افغانستان انتخابات رسنۍ

زما اوزګارتیا ؛ دوو نوماندانو څه کار راکوه؟ – مصطفی سالک

په ټولنیزو رسنیو کې کله کله د یو شمیر نوماندانو پلویان د یو شمیر نورو نوماندانو منډ پالي په دې تورنوي چې ګواکې د پیسو په مټ یې ددغه رسنیو ګن شمیر کاروونکي په دې ګمارلي چې د خپل نوماند هره چاره تاید او بل نوماند وغندي، زه دا چلند تایدوم لږ تر لږه د دوو نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو دفترونو رارسره اړیکه نیولې چې دواړو خپلې غوښتنې لرلې.

یو نوماند راته وړاندیز وکړ که په ټولنیزو رسنیو کې یې ملاتړ وکړم نو په میاشت کې به ۲۰ زره افغانۍ راکوي، د لږې شیبې لپاره خو مې وویل تا غوندې کس ته چې له ډیرو میاشتو راهیسې اوزګار یې دا هم یو انتخاب کیدی شي د چا ملاتړ خو به کوې دا نوماند خو هسې هم تر نورو لږ ښه بریښي. خو په څو شیبو کې مې خپله پریکړه په زړه، زړه کې بیرته واخيسته ځکه چې دا کمپاین راته پر عدالت ولاړ ښکاره نه شو، د نوماند پلوي ملګري راته یو شرط وړاندې کړ او هغه دا چې ( زموږ د نوماند هر دښمن به دې دښمن وي ) له دې جملې سره مې زړه ته اندیښنې پیدا شوې، ما له ځان سره وویل چې په کمپاین کې دښمني څه مانا دښمني خو دښمني ده چې کول یې هیڅ برید نه لري، د یوه نوماند پلوي به ناروا وايي زه به یې هم وایم؟ یو څوک به کنځل کوي زه به یې هم کوم؟ او ددښمنۍ په تعریف کې خو تاو تریخوالي ته هم ځای شته! دا یې هم راته وویل چې ته به یوازې نه یې ګڼ شمیر ملګري به درسره وي چې ټول د یوه دفتر له خوا کنترولیږي.

دلته مې هغه ستغې سپورې او کنځل سترګو ته ودریدې چې په فیس بوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې مې له پامه تیرې شوې وې.

خبره به څه اوږدوم له ملګري مې مننه وکړه او دداسې ملګرتیا بښنه مې ترې وغوښته.

اوس به درته ددویم نوماند خبره وکړم یوه ملګري د هغه دفتر ته معرفي کړی اوم او ورته یې ویلي وو چې دغه کس اوزګار دی، د نوماند د کمپاین یوه چارواکي راته وویل چې ته خو اوزګار یې یو اسانه کار به درته وسپارو او هره میاشت به ۴۵ زره افغانۍ درکوو.

ما ورته وویل چې کار به مې څه وي؟ ویل یې په رسنیو کې زموږ د نوماند دفاع کوه، چې رسنۍ کله ددفاع لپاره څوک غوښت ورځې به، خیر دی هلته زموږ د نوماند نوم مه اخله چې زه ورته کار کوم خو موږ او تاسو به په خپلو کې پوهیږو، ده هم راته وویل چې ته یوازې نه یې له موږ سره ګڼ نور د پوهنتونونو استادان، روشنفکران او لیکوالان هم شته، دا نوماند بیخي زما خوښ نه و! خو خیټه هم څه غواړي چې خپل تش جیب ته مې وکتل نو ورته مې وویل سمه ده خو زه باید نن شپه پر دې اړه فکر وکړم سبا به د هو یا نه ځواب درکوم، هغه هم راسره ومنله او رخصت یې واخست، خو پیښه دا شوه چې د تیلفون له ایښودو سره دا دنده هم پاتې شوه!

میرمن مې راته وویل د چا تیلیفون و؟ ما ورته ټوله کیسه تیره کړه! راته یې وویل چې دا دنده به نه منې! ځکه چې له دې سره ستا د څه دپاسه ۳۰ کلونو فرهنګي او د ۲۰ کلونو خبریالیزې لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کیږي او ته به نور دومره عمر ولرې چې ملت ته دومره کار وکړې؟ او ایا بیا به ستا کار تاته دا مقام په برخه کړي چې ته یې اوس په خپله ټولنه کې لرې؟ موږ نهر ښه یو خو دا کار مه کوه.

نو له دې دندې هم تیر شوم، او علت یې هم څرګند شو.

له دې تجربې راته څرګنده شوه چې زموږ ګڼ شمیر روشنفکرانو او د قلم رسالت نه دی درک کړی ددې لپاره چې مشروع سیاست دود کړي د ځوان پوړ ذهنونو باندې کار وکړي او جوړ یې کړي اپوټه د څو پیسو لپاره هغه څه کوي او لیکي یې چې خپله به هم پرې باور ونه لري چې دې حالت ته ګورم د ځوانانو راتلونکی ذهني افق راته ډیر تیاره ښکاري. ځکه چې روشنفکران یې د جوړولو پر ځای د ډنګولو لپاره قلم چلوي او خبرې کوي. په سمه مانا موږ په افغانستان کې لږ شمیر روڼ اندي او روشنفکران لرو هغوی چې د ایډیاوو پر اړه فکر کوي او پرته له تعصبه کره فکرونه له کوټه فکرونو بیلوي ډیر یې لکه د ګاډۍ اسونه یوازې هماغه لاره ویني چې نوماندان یې ورښيي.

که دا د ډالرو سیاست روان وي دابه د افغانستان سیاست په ناسمه لار روان کړي او دا چې په خواله رسنیو کې د ډیرو اکاونټو لرونکي نه پیژندل کیږي د استدلال ځای به کنځل ونیسي چې دا چاره وار له مخه پیل شوې.

د کنځلو دودیدل به یو بل زیان ولري او هغه دا چې ګڼ ریښتوني روشنفکران به د خپل د عزت د ژغورولو لپاره غلي پاتې شي، دوی به دا وړتیا لري چې د ولس د ذهنونو روښانولو په موخه د نوماندانو تګلارې و ارزوي او کره، کوټه بیل کړي خو د کنځلو له ژوغورل کیدا په موخه به غلي پاتې کیږي یا به محافظه کاري کوي او خپلې خبرې به دومره ایