د حکيم درې څاڅکي، زهر که شفاء؟

رنګین تجريدي ډیزاین

له کومي ورځ چي مي د حکیم الکوزي په وړاندي سور کارټ پورته کړی، ډیرو همدا یوه پوښتنه کول، چي د حکیم درمل سلګونو – نه زرګونو کسانو ته کټه کړې نتیجه یې معلومه ده ته یې ولي مخالفت کوې؟
دلته به کوشش وکړم، چي دې پوښتني ته د ځواب ویلو هڅه وکړم.
زه پوهیږم، چي افغانان غریبان دي، بې چاره دي، د ښه دولت له نعمته بې برخي دي، کرنتین لا پسي و ځپل او کرونا یې هم په سینې او غاړه منګولي ور ښخي کړې.
متل دی چي اوبو اخستی ځګ ته لاس اچوي، موږ هغه پر بستر پروت بابا، له سختي ساتنګۍ ځوریدونکي مور او د هغوی پایوازان نه ملامتوو چي د حکیم د کلینک دروازې ته په ډلو ډلو ولاړ دي.
تر ټولو وړاندي د ملامتیا ګوته زموږ دولت ته نیول کیږي، ورپسې حکیم الکوزي ته او بیا زموږ با سواده او پوهه اشخاصو په ځانګړي ډول هغه ډاکټرانو ته چي د حکیم الکوزي د درملو ملاتړ یې کاوه.
د طب علم او د حکیم درمل:
زه ډاکټر نه یم او نه هم په دې مسلک کي معلومات لرم، مګر څه چي مي د ازاد لوست له لاري زده کړي او یا مي د ډاکټرانو له خولې اوریدلي دا دي چي د انسان وجود ته یوازي وایرس نه ننوځي هلته باکټریا (مکروب) پرازیټ او پنګس هم ورانی کولای سي او د هر یوه لپاره مشخص درمل او واکسینونه موجود دي، خو تر ډیره پوري د وایروسي ناروغیو لپاره درمل ګټور نه وي واکسین یې ښه پایله ورکړې ده.
د دوی په خبره وایروس ته ځکه مشخص درمل نه جوړیږي، چي هغه په هر او یا څو انسانانو کي خپل شکل ته تغیر ورکوي چي هغه پخواني درمل ورباندي اثر نه کوي لکه میزل، روبیلا، روزیولا، سمال پاکس، چیکانګو وایرس.
په دې حساب موږ ویلای سو، چي د وایرس لپاره تر درملو د واکسین لاره یوه اسانه او لنډه لاره، مګر واکسین څه شی دی؟
د روغتیا پالانو په قول واکسین کوم درمل نه دی هغه همدا وایرس دی چي د انسان وجود ته لیږل کیږي، مګر په مړژواندي حالت کي. ښه نو ګټه یې څه ده؟
کټه یې دا ده چي دی قوي نه دی چي د انسان وجود او روغتیا زیانمنه کړي، مګر په مقابل کي د انسان د وجود دفاعي سیسټم ورته را فعاله کیږي او هغه له منځه وړي، د وجود معافیت ددې وایروس په وړاندي قوت مومي، بیا چي کله هم یاد وایروس په اصلي شکل د انسان وجود ته داخل سي انټي باډي ( د وجود دفاعي سیسټم ) هغه باندي حمله کوي او له منځه یې وړي.
د کرونا لپاره پر شاوخوا ۷۰ واکسینونو کار روان دی، تر ټولو مخکښ یې د لندن د اکسپورډ د طبي څانګي واکسین دی چي تر نورو یې پړاوونه لږ وړاندي طی کیږي.
یو ځای مي و لوستل چي د بیزوګانو د زکام وایرس یې را واخیست هغه یې کمزوری کړ چي انسان وجود ته تاوان ونه کړي، بیا یې د هغه پر سر د کورنا وایرس د تاج زخي ورکښېښودی، په دې مانا چي انټي باډي به د تاج لرونکي وایرس په وړاندي قوي سي، خو هغه به اصل کي کرونا نه وي، بیا که اصل کرونا وایرس هم وجود ته داخل سي انټي باډي به د هغه په وړاندي مقاومت پیدا کړی وي.
