افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر تر لمانځه وروسته په ارګ کې د سولې د روانو هڅو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نوې خبرې لرلې.
یاران یې د خبرو مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره د ځینو اړینو تبصرو او معلوماتو په ملتیا شریکوي.
ملي او هراړخیزه سوله غواړو!
ولسمشر غني د سولې په اړه ملت ته ډاډ ورکړ، چې نیږدې ده او خامخا به راځي، خو ځينې نوې خبرې یې په اړه لرلې.
هغه په کنایوي ډول د سولې روانو هڅو ته د بهرنیو پریکړو نوم ورکړ او وویل: پر افغانانو هیڅوک خپله اراده نه شي تپلی.
غني وویل: موږ ملي سوله غواړو، نه قومي، سمتي او حزبي سوله، داسې سوله غواړو، چې ټول ملت او قشرونه پکې ځان وویني.
د سولې د بې ساري کار ادعا
ولسمشر غني په دغه وینا کې ادعا وکړه، چې تر ده او حکومت یې چا سولې ته زیات کار نه دی کړی.
دا خبره یې ښایي هغو نیوکو ته ځواب و، چې مخالفین یې دی د سولې مانع او خنډ ګڼي.
خو ولسمشر غني وایي: په شپږو پړاوونو کې مو سولې ته اساسي کارونه وکړل او دا ناممکنه موضوع مو په یوه امکان بدله کړه.
ښاغلی غني د ملي یووالي حکومت جوړول د سولې لپاره خپل لومړنی اساسي ګام ګڼي او وایي د تاریخي تجربو له مخې یې دا حکومت د وینه توییدو د مخنیوي لپاره جوړ کړ او ویې ښوده، چې د قدرت لپاره وینه نه تویوي.
هغه د دغه حکومت په اړه مني، چې چارې یې ټکنۍ وې، خو وایي نور قضاوت به تاریخ کوي، خو ده د بحران د مخنیوي لپاره دغه حکومت جوړ کړ.
اشرف غني د حزب اسلامي په یادولو سره وایي، چې حکمتیار ۴۰ کاله له یوه حکومت سره سوله نه وه کړې، خو ده ورسره سوله ممکنه کړه او نن هغه د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند دی.
دی خپل درېیم ګام دا ښيي، چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې پر جګړې له تمرکز څخه پر سولې تمرکز ته قانع کړی.
د سولې په اړه د کابل کنفرانس جوړول ولسمشر غني د سولې لپاره خپل څلورم لوی ګام یادوي او وایي په دغه کنفرانس کې یې طالبانو سره بې قیدو شرطه مذاکراتو ته چمتووالی اعلان کړ.
د ده په خبره مخکیني ولسمشر حامد کرزي طالبانو سره مذاکراتو ته ۱۱ شرطونه لرل، خو ده د مذاکرې شرایط ایسته او یوازې د سولې لپاره شرایط ساتلي.
غني وایي: له طالبانو سره په لومړي ځل اوربند ده ممکن کړ، چې دغه اوربند هم له جګړې د طالب جنګیالیو ستړیا او هم د دوی پر وړاندې د ملت او حکومت اخلاص او باعزته چلند ثابت کړ.
د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول او پکې ملت نه د سولې لپاره د نقشې غوښتل ولسمشر غني خپله شپږمه او ترټولو مهمه چاره ګڼي، چې په خبره یې دی اوس د هماغې نقشې د تطبیق لپاره لاس په کار دی.
سوله، ټاکنې او جمهوریت
ولسمشر غني وایي سوله به خامخا کیږي، خو دا کار به د اسلامي جمهوري نظام له خوندیتوب سره تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وروسته وشي.
د ده په وینا اسلامي جمهوري نظام ټولې نړۍ منلی او افغانانو ته هم د منلو وړ او لومړیتوب لرونکی نظام دی.
هغه پرټاکنو خورا زیات ټینګار کوي او وایي دا هم ملي او اسلامي دود او هم حیاتي ضرورت دی.
