ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې

سیمانټکس او پرګماټکس

17351097 - open a blank white notebook, pen and cup of coffee on the desk
  • لیکنه: ملیحه ناصري

سیمانټکس او پرګماټکس د ژبپوهنې دوې اړینې څانګې دي. دا دواړه څانګې په ژبه کې ماناوې تر څېړنې لاندې نیسي. کله چې ژبپوه غواړي سیمانټکس وڅېړي، تر څنګ یې د پرګماټکس څېړلو ته هم اړ وي. یانې دا دواړه څانګې خپلو منځونو کې نه شلېدونکې اړیکې لري. سیمانټکس له لفظونو سره سروکار لري، خو پرګماټکس د یوې ژبې د وییونو او ګرامري جوړښتونو لفظي او نالفظي ماناوې، د حالتونو او موقعیتونو په نظر کې نیولو سره له لفظ پرته مانا رانغاړي. په هره ژبه کې جملې د سیمانټیکي مانا تر څنګ، پرګماټیکي مانا هم لري. مثلاً کله چې موږ یوه خبره کوو زموږ حالت ته په پاملرنې سره د آرې او لفظي مانا تر څنګ زموږ په ویل شوې غونډله یا جمله کې، زموږ اصلي مطلب یا موخه هم نغښتې وي. دا چې جمله په کوم حالت، کوم موقعیت ویل شوې او موخه ترې څه وه، یانې له لومړۍ مانا سربېره یاده ویل شوې جمله ثانوي یا دویمیزه مانا هم ورکوي چې هغه د متکلم مطلب دی او مجازي مانا ګڼل کېږي.

سیمانټکس په ژبه کې د کلیمو، جملو او عبارتونو ماناوې په خپلواکه او مستقله توګه تر مطالعې لاندې نیسي، خو پرګماټکس بیا خپلواک نه دی او اړ وي چې د ویونکي (متکلم) او اورېدونکي (مخاطب)  د حالت او موقعیت د څرنګوالي په پام کې نیولو سره مانا وڅېړي او موخې څرګنده شي.

سیمانټکس د جملې لفظي حالت بیانوي، د متکلم یا مخاطب حالت یا موقعیت په نظر کې نه نیسي. مثلاً

  • هله، هاغه وینې؟

سیمانټکس د پورتنۍ غونډلې په لفظي جوړښت او ګرامري پروسه پسې ګرځي. یانې محدوده لفظي مانا یې ښکاروي، خو په همدغې جمله کې پرګماټکس ګورو، دلته د ویونکي حالت او موقعیت، د مخاطب حالت او موقعیت هم په نظر کې نیول کېږي. په سیمانټکس کې یې مانا تر دې رامحدوده شوې چې ایا سترګې دې لید لري که نه، خو پرګماټکس وایي چې دلته موخه په حیرانتیا سره یو چا یا یو شي د مخاطب پام وراړول او د یوې هیښنده پېښې ورښکارول دي.

  • هاغه کتاب راکولی شئ؟

سیمانټکس د دې جملې لفظي مانا ګوري، یانې مخاطب د کتاب راپورته کولو یا ورکولو توان لري که نه. پرګماټکس بیا دلته د مخاطب او متکلم ترمنځ اړیکه یا شته حالت او موقعیت په پام کې نیسي. یانې ویونکی له اورېدونکي هیله کوي چې کتاب ورکړيم، دا د دوی دواړو ترمنځ اړیکه هم ښیي چې د دوی اړیکې د صمیمیت تر حده نه دي. د وضاحت په موخه د ښاغلي ارغند د ماناپوهنې له کتاب یوه بېلګه راواخلو.

په ژبپوهنه کې پرګماټکس (ولې) ته ځواب وایي، د خبرو اترو په جریان کې موږ کله مجهولې او کله مالومې جملې کاروو، همدارنګه موږ ځینې خاص اصطلاحات او کلیمې کاروو، دا چې پرګماټکس همدې (ولې)  ته ځواب لټوي او بل د متکلم او مخاطب اړیکې په پام کې نیسو، د بېلګې په ډول لاندې جملې ګورو:

  • سلام فقیر محمده!

  • سلام فقیره!

  • سلام فقیرو!

  • سلام فقیرکه!

پورتنۍ هره جمله موږ ته د ویونکي او اورېدونکي پخواني ارتباطات راښیي او پرګماټکس هم د همدغو انتخابونو مطالعه ده چې اورېدونکی ولې دغه جمله نسبت هغې بلې ته زیاته کاروي.

یو زموږ ګړنۍ ژبه ده او بله مو لیکنۍ. په لیکنۍ کې سړی اړ وي چې ځینې جملې یا عبارتونه واضح کړي او خپله موخه سمه لوستونکو ته ورسوي چې دا د ناژبنیو توکو یا پارالنګویسټیکو عناصرو په مرسته کوي، خو زیاتره وختونه دا ناژبني عناصر (لیکنښې, خج…) هم نه شي کولی چې د لیکوال اصلي مطلب جوت کړي. او په ګړنۍ یا شفاهي ژبه کې بیا وضاحت ته اړتیا نه وي. د ویلو یا وینګ ډول څخه د ویونکي مطلب راڅرکندېږي. یانې مالومېږي چې ویونکی په کوم حالت (غوسه، خوشحاله، خپه… ) کې دی. نو په لیکنۍ ژبه کې د پرکماټکس څېړلو لپاره د حالت مالومول اړین دي چې هغه وخت اسانه کېږي چې مخکني اړیکې او ارتباطات یې مالوم او حالت یې لږ روښانه وي. په ګړنۍ کې چې څنګه جمله وویل شي له لفظي یا سیمانټیکي مانا پرته یې مجازي یا پرکماټیکي مانا هم ژر څرګندېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