دې واکسین لومړی کلینکي پروسه تیره کړه، بیا یې پر حیواناتو ازمایل پیل سوه هغه پروسه هم په بریالیتوب سره طی سوه، بیا د لږو انسانانو د ازمایلو نوبت را رسیږي تر هغه وروسته به لږ ډیر او بیا به پر زرګونو کسانو ازمایل کیږي تر څو و کتل سي چي واکسین په هیڅ برخه کي د هر عمر لرونکو لپآره زیانمن نه دی، نه لنډ مهاله او نه هم اوږد مهاله جانبي عوارض لري، دا به هم معلومه سي، چي څومه اندازه څومره وخت، څو ځله انسان ته ورکړل سي، تر دې ټولو پړاونو وروسته به نو پر انسانانو عملاً تطبیقیږي.
د حکیم الکوزي جوړ کړي شي ته موږ کوم نوم ورکړو؟ درمل که واکسین؟
که درمل وي، نو مخکي مو وویل چي د هیڅ وایرس لپاره مشخص درمل نسته، بیا د نوي کرونا لپاره څنګه را پیدا سوه؟
او که واکسین وي، نو واکسین خو روغو انسانانو ته تر ناروغۍ وړاندي ورکول کیږي، د حکیم صاحب څکک خو خلک له بستره را ولاړ کړه.
اکثرو کسانو په هم هغه لومړۍ ورځ ادعا وکړه چي دا تاریاک او مورفین دي هیڅ د کرونا درمل نه دي. اوس دا دی د وزارت له لابراتوار څخه همدا نتیجه را ووتل چي دا څکک تر ۸۰ سلنه نشي، اراموونکي او مخدره توکي دي، چي یوازي په عاجله توګه درد اراموي، سینه خلاصوي نور د کرونا په له منځه وړلو کي د یوه نخود په اندازه ګټور نه دي.
ځیني خلک بیا دا تور پوري کوي، چي واکسین یا درمل چي (د دوی په خبره ) کفارو جوړ کړي، هغه درمل درته ښکاري، که یې یو افغان جوړ کړي هغه نه منو.
هر شی یو معیار لري، که حکیم الکوزي سمه پروسه طی کړې وای او رښتیا یې د معیار پر اساس کار کړی وای او دا خبره یې په ثبوت هم رسولې وای، نو بیا خو یې ملاتړ فرض وو.
هره دعوه، د هر چا له خولې د اعتبار وړ نه وي، چي ته یې زر ځله و منې خلک (نړیوال) یې نه درسره مني.
نړیوالو چي درملو جوړلو ته دومره پېچلي او سختي پروسې معیار ټاکلی هغوی دا کار د بیکارۍ له کبله نه دی کړی، بلکه له دې اندازه لګولای سو، چي دا کار همدومره سخت او پېچلی دی.
اوس نو خلک وايي: چي زه یې ښه کړم، زما دردونه ختم سوه، نور یې زه څه کوم زما لپاره یې همدا ټکی مهم دی.
دلته یوازي ستا د وجود دردونه ندي مطرح دلته ډېر نور دردونه دي چي باید حساب ورته وسي او ورته و کتل سي، لږ وروسته به ورباندي بحث وکړم.
حکیم او قانون:
حکیم صاحب الکوزي ته د یو حکیم او پوه کس په توګه ځکه د ملامتیا ګوته نیول کیږي، چي هر څنګه وي، ته په یو هیواد کي ژوند کوي، د یو قانون او دولت پابند یې، ولي دي پر خپل سر خلکو ده خپل څکک ور شروع کړه؟
باور وکړئ که یو کس په ایران یا بل کوم هیواد کي داسي کار کړی وای، په هغه لومړۍ ورځ به په زندان کي ناست وای.