د ده په خبره د ټاکنو له ترسره کیدو سره اساسي قانون تطبیقوي او که اساسي قانون له پامه وغورځول شي، هیڅوک په افغانستان کې هیڅ نه دی.
هغه د سولې لپاره هم د اساسي قانون ټاکلې قاعدې ضرور ګڼي او وایي: مخکې ان مکه معظمه کې د سولې معاهده شوې، خو نتیجه یې خرابه ځکه وه، چې د قانون مطابق معاهده نه وه شوې.
ولسمشر غني پرته له دې، چې خپل اوسنی حکومت یاد کړي، وایي: ضعیفه او هغه حکومت، چې اخر وخت یې وي، نه سوله کولای شي او نه د سولې په اړه پریکړه.
دی ټینګار لري، چې سوله قاطعیت او قوي صلاحیت غواړي، چې د ترسره کولو لپاره یې باید راتلونکي ولسمشر ته ملت قاطع واک ورکړي،څو سختې پریکړې وکړي.
د ناقانونه واکمنۍ رد
سره له دې، چې د ولسمشر غني منتقدین د جوزا له لومړۍ وروسته د هغه د کار دوام د قانون خلاف ګڼي، خو ولسمشر غني په دغه تازه وینا کې وایي، چې دی یوه دقیقه هم په ناقانونه ډول واک نه غواړي.
هغه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر له یادولو سره وویل: هلته ځینو معظمو شخصیتونو راته د امریکا د وزیر خارجه مخکې وویل، چې د ده واک دې پينځه، لس یا هرڅومره کاله چې غواړي د ټاکنو له ځنډولو سره د سولې لپاره اوږد شي، خو ماوویل: یوه دقیقه هم بې له ټاکنو خپل واک نه غځوم.
غني د دغو شخصیتونو نومونه وانخیستل، خو ویل کیږي چې دا وړاندیز مخکیني ولسمشر حامد کرزي کړی و.
اشرف غني وایي: هلته مې وویل: زه سیاسي قشر ته نه؛ بلکې ملت ته مسولیت لرم، انتخابات ضرور دي، دا د ملت اراده ښيي.
افغان ولسمشر دغه راز وویل، چې ملت ټاکنو ته تیار دی او دوی هم پوره ترتیبات نیولي او ان د ټاکنو ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه یې حکومت ورکړې ده.
ښاغلی غني وایي: منتخب دولت باید ۶ اونۍ وروسته وټاکل شي، ملت چې هرچا ته واک سپاري، ودې سپاري!
نوموړی د قوي، مسول، باظرفیته او ځواب ویونکي دولت پر جوړولو ټینګار کوي.
هغه څه، چې د ځینو په تعبیر دا هرڅه دی د خپل ټاکنیز ټیم په وجود کې ویني او په یو ډول ځانته کمپاین کوي.
د بهرنۍ مداخلې مخالفت
ولسمشر غني په دغه وینا کې تر بل هرځل په روښانه ټکیو وویل، چې ځینې د توطیو د موجودیت او د بهرنیو د مداخلې خبره کوي، خو بهرنیان د افغانستان برخلیک نه شي ټاکلی.
د هغه اشاره ممکن د سولې هغه احتمالي توافق ته وه، چې ویل کیږي د اختر په څلورمه د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو په ناروې یا قطر کې لاسلیکیږي.
غني په دې اړه له مشخصې اشارې پرته توندې او احساساتي خبرې لرلې او ویې ویل: افغانستان موږ ته د چا ډالۍ نه ده، که د بهرنیانو خوښه مهمه وه، اوس به افغانستان بیخي نه و!
ده د مشهور شاعر غني خان د ترانې د دې برخې له یادولو سره(ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما) وویل: زموږ وینه زموږ د نیکونو له وینې بېله نه ده، هماغه وینه زموږ په وجود کې هم بهیږي، هماغسې د خپل هېواد پریکړې خپله کوو!
ولسمشر غني د خپلو خبرو پروخت پر سیاسي قشر غږ وکړ، چې د ملي پریکړو لپاره ملت ته مراجعه وکړي او خپل یووالی وساتي، نه چې د بهرنیانو لمنه ونیسي.