مارچ 2, 2021

د راشدخان تازه، جالبې او نوې څرګندونې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي راشدخان ارمان پرون شنبه د افغانستان ملي سپورټ سره په ژوندۍ بڼه د خپل لوبه‌ییز او شخصي ژوند په اړه ګڼې خبرې وکړې.
موږ یې دلته مهمې خبرې درته راخیستې:
۱ـ “یو نیم او دوه کاله کېږي، چې زه د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم، دا زما او ټولو هېوادوالو لپاه د افتخار ځای دی، زما هڅه دا ده چې پر همدې ځای پاتې شم او دا مقام وساتم.”
۲ـ “هر لوبغاړی تل هڅه کوي، چې ښه ولوبېږي چې د لوبغاړو په درجه‌بندیو کې ښه مقامونه او ځایونه ونیسي، زه چې کله لوبیږم د ځان په اړه فکر نه کوم، بلکې یوازې مې هدف دا وي، چې لوبه وګټم.”
۳ـ “زه له هېڅ توپ‌وهونکي نه وېرېږم، چې زما پر توپ اچونه دې کوم منفي اغېز ولري، زه یوازې د لوبغالي او پيچ په فکرونو کې ډوبېږم، چې د توپ‌وهني لپاره جوړ وي او که د توپ اچوني لپاره.”
۴ـ “د قرنطین په دې شپو او ورځو کې تمرین کوم، ځان ته مې ځانګړې د تمرین خونه برابره کړې، چې پکې فزیکي تمرینونه کوم او د هغه ترڅنګ په کور کې د توپ اچونې او توپوهنې لپاره میدان هم لرم، چې په دواړو برخو کې تمرینونه کوم، د تمرین ترڅنګ اشپزي کوم او اشپزي زده کوم، له ماشومانو سره ګیمونه هم کوم.”
۵ـ “دا سمه خبره نه ده، چې زه دې په ملي لوبډله کي یو شان، خو په تجارتي لوبو کې بل شان ولوبېږم، تاسې وګورئ ما په ۴۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې اخیستې، چې دا یو ستر ریکارډ دی او د هغه ترڅنګ د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌بندي کې لومړی مقام لرم، نو زه خپله د خپلو ټولو لوبو څخه راضي یم، هڅه کوم هره لوبه کي ښه ولوبېږم، خو ځینې لوبې د یوه لوبغاړي لپاره ښې وي او ځینې بیا بدې.”
۶ـ “تر اوسه مې کوژده نه ده کړې او اوس ورته پلان نه لرم، ۵ او یا هم ۶ کاله وروسته به یې په اړه بیا فکر وکړم او له کورنۍ سره به په مشوره کوژده وکړم.”
۷ـ “د نغمې سندرې مې خوښې دي، د هغې سندرې خورا مشهوره دي او ښه اواز لري، زما ټوله کورنۍ د نغمې سندري خوښوي او په زړه‌پورې سندري وايي.”
۸ـ “که زه د کرکټ لوبغاړی نه وای، نو ډاکټر به وای، ځکه ما له درسونو سره ډېره علاقه درلوده، د کورنۍ غوښتنه مې هم همدا وه، چې زه دې درسونه ووایم او  ډاکټر شم، نو کله چې مې کرکټ پيل کړ، ټول درسونه راڅخه پاتې شول، په لومړیو وختونو کې کورنۍ تل راسره جنجال کاوه، چې درسونه دې ولې پر کرکټ پرېښودل، خدای خبر چې له تا څخه به څه شی جوړ شي، خو وروسته چې په ملي لوبډله کې راڅرګند شوم د کورنۍ هغه خبرې مې ورکې شوې.”
۹ـ “کرونا ویروس چي راغلی حالات او وختونه یې مشکل کړي، کرونا ویروس باید جدي ونیسو، د داکټرانو سپارښتنې ومنو، په کور کې پاتې شو، لاسونه ومینځو او ګڼې ګوڼې ته ولاړ نشو.”

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د حزب التحرير پر غړو بندیز ولګيد

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

ژباړه او زیاتونه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې ... نور ولولئ