اوس به خلک وايي: چي په هیواد کي یوناني طبیبان ټول پرخپل سر درمل خرڅوي هغه هم غیر قانوني کار کوي؟
دولت باید د هر چا لپاره د معیار په مټ د جواز لاره جوړه کړي، د دولت په احاطه کي خپل سري باسکل سازي لا مجوز نه ده، چیري د روغتیا سره تړلي مسایل.
مګر هغوی په عام ډول د یوناني طب پر اساس پخوانۍ جوړي سوي نسخې تعقیبوي، مګر د وبا په حالت کي چي د انسانانو د ژوند او مرګ خبره ده داسي یوه دعوه کول چي ما کشف کړی دی او بیا یې خلکو ته پر خپل سر توضیع کول، ښکاره جرم دی.
ستا کشف لپاره دا کفایت نه کوي، چي ته یې و منې او یا یې ستا په شاوخوا کي خلک درسره و منی، چي دولت یې قبول نه کړي ستا کشف او اختراع نه ملي ارزښت پیدا کوي او نه نړیوال.
اوس به نو بیا خلک وايي: چي دولت فاسد دی دا دی او ها دی، هر شی چي دی دولت بیا هم دولت دی. ته نسې کولای فاسد دولت کي ځآن ته په کور کي تذکره جوړه کړې، که یې جوړه کړې اعتبار نه لري او جرم هم دی، نو ته مجبوره یې له دې فاسد دولت څخه تذکره واخلي.
حیکم باید لومړی د وزرات سره په تماس کي سوی وای، چي زه غواړم داسي یوه دعوه وکړم، تاسو زما سره همکاري وکړي.
دا چي حکیم صاحب د وزارت لخوا د کار د پیل د اجازې تر لاسه کولو لپآره د پارلمان د وکیلانو او ان کرزۍ فشار واردولای سي هغه مهال به یې وارد کړی وای، چي دده جوړ کړي څککو په اړه دولت ناغیړي کولای او زرات ورته ستونزي جوړولای.
راسی و ګورو و جزا کود ۸۸۶ماده څه وايي: هغه شخص چي تقلیب یا نا معیاري درمل تولید، تورید، و پیري، و پولري، عرضه، تقاضا ، انتقال، یا یې و ساتي د درملو په مصادرې او محوي سربیره تر دریو کلونو پوري په متوسط حبس محکومیږي.
و ګورئ حکیم الکوزي د قانون پر غاړه پښه ایښي، ایا موږ او تاسو ددې قانون شکنۍ ملاتړ نه کوو، بیا نو ولي په هیواد کي د فساد چغي وهو، همدا هم ښکاره فساد نه دی؟
او بیا موږ مظاهرې کوو، چي د حکیم الکوزي ته دي درملو د ویش اجازه ورکړل سي، ایا سره له دې چي موږ پر وزارت تور پوري کوو، چي قانون ماتوي، موږ بیرته له همدې وزارته د قانون ماتولو غوښتونکي نه یو؟
دا ومنی چي زموږ دولت یو ښه دولت نه دی، مګر دا هم راسره و منئ چي موږ د ملت په توګه ښه ملت هم نه یو.
ددې پر ځای چي پر دولت فشار راوړو چي قانون پلي کړي برعکس ډول ډول تورونه ورباندي لګوو، د غیر قانوني کارونو غوښتنه ورڅخه کوو او ان کله کله خو ددې دولت د نړولو توصیه هم کوو.
دولت سمول تر نړولو اسانه دی، مګر کله مو هم فکر کړی، چي نوی دولت جوړول به پرتا څه خوري و ایشوي؟
امام غزالي وايي: چي تر دې چي هیڅ دولت نه وي، دا ډېره غوره ده چي یو فاسد دولت موجود وي.
د دولت ناغیړي:
عامي روغتیا وزارت د کرونا وبا په برخه کي بیخي د خلکو باور صفر ته را کښته کړ، د حکیم الکوزي په اړه چي د دوی خبره اعتبار نه لري د دې مسول خپله وزارت دی، چي ځآن یې خلکو ته دومره فاسد، سپک او بې کفایته معرفي کړي دی.
