
د ایران ولسمشر “حسن روحاني” وايي هغه د بایډن په پرتله د ډونلډ ټرمپ په تګ یا ناکامۍ ډېر خوښ دی.
د ایران کابینې ته په وینا کې، ولسمشر حسن روحاني د متحده ایالاتو ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” یو ترهګر وباله او ویې ویل،چې هغه د امریکا غیرقانوني ولسمشر په تللو خوښ دی.
حسن روحاني ویلي:
خوښ دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ واک پریږدي. ډونلډ ټرمپ د امریکا تر ټولو غیرقانوني ولسمشر او ترهګر و.
حسن روحاني ویلي، که څه هم هغه د نوي ولسمشر “جو بایډن” په راتګ دومره خوښ نه دی، خو د ټرمپ په تګ خورا خوښ دی.
د متحده ایالاتو د ټاکنو کمیسیون په رسمي ډول د نومبر په ۳مه د ولسمشرۍ ټاکنو کې د بایډن بریا اعلان کړه.