ګروپ جوړ کړي او له دې لارې خپلو درسونو ته دوام ورکړي. همدارنګه مو د حج او اوقافو له ریاست سره خبرې روانې کړي چې په لرې پرتو سیمو کې د مساجدو د لوډسپیکرو له لارې د کلیو زدهکوونکو ته تدریس پیل کړو.”
هېره دې نه وي چې شاګردان دغه تدریس، له خپرېدو وروسته، د انعکاس په نامه ټلوېزیون په یوټوب کې هم کتلی او زدهکړه ترې کولی شي.
د دې سربيره د پوهنې رياست د مسوولینو په وینا په پام کې لري، چې ډېر ژر د نورو ټولګيو د زدهکوونکو لپاره هم په کورونو کې د زدهکړو يوه مناسبه لاره وګوري.