پکار دا وه، چي وزات په هغه لومړۍ ورځ د حکیم الکوزي پوښتنه کړی وای، تر دې چي د خلکو لیکي ورته جوړي سي، باید د هغه جوړ کړي درمل یې کتلي وای، که سم وای اجازه یې ورکړې وای او کنه وای باید دا کس یې زندان ته اچولی وای، چي بل چا دا جرات نه وای کړی.
د دوی تر ږره لاندي بې جوازه کلینک کي یو حکیم خلکو ته نا معلوم مواد ویشي وزارت هغه وخت اقدام کوي، چي په ټولنیزو رسنیو کي خلکو قیامت جوړ کړ او له وزارته یې په تکرار ډول غوښتنه کول، چي د حکیم څکک و ګوري.
وزارت تر هغه لا مرداره کړه، چي یو ځل یې وویل: د حکیم درمل طبي معیار نه لري او بیا یې اجازه هم پسي ورکړه. په دوهمه ورځ بیا وايي چي دا ټول نشه را وړونکي توکي دي باید استعمال نه سي.
وزارت له دې شرمه یوسپېڅلي او قاطع دریځ ژغورلای سو.
زموږ پوه، روشن فکره او پوهنتوني کسان د حکیم الکوزي پر قدم:
په دوو ورځو کي بده ورځ جوړه سوه، ماسټرانو، ډاکترانو د پوهنتون استادانو د حکیم الکوزي اړوند ملاتړ کي افراط وکړ، د پارلمان وکیلان، غټ غټ چارواکي ټول د حکیم دربار ته ور روان دي. یوه ونه ویل چي دلته د قانون په نوم هم یو شي سته، دلته یو اداره او اصول سته.
د پارلمان وکیل چي له وزارته د حکیم د کار لپاره له جواز پرته اجازه غوښتلای سي، دا نسي کولای چي د هغه درمل په عادلانه ډول په وزارت تجزیه کړي او رښتنی راپور له ملت سره شریک کړي.
حکیم الکوزی خو نه یخی وو چي ویلی سوی وای، نه د قدر شپه وه چي تیر سوی وای، باید لږ مو سړه خوړلې وای، الکوزی صاحب که نه پوهیدا تاسو به پوه کړی وای، چي سړیه کار دي د ستایلو دی مګر طریقه دی غلطه ده، راځه چي موږ همکاري دسره وکړو.
دا ناروغۍ موږ ته په ميراث را پاته ده، چي هره مسله کي ډېر سطحي فکر کوو، بیخي تر پښو لاندي مځکه ګورو، بیخي بې حوصلې او بشپړ افراطي خلک یو.
په دې ورځو کي په ټول افغانستان کي یو ښه سړی موجود وو هغه وو حکیم الکوزی، نور هر چا چي هر څه ویل هغه درواغ وه، عقده وه، فریب او د پردیو ګټو پالل وه.
له یوه مخي د کندهاریتوب او او الکوزي توب تورونه سره پوري سوه، سمت پرستۍ ته لاره هواره سوه او ښه په درز د درک خاوندان هم پکي و لوبېده.
باوري یم که نن د رایو لپاره صندوق کښېښودل سي، په ټولو سیاسیونو کي به د افغانستان ولسمشر محمد حکیم الکوزی وي.
اندیښنې:
زه له هغه اولي ورځي ځیني اندیښنې لرم، خدای دي وکړي چي غلطي ثابتي سي.
حکیم الکوزي په پراخه کچه سیاسي، دولتي او ولسي ملاتړ تر لاسه کړ، اوس به وزارت خامخا هغه ته د درملو د ویش اجازه ورکوي او دا خبره خو له وړاندي سوې، چي دوی به په ټولو ولایاتو کي خپلي څانګي پرانیزي.
او تر څانګو را منځته کیدو وړاندی هغه دی په ځینو ښارونو کي ځینو کسانو روحیه واخستل او د کرونا د درملو په نوم یې نور شیان را و ایستل چي خدای خبر څه شی وي، داسي به نو هر څوک هر شی جوړوی او موږ به یې له بدي ورځي خورو.
موږ به لکه د لابراتوار حیوانات هره دوا را باندي ازمایل کیږي.
ژر به و وینو چي د حکیم څکک به ټولو ولایاتو ته ورسیږي، هر درملتون کي به موندل کیږي، هره ریړۍ د کلي دکان او تړه به ورڅخه ډکه وي.
هغه شناخته تاریاک چي خلکو یې د یو سیر په جرم د پلچرخي دېوالونه متر کړه اوس به اباحت لري او په ازادانه ډول به هر کور کي او د هر چا په جیب کي موندل کیږي.
د هر درد لپاره به کاریږي، د هري پریشانۍ علاج به وي، تنکۍ ځوانان به ورته مخه کړي په مېلو او بانډارو کي به تور څکک چایو کي څښل کیږي او تر نیمو شپو به خندا او بانډارونه وي.
ځوان نسل به معتادان سي، له کاره به ولویږي او د ټولني د اوږو بار به سي.
که یې پولیس له چا سره پیدا کړي، هم به اجازه ورکوي، ځکه دا خو درمل دي، تاریاک نه دي.
که موږ او کرونا سره پاته سو، نو په سلو کي دوه تنه د زاړه عمر لرونکي او یا ناروغ به رانه واخلي، مګر که د حکیم څکک ته کش سوو، ځوانان به ټول راڅخه واخلي.
اوس ووایاست، ایا د کرونا د یو څو لحظو د درد زغمل ښه دی او که دومره لوی ټولنیز جانبي عوارض قبلول؟
دا چي دا درمل په طبي لحاظ وجود ته کوم سایډ افکټ لري هغه به ډاکټران ووایي، مګر زما لپاره یې دا ټولنیز اړخ ډیر مهم دی او زه دا خوب وینم الله دي وکړي چي رښتیا نسي.
پوښتني:
په پای کي یو څو پوښتني لرم، چي زما لپآره لا حله پاته دی، که یې څوک منطقي را ځواب کړي،
۱- حکیم الکوزي ولي په دغه وخت کي خپل څکک اعلان کړه، ځکه دی وايي چي دا ما مخکي د نورو درملو لپاره جوړول؟ په دې وخت کي تازه نیښونه و هل سوي دي او تاریاک په ټول کال کي پر دې وخت ارزانه وي، همدا مسله ده که بل دلیل سته؟
۲- حکیم الکوزی وايي: چي زه له چا پیسې نه اخلم او دا هر څه د خدای لپاره کوم، ښه نو بیا دي ولي ځان په تکلیف کړی، ولي زرګونه کسان ستا د دروازې مخکي ته په لمر وهې، ولي یې نه ورښيي، چي هر څوک یې په خپل کور کي جوړ کړي؟
که رښتیا د انسانانو ژوند او روغتیا درته مهمه وي.
۳- حکیم صاحب په کندهار کي ځای لاره، دلته خلکو پیژندی او کرونا ناروغان هم په پېخر وه، نو بیا ولي کابل ته ولاړی؟
۴- فرض کړه چي دا کوکنار نه دی، هر شي چي وي دومره کسانو ته ورکول دا ډېر مقدار کیږي، دا له کومه کیږي، مالي ملاتړ یې څوک کوي؟
۵- سره له دې چي دی هم پوهیږي، چي دا د کورنا نه د درد اراموونکي درمل دي، ولي یې عامه دومره لویه دعوه وکړه؟
لیکنه به په یو طنزه پوښتنه را بشپړه کړم
۶- حکیم صاحب وايي: چي الله تعالی زمام، محرقې او ملاریا ته امر وکړ، چي سره یو ځای سئ او دې مخلوق ته یو کش ورکړئ، اوس پوښتنه داده، چي الله غواړي مخلوق ته کش ورکړي ته یې ولي ددې کش مخه نیسي ایا ته د الله په مقابل نه یې ولاړ او که تاته پټ الهام وسو، چي نور یې کرار کړه؟
د لیکني لوستلو او وخت را کولو مو مننه