په یوورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې منډې جوړي کړي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل، هغه لوبغاړی دی، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې دي.

محمدنبي په ۱۲۷ یو ورځنیو لوبو کې ۲۸۱۷ منډې جوړې کړې او په دې فارمټ کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.

 

په یو ورځنیو لوبو کې لس مخکښ منډه جوړونکي افغان لوبغاړي

 

۱ـ محمدنبي: په ۱۲۷ یوورځنیو لوبو کې یې ۲۸۱۷ منډې جوړې کړې دي.

۲ـ محمدشهزاد: په ۸۴ یوورځنیو لوبو کې یې ۲۷۲۷ منډې جوړې کړې دي.

۳ـ رحمت‌شاه: په ۷۶ یوورځنیو لوبو کې ۲۴۶۷ منډې جوړې کړې دي.

۴ـ اصغر افغان: په ۱۱۴ یوورځنیو لوبو کې یې ۲۴۲۴ منډې جوړې کړې دي.

۵ـ سمیع‌الله شینواري: په ۸۴ یوورځنیو لوبو کې یې ۱۸۱۱ منډې جوړې کړې دي.

۶ـ نجیب‌الله ځدران: په ۷۰ یوورځنیو لوبو کې یې ۱۶۱۵ منډې جوړې کړې دي.

۷ـ نورعلي‌ځدران: په ۵۱ یوورځنیو لوبو کې یې ۱۲۱۶ منډې جوړې کړې دي.

۸ـ هشمت‌الله شهیدي: په ۴۱ یوورځنیو لوبو کې یې ۱۱۵۴ منډې جوړې کړې دي.

۹ـ نوروز منګل: په ۴۹ یوورځنیو لوبو کې یې ۱۱۳۹ منډې جوړې کړې دي.

۱۰ـ ګلبدین نایب: په ۶۸ یوورځنیو لوبو کې یې ۱۰۷۹ منډې جوړې کړې دي.