د ژوند څخه موخه څه ده؟ دلته یې پوهاند په اړه غږیدلي نوومبر 25, 2020 صدیقه پوپلزۍ، کابل اقلیمي بدلون, بریا او پرمختګ, پوهه او معلومات, ټولنیز ژوند, ژوند بڼه څرگندونې بندې دي ژباړه: صديقه پوپلزۍ داسې ډېر خلک شته، چې له ځانه پوښتي، د ژوند کولو څخه زموږ موخه څه ده، ولې ژوند کوو، د څه لپاره کوو، دڅه لپاره زده کړه کوو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې کېدای شي د هر انسان په ذهن کې وي. دالایي لاما وایي؛ خوشحاله اوسېدل د ژوند ریښتينې موخه ده. یانې کله چې موږ خوشحاله يو، خپله اصلي موخه پیدا کولای شو. کله چې د نورو په خوشحالۍ، خوښ شو، نو دا موږ ته ځواک او ذهن ته مو ارامتيا رابښي او ناارامي زموږ څخه لري کیږي، چې په وسیله کولای شو چې ټول خنډونه له خپل ژوند څخه لرې کړو. استیو پاولینا وایي؛ د ژوند څخه موخه د تجربې لاسته راوړنه او کشف ده. کریستي ماری شلدون وایي؛ د هغه څه په وسیله چې کولای شئ د ژوند موخه ترلاسه کړئ، هغه مینه ده چې کولای شي ستاسې روح ته ارامتیا ور وبښي. پارکر هسر وایي؛ د ژوند موخه دا ده چې موږ لومړى خپله ټولنه او ځان وپېژنو او هغه څه چې مو زده کړي، ورباندې پوه شو. یانې که موږ وغواړو د خپل ژوند په موخه پوه شو، باید هر ځای ته چکر لاړ شو، خپلې وړتیاوې وڅېړو، د هر ډول خلکو سره اشنایي پیدا کړو، د خپلې خوښې شیان پیدا کړو، دا چې څه مو خوښ دي، کوم ځای ته تګ مو خوښ دی او داسې کارونه باید ترسره کړو، چې په ژوند کې کوم د خوشحالۍ سبب کیږي. بری دونپورت بیا وایي؛ د ژوند څخه موخه په اوسمهال کې د مینې سره ژوند کول او مهربانه اوسېدل دي. یانې تل د نورو سره مرسته وکړئ، د نورو په مرسته تاسې هم خوشحالي ترلاسه کولای شئ. جاستن ماسک وایي؛ د ژوند څخه موخه د وړتیاوو او زده کړې ترلاسه کول دي. د خپل ځان څخه ساتنه په حقیقت کې د نړۍ څخه ساتنه ده. جاشوا بیکر وایي؛ د ژوند څخه موخه نورو ته خدمت کول دي. یانې تل نورو ته خدمت وکړو او خوښي یې لاسته راوړو. برندان بیکر وایي؛ د ژوند څخه موخه متفاوته او مثبت اوسېدل دي.
پوهه او معلومات موږ څومره نېستمن یو دسمبر 19, 2021 نون . محمدي پوهه او معلومات, ادبیات, ځوانان او زده کړې څرگندونې بندې دي یوه ورځ یوه شتمن سړي خپل کوچنی زوی کلي ته یوړ، چې ورته وښيي هغه خلک چې هلته ژوند کوي، څومره نېستمن دي. هغوی دواړه، د یوه کلیوال په زوړ کور کې مېلمانه ول. د […]
پوهه او معلومات تور بخت! اگست 12, 2021 زمزمه غزل ، کابل پوهه او معلومات, ژوند بڼه څرگندونې بندې دي زموږ هېواد له مودو د جنګ قرباني دی، دبارودو په سرو لمبو کې سوځېدلی دى او لا هم دوام لري. د دې بدمرغې جګړې قربانيان اکثر ځوانان دي چې ناوې ګانې یې بې سر […]
پوهه او معلومات د خپل ځان رییس یاست که د کار اسیر؟ مارچ 10, 2020 عطا محمد میاخېل پوهه او معلومات, بریا او پرمختګ, خوندیتوب, ځوانان او زده کړې, ژوند بڼه څرگندونې بندې دي ژباړه: عطا محمد میاخېل اصولاً د میاشتنیو پورونو د ورکړې، له مالي پلوه د کورنۍ ملاتړ او د ژوندکولو لپاره د یوه چت د لرلو لپاره، باید هره ورځ سهار له خوبه را ویښ شئ، […]