جان سینا د کوم نړیوال کرکیټر خاص مینوال دی؟

د امریکا د فلمونو اداکار او د رسلینګ لوبې د وخت تکړه او نامتو لوبغاړي تازه پر خپل رسمي انسټاګرام د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه توپوهونکي ویراټ کوهلي انځور خپر کړی، چې له دې څرګندیږي، هغه د ویراټ کوهلي خاص مینوال دی.

جان سینا د یاد انځور سره هیڅ نه دي لیکلي، چي مینوال یې څه نا څه په فکر کي اچولي دي، چي ددې انځور څخه یې موخه څه ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې جان سینا پر خپل انسټاګرام د ویراټ کوهلي انځور خپروي، هغه په ۲۰۱۹م کال کې د سریلانکا پر وړاندې له لوبې وروسته هم د ویراټ کوهلي انځور بې له کومې لیکنې خپور کړی و.

جان سینا، چې ۱۵،۲ میلیونه پالورزه لري، د ویراټ کوهلي دا انځور یې ۵ لکه، ۵۷ زره او ۴۰۵ کسانو لایک کړی.

 

 

دا په داسي حال کې ده، چې جان سینا تېر کال د ریسلینګ په یوه لوبه کې تر ماتې خوړولو وروسته بیا لوبو ته نه دی راستون شوی، خو اوس یې د بیا راتګ لپاره راپورونه ورکول کیږي.

د راپورونو له مخې جان سینا له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، غواړي یوځلې بیا د رسلینګ نړۍ ته راستون شي.

 

وروستي مطالب