د ولسمشریزو ټاکنو یو مطرح نوماند محمد حنیف اتمر، چې د سولې او اعتدال په نوم یې یو نسبتاً قوي ټاکنیز ټکټ جوړ کړی و، له ټاکنیزو کمپاینونو په شا شوی.
د دغه کار دلایل ګڼ ښودل شوي.
څوک وایي اتمر له غني سره یو لاس کیږي، څوک یې لامل د ده د ټیم داخلي ټکرونه او پاشلتیا ښيي، خو ځینې نور باور لري چې اتمر د سولې له تړونه ډاډه دی او نه غواړي پرکمپاین او ټاکنو خپل امکانات او وخت مصرف کړي.
دلته به د دې ټولو وړاندوینو په اړه ترلاسه شوي معلومات شریک او لوستونکو ته د یوې نتیجې د ورکړې هڅه وکړو.
ریښتیا ټیم پاشل شوی؟
له کمپایني هڅو د حنیف اتمر تر لاس په سر کیدو مخکې اوازه شوه، چې د اتمر او ټیم ترمنځ یې د راتلونکي واک او حکومتي جوړښت په اړه د نظر اختلاف اوج ته رسیدلی.
اتمر په لومړنیو مرکو کې ژمنه کړې وه، چې واک ته له رسیدو سره به د اجرایه صدراعظمۍ بست رامنځته او خپل اجرایه صلاحیتونه به دغه صدراعظم ته ورکړي.
ویل کیږي، چې د صدراعظمۍ هوکړه هغه له عطامحمد نور سره کړې وه، خو اوس تر کمپاین پيلیدو مخکې نور ټینګار درلود، چې په کمپایني پوسټرونو کې باید دی د اجرایه صدراعظم په توګه تبلیغ شي.
د دې موضوع پر سر اتمر او د ټیم پښتنو مشرانو یې نور سره اختلاف درلود او دا کار یې په پښتنو کې د خپلو رایو د خرابیدو دلیل باله.
ویل شوي، چې په دې کار کې له عطامحمد نور سره د اتمر د ټیم لومړی مرستیال یونس قانوني هم کلک ملګری و.
د عطا د دې غوښتنې په مخالفت کې له اتمر سره د هغه د کمپاین عمومي مشر جیلاني پوپل او د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال کلک ولاړ ول.
دې ناندرۍ ته په کتو سره د اتمر د کمپاین د په ټپه دریدو یو لوی دلیل د ده د ټیم داخلي ناندرۍ او مخالفتونه ول.
غني ته تېریږي؟
یو بل تحلیل چې زیات وړاندې کیږي، دا دی چې اتمر د غني ظاهري مخالف، خو باطني کلک ملګری او متحد و/ دی.
د دغه نظر وړاندې کوونکي وایي، چې اتمر د جلا ټاکنیز ټکټ له جوړولو سره د غني مخالفین سره وپاشل او خپله به بیرته د ټاکنو له نیږدې کیدو سره د غني په ګټه له خپلې نوماندۍ واوړي.
خو اتمر له شمشاد تلویزون سره په وروستۍ مرکه کې ویلي وو: له ډاکټر صیب غني پرته مې هرنوماند سره د یو کیدو او ګډ کار احتمال شته!
د اتمر یوه منصرف شوي نوماند سید محمد علي جاوید، چې د حزب حرکت مردم افغانستان(ازاد) مشر دی، پرخپلې فیسوک پاڼې لیکلي، چې اتمر له غني سره نه یو کیږي او دی له دې اړخه ډاډه دی.
علي جاوید ټینګار کړی، چې د اتمر د ټیم پاشل کیدو یو لوی دلیل خپلو سیاسي متحدینو ته د ژمنه شویو امتیازاتو نه ورکول او د دوی د اعتبار زیانمنول دي.
د سولې کیسه
بل تحلیل دا دی، چې اتمر بهرنیانو او طالبانو سره د نیږدې اړیکو له وجې پوه شوی، چې امریکایان او طالبان زر سولې ته رسیږي او ټاکنې ځنډیږي.
د دغه تحلیل له مخې، اتمر نه دي غوښتي چې خپل وخت، امکانات او انرژي پر ټاکنو او کمپاینونو یې ولګوي.
د دغه نظر مدعیان باور لري، چې اتمر د ولسمشرۍ پرځای د موقت حکومت د مشرۍ په تکل کې دی او هڅه کوي څو په دې برخه کې ځانته لابي ګري وکړي.
دا چې اصله موضوع به څه وي، اتمر مات او له میدانه په شا شو، ملګرو یې ځانته پرېښود که ریښتیا د سولې په روانو هڅو کې خپله ګټه ویني، زر به معلومه شي!