کابل کې د سنوکر لوبې ترسره شوې

پنځه ورځې وړاندې په مرکز کابل کې د ۵۶ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر رمضان جام سیالۍ پيل سوي وې، چې تېره شپه د صالح محمد محمدي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

ددې سیالیو په پایلوبه کې د صالح محمد محمدي سره رئیس خان سنزی ولوبېد، چي په پایله کې یې ښاغلی محمدي بریالی سو او رئیس خان سنزي ته یې ماته ورکړه.

په دې سره کابل کې د رمضام جام په دې سیالیو کې صالح محمد محمدي لومړی، رئیس خان سنزي دویم، نادر روحاني درېیم، او مُرید سنزي بیا څلورم مقام ترلاسه کړ.

په وروستیو کې مقام ګټونکو لوبغاړو ته د نورو جایزو ترڅنګ نغدي جایزې هم ورکړل شوې.

 

صالح محمد محمدي

 

صالح محمد محمدي د هیواد د سنوکر ملې لوبډلې یو نامتو لوبغاړی دی، چې په هیواد دننه هر وخت د ښې لوبې له امله لومړي مقامونه ترلاسه کوي.

هغه د هیواد په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې هم لوبېدلی، چې هلته یې هم غوره مقامونه ګټلي دي.