پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

د لمر وړانګې او په انساني ژوند يې اغېز

لیکنه: شپنه سلګۍ

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ

دویمه برخه

دغه کروموزومونه په يوه ژونکه کې ۲۳ جوړې وي او قطر يې ۱۰ مايکرو متر دی چې د دغه کروموزوم ميخانيکت په ۱۹۵۳ کې وپيژندل شو.

آیونایزکونکې وړانګې څنګه ډي ان اې زیانمنولای شي؟

که چیرې آیونایزکونکې وړانګې یو الکترون له ډي ان اې او یا هم د هغې له ګاونډ مالیکول څخه وباسي، نو دې ته د وړانګو مستقیم عمل وايي.

دا عمل ډېر چټک او د یوې ثانیې په ملیاردمه برخه وخت کې ترسره کېږي.

خو که چیرې وړانګې یو الکترون وباسي او بیا دا الکترون په بدن کې د شته اوبو مالیکولونو څخه آزاد راډیکالونه جوړ کړي، نو راډیکالونه د بېرته اوبو جوړونې په هدف له نورو مالیکولونو سره چټک تعامل کوي چې دلته بیا په پایله کې ډي ان اې آیونایز کوي د وړانګو دې ډول عمل ته نامستقیم عمل وايي چې دا ډول آیونایزیشن د اکس ری اخیستلو په وخت په بدن کې رامنځته کېدای شي.

دا عمل تر هغه بل ډېر چټک نه وي او د یوې ثانیې په لس زرمه برخه وخت کې ترسره کېږي.

نیوترونونه چې آیونایز کونکې وړانګې نه بلل کېږي له دې میخانیکیت څخه به پشپړ توپیر کار کوي.

نیوترونونه له الکتروني کړیو څخه تېرېږي او هستې ته ځان رسوي چې په پایله کې هسته راډیواکټیف کوي چې د غټو چارچ لرونکو بڅرکو لکه الفا، بیتا او داسې نورو د وتلو لامل ګرځي چې بیا دغه بڅرکي په خپله ستر آیونایزیشنونه رامنځته کوي.

آیونایز کونکې وړانګې په ژوندیو ژونکو څنګه اغېزه کوي؟

هر ډول آیونایزیشن ډېر چټک مانا تر یوې ثانیې په زرګونه ځله لږ وخت کې رامنځته کېږي، خو د هغو بیولوژيکي اغیزې بیا په څنډ سره رامنځته کېږي.

که چیرې له وړانګو څخه رامنځته شوی زیان د ژونکې د مرګ لامل شي، نو بیولوژیکي اغیزې په څو ساعتونو یا ورځو کې لیدل کېدای شي.

وړانګې په دوه ډوله ژونکې وژلی شي.

لومړی دا چې د داخلي آیونایزیشن له امله ژونکه نور له کار لوېږي، چې تر ۱۰۰ ګرې پورې وړانګې دا کار کولای شي او دويم دا چې ژونکه بیا تولید نه شي کولای، خو خپل کار سرته رسولای شي چې تر ۲ ګرې پورې وړانګې دا کار کولا شي.

دا چې د دې دواړو مرګونو میخانیکیت د ژونکې په منځ کې څه ډول دی؟ تر اوسه پورې په بشپړه توګه نه دی تشریح شوی، خو هغه ژونکې چې په پرله‌پسې ډول نوي کېدلو ته اړتیا لري، لکه د وینې ژونکې د دایمي مرګ او له منځه‌تللو ګواښ یې ډېر دی.

که چېرې د وړانګو دوز تر ۲ ګرې لږ هم وي بیا هم ژونکې په کافي اندازه زیانمنې کولای شي.

په ټولیزه توګه ویلای شو چې وړانګې اوږدمهاله او لنډمهاله اغېزې لري.

وړانګې په اوږده ‌مهال کې څه اغېزې لرلی شي؟

که وړانګې په کافي اندازه کمزورې وي او ونه شي کولای چې ژونکې مړې کړي، نو لږه تر لږه دا ځواک لري چې د ډي ان اې کوډونه زیانمن کړي چې په پایله کې بیا ډي ان اې هغه خپله دنده په غلطه توګه ترسره کوي چې دا اغېزه بیا کروموزوم زیانمنوي چې د جنیټیک بدلون لامل او په پایله کې یا سرطان رامنځته کوي او یا هم د زیږون په وخت کې ماشوم ناقص زېږي.

وړانګې څنګه سرطان رامنځته کوي؟

وړانګې هغه مهال سرطان رامنځته کوي چې ژونکې مړې نه کړي، خو د ډي ان اې په کوډ کي یې بدلون رامنځ ته کړي چې دا د ژونکې د کنټرول له لاسه ورکولو لامل ګرځي او په پایله کې ژونکه ټوټه کېږي.

دا اغیزه کېدای شي د ډېرو کلونو لپاره احساس هم نه شي.

له وړانګو څخه رامنځ ته شوی سرطان د نورو عواملو څخه رامنځ ته شوي سرطان څخه توپیر نه لري، ځکه خو د وړانګو سرطان دقیقه احصایه نه ده مالومه.

آیونایزکونکې وړانګې څنګه جنیټیک بدلون رامنځته کوي؟

وړانګې کولای شي چې په هره ژونکه کې ډي ان اې زیانمنه کړي.

کله چې وړانګې د انسان سپرم او یا هم اووم ته ورسېږي، نو په دوی کې د دبدلون لامل ګرځی چې دا بدلون نورو نسلونو ته د لېږد وړتیا لري او کولای شي چې یو نه یو نسل متناقص کړي. د وړانګو جنیټیکی اغیزې کېدای شي څو نسله وروسته تر ظاهرې شي، له وړانګو څخه رامنځ ته شوي سرطان ته ورته د وړانګو جینیټیکي بدلون هم د نورو جینیټیکی بدلونو سره نه شي بېلېدای، نو ځکه دا ډېره سخته خبره ده چې مونږ د یوه جینیټیکي بدلون لامل په نیغه توګه وړانګې وګڼو.

تر اوسه پورې ۱۳۰۰ داسې ناروغۍ پېژندل شوې دي چې له جنټیکي بدلون څخه را منځته کېږي.

ځینې جنیټیکی بدلونونه ګټور هم دي چې د تکامل لامل ګرځي. له وړانګو څخه رامنځته شوي جینیټیکی بدلونونه د نورو طبیعي جینیټیکي بدلونونو په پرتله دوه برابره دي.

په پایله کې ویلای شو چې ۱۰۰ ریمه وړانګې کولای شي د جینیټیکی بدلونونو کچه دوه برابره کړي.

له وړانګو څخه د ځان‌ساتنې لپاره درې ډېر آسانه اصول موجود دي:

۱ – وخت: هڅه دې وشي چې د وړانګو له چینې سره ډېر کم وخت تېر کړای شي؛

۲ – واټن: له وړانګو څخه د ځان‌ساتنې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د وړانګو له چینې څخه واټن وساتو.

۳ – پوښښ: د وړانګو له چینو سره د کار پروخت د وړانګو له ډول سره سم مناسب پوښښ کارول د وړانګو خطرونه ډېر کمولای شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