- ژباړه: نسیمه محمدي
تازه د وینې یوې معاینې له پنځوس ډوله زیات سرطانونه له ښکارېدو وړاندې په بریالیوب سره تشخیص کړي.
د «آنالز آو انکولوژۍ» معتبرې نشريې په یوه بې ساري راپور کې ویلي، چې د ۱۲۰۰ کسانو د وینې پایلې له ۹۹٪ زیات د باور وړ او دقیق وو.
دا لومړی ځل دی چې د وینې معاینه د دومره زیات شمېر سرطانونو لکه د سږو، کولمو، تخمدانونو او لوزالمعدې سرطان د ۹۳٪ دقت سره تشخیصوي او څرګندوي چې سرطاني حجرې له کوم ډول نسج څخه منشأ اخیستې.
پوهان هیله من دي دا ازمایښت د سرطاني غُدو او چټک پېژندلو، خصوصاً هغه سرطانونه چې پېژندل یې ډېر سخت دي او د پېژندلو لپاره یې کوم تست نه ترسره کېږي، مرستندویه اوسي. سره له دې اوس مهال ټوله کې د پرمختللو سرطانونو په برخه کې بریالۍ چاره ده.
د هاردوارود پوهنتون د سرطان دانا فاربر انستیتوت څخه، پروفیسور جف آکسنارد وایي: “کتل کېږي چې د وینې دا آزمونايښت د سرطانونو د تست د ټولګې په توګه، د ټولو لپاره د لاسرسي وړ ده.”
«ټول پوښتي چې داسې ازموینې به کله د عوامو د لاسرسي وړ وي. د زرګونو کلینیکي ارزونو وروسته، دا تست په محدود ډول په کلینیکي معایناتو کې کارول شوی دی، خو وړاندې له دې چې دا ازمايښت د معمولي درملنې او تست په لېست کې شامل کړو، باید د روانو څېړنو پایله په نظر کې ونیسو تر څو یې بشپړه اغېزمنتیا درک کړو.»
«له شک پرته دا چاره د پرمختګ په حال کې ده، چې موږ هیله من کوي تر څو د وینې د معاینې له لارې د سرطان پېژندل په حقیقیت بدل شي.»
د دې معایناتو بیه چې (ګِریل) د (آمریکا روغتیايي موسسه چې موخه یې د سرطانونو ژر پېژندنه ده) مؤسسې له لوري پرې کېږي، د DNA پرته حجرو په لټه دي، چې د سرطاني غُدو څخه د وینې جریان ته مخه کوي. څرنګه چې دا سرایت کېدای شي د نورو حجرو له لوري هم تر سره شي، د وینې دا نوې معاینه د سلول پرته DNA کیمیاوي بدلونونه چې په (متیلاسیون) موسوم دي، پیدا کړي. دا هغه کړنه ده چې د جِن جوړښت کنټرولوي، مګر د دې کړنې نا عادي رفتار د سرطاني حجرو د ودې سره مرسته کوي.
د وینې دا ازمايښت د مصنوعي هوښ په مرسته جوړ شوی، چې په لړ کې یې د زرګونو ناروغانو د وینې متیلاسیون یوه ماشیني الګوریتم ته ورکړي.
وروسته د دانا فاربر هاردوارد، فرانسیس کرېک او د لنډن د یونیورسیتي څېړونکو له هغه الکرېتم وغوښتل تشخیص کړي، چې کوم ډول متیلاسیون د کوم سرطان سره اړه لري. په پای کې د ۱۲۶۴ ناروغانو د وینې سمپل، چې ۶۵۴ تنه یې په سرطان اخته وو، معاینه شول.
هر څو دې معاینې ۹۹،۳٪ د ناروغ سرطان تشخیص کړ، خو بیا هم شاید په دې کچه په یو شخص کې د سرطان په پېژندلو بریالی نه وي.
په ټوله کې دا معاینه پنځوس ډوله سرطانونه تر ۱۸٪ په لومړیو پړاوونو کې په نښه کوي. دا معاینه د سرطان د تشخیص په دویم، درېیم او څلورم پړاو کې، په ترتیب سره ۴۳، ۸۱ او ۹۳ سلنې پورې بریالۍ وه.
خو د تشخیص بریالیتوب د سرطان په ډول او نوع پورې تړاو لري. دا معاینه معمولا د هغو سرطانونو پېژندل، چې سخت او ستونزمن دي، هم آسانوي. مثلاً ۶۳٪ په لومړۍ او ۱۰۰٪ په څلورمه مرحله کې د لوزالمعدې سرطان په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
ډاکټر ډېوېډ کرازبي، د برېټانیا د سرطاني ناروغیو د څېړلو له مؤسسې څخه وايي: “په لومړیو پړاوونو کې د سرطان پېژندل چې لږه ګواښونکي وي او ډېر د درملنې وړ دی، د ناروغانو د ژوند ژغورنې لپاره د لید وړ بالقوه وړتیا ده. موږ داسې نوې ټکنالوژۍ ته چې دا بالقوې چاره په حقیقت بدله کړي، سخت اړ یو.”
هر څو دا آزمایښت لومړي پړاوونه طۍ کوي، مګر لومړۍ پایلې هیله بښونکي دي. که چېرې دا معاینه په داسې ډول جوړه شي، چې وکولای شي سرطان د ودې په لومړیو پړاوونو کې وپېژني، کولای شي د ناروغۍ د ژر پېژندنې وسیله شي.
خو لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده، چې ثابته کړي دا معاینه په لومړیو پړاوونو کې د سرطان د تشخیص وړتیا لري او موږ باید ووینو، دا آزمايښت د سرطان د تشخیص په واقعي شرایطو کې څه ډول عمل کوي.
سرچینه: انډېپېنډېنټ