د ننګرهار پوهنې ریاست عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: شپنه سلګۍ

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.
چارواکو ویلي چې د تیر کال په پرتله دا ځل په عوایدو کې ۱۰۲ سلنه زیاتولی شوی دی.
دا خبرې د ننګرهار ولایت مستوفي د سرپرست والي تمیم عارف په مشري د عایداتي کمیټې نوبت ناسته کې کړي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ ښاغلي مومند د ټولو عایدلرونکو ادارو مسؤلینو ته په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د عوایدو د ډیریدو په موخه دې خپلو ادارو کې د عوایدو قانوني مدرکونه فعال او برجسته کړي او د قوانینو په سمه توګه تطبیق  دې یقیني او جدي کړي.
په دغه ناسته کې د ننګرهار مستوفي نوید بشریار په ننګرهار ولایت کې د بیلابیلو ادارو د ۱۳۹۹ مالي کال د تېرو شپږو میاشتو(دوو ربعو) د عوایدو راپور د ناستې برخوالو ته وړاندې کړ.
مستوفي وویل:

«د مالیې وزارت د راپور پر بنسټ په تېرو دوه ربعو کې د ننګرهار پوهنې ریاست د مالیې وزارت له لورې د ورکړل شوي هدف څخه ۱۰۲ سلنه ډیر عواید راټول او د دولت په خزانه کې یې تحویل کړي دي چې په دې توګه تر نورو ریاستونو وړاندې دی.»

نوموړ زیاته کړې، د ننګرهار پوهنې ریاست ته د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره ۸ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، چې د پوهنې ریاست پدې وتوانید چې د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټاکلي هدف ۱۰۲ سلنه ډیر عواید چې (۸۶۵۹۹۲۰) افغانۍ کیږي راټول او د دولت په خزانه کې تحویل کړي.

د پوهنې د رییس غوښتنه

د پوهنې ریس ښاغلي حسیب الله شینواري وویل، ددې سربېره چې د کرونا ویروس له امله د وضع شوي کرنتین په موده کې ښوونیز بهیر ولاړ او عامه رخصت دی، خو پوهنې ریاست بیا هم پدې وتوانید چې له ورکړل شوي هدف څخه پورته عواید تر لاسه کړي
نوموړي غوښتنه وکړه چې د عوایدو د تحویلۍ کړنلاره باید ساده او اسانه شي، ترڅو خلک او ادارې په اسانۍ سره خپل عواید د دولت خزانې ته وسپاری.

د مسوولینو ستاینه

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند او د ولایت مستوفي نوید بشریار په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنې ریاست ستاینه وکړه، او ویې ویل چې د عوایدو له ډیروالي څرګندیږي چې په یاد ریاست کې د قانون تطبیق په سمه توګه شوي او د فساد او عوایدو د تېښتې مخه نیول شوې.
د رسنیو دفتر زیاته کړې ده؛ ددې ولایت د پوهنې ریاست هر کال له شهادتنامو، کانکور فورمو، د خصوصي ښوونځیو، د استهلاک شوو توکو د لیلام، ددې ریاست اړوند دوکانونو له کرایو او نورو قانوني مدارکو له لارې میلیونونه افغانۍ عواید د دولت خزانه کې تحویلوي.