Advertisements
بریا او پرمختګ پوهنه خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د خپل ځان رییس یاست که د کار اسیر؟

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

اصولاً د میاشتنیو پورونو د ورکړې، له مالي پلوه د کورنۍ ملاتړ او د ژوندکولو لپاره د یوه چت د لرلو لپاره، باید هره ورځ سهار له خوبه را ویښ شئ، یو ګیلاس چای وڅښئ او د ژوند د لګښتونو د چمتو کولو لپاره خپل کار ځای ته لاړ شئ، مګر دا چې یو شتمن کس واوسئ.

خو یو کار رامنځته کوونکی دا ډول ژوند نه کوي، یو کار را منځته کوونکی په دې موخه کار کوي، چې خپلې لېوالتیاوې وڅاري او په هغې ځانګړې آیډیا سره، چې په ژوند کې یې لري، له هېڅ څخه هر څه جوړوي. له بده مرغه کله وخت افراد په خپل کار ځای کې دومره وخت تېروي، چې خپلو دوستانو ته یې د کم پامۍ سبب ګرځي او ډېر کم ساعتونه له هغو سره تېروي، په دې شېبه کې افراد باید له ځانه دا پوښتنه وکړي، چې د خپل ځان رییسان دي او که د کار اسیران؟

د دې دوو عبارتونو ترمنځ ډېر زیات توپیر شته، دا لیکنه په ښه غوره او دقت سره ولولئ.

د خپل کار و بار رییس واوسئ

هغه کار رامنځته کوونکی، چې اړ وي هره ورځ کار ځای ته لاړ شي او که نه نو کار یې له ستونزو سره مخ کېږي، کار را منځته کوونکی نه، بلکې کارمند ګڼل کېږي. یو بریالی کار رامنځته کوونکی، یوه ښه او په کارپوه ډله په کار ګماري، چې حتا د ده له حضور پرته هم کارونه په سمه توګه سمبال او پرمخ یوسي.

Andy Baily خپله د کار رامنځته کولو تجربه داسې بیانوي: “کله مې چې خپل کار و بار پیل کړ (د ۱۸ کالو په اوږد کې) مې داسې تصور کاوه، چې نور کارمند نه یم او اوس کولای شم، چې د خپل ځان رییس واوسم، زه واقعاً د شرکت رییس وم، یو لوړ رتبه زما چلند او کړنې نه څارلې او که مې غوښتي وای، نو کولای مې شول، چې له یو جین پتلون او ټي شرټ سره کار ځای ته لاړ شم. هر څه ښه و، خو ۹ کاله وروسته مې دا ومونده، چې زما د کار ډول د نورو کار و باریانو په څېر نه دی، ځکه چې لا هم د یوه کارمند په څېر کار ځای ته حاضرېدم، دغه راز اروایي فشار مې درلوده او تر هغه وخته مې وضعیت او حالت ښه نه و، چې ټاکلي کاري ساعتونه مې درلودل، په همدې دلیل مې بدلونونه رامنځته کړل او د دې سبب شو، چې تر ۹ راتلونکو کلونو پورې مې کار و بار په پښو ودرېږي او له مخکې څخه یې زیاته پراختیا پیدا کړه.

هغه بدلونونه، چې Baily په خپل کار و بار کې رامنځته کړ، په ۵ کټګوریو باندې وېشل کېږي.

۱ ـــ پروګرام جوړونه

باید په سټراټیژیکه توګه پرمخ لاړ شئ، په ښه توګه پروګرام جوړ کړئ او هرومرو له هغه څخه ګټه واخلئ، له هغې وروسته خپلې موخې په ورځو، اوونیو او میاشتو باندې ووېشئ. هرومره هغه مقام، چې اوس پکې یاست او هغه تمې، چې په راتلونکې کې یې له خپل کار و بار څخه لرئ او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره، چې کومو تګلارو ته اړتیا لرئ، په ښه غوره او دقت سره مشخې کړئ.

۲ ـــ تر ټولو غوره کسان په کار وګمارئ

که داسې تصور کوئ، چې له مل او ملګري پرته کولای شئ، دا پېچلې لاره ووهئ، نو تېروتنه کوئ. په کارپوه او مسلکي کسان وګمارئ، که زده‌کړو ته یې اړتیا درلوده، نو زمینه یې ورته برابره کړئ.

۳ ـــ مسلکي کسان په خپل حال پرېږدئ

کار را منځته کوونکي، خپله د کار خاوندان دي، د هغوی په اړه ډېر زیات حساسیت نه لري. مسلکي ډله مو له بریده زیاته مه څارئ. وران بافت یوه مشهوره جمله لري: “غوره شخص په کار وګماره او لږ مدیریت وکړه.

که لومړی او دویم ګام مو په سمه توګه پورته کړی وي، نو مسلکي ډله په واک کې لرئ. غوره ده چې اجازه ورکړئ خپل کار ترسره کړي.

۴ ـــ کار ته له خپل حضور سره تړاو مه ورکوئ

داسې سیستم جوړ کړئ چې ستاسو له حضور پرته هم اداره شي، که تاسو هغه شخص یاست، چې ټول معلومات په خپل لاس کې لري، نو کارمندان به د ډېرې ساده موضوع لپاره هم تاسو ته راځي او ستاسو وخت به ونیسي. خپله پوهه هغوی ته هم ور ولېږدوئ، چې په خپله وکولای شي د حل لاره پیدا کړي، له هغې وروسته د حل لاره ولیکئ، چې د اړتیا په صورت کې، نور کارمندان هم ترې ګټه واخلي.

۵ ـــ خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندئ

په خپل کار کې له کارمندانو او مشتریانو سره انصاف ولرئ، باید د کارمندانو او مشتریانو لپاره بېلګه واوسئ. په وخت سره کار ځای ته لاړ شئ، چې هغوی هم ستاسو قوانینو ته درنښت وکړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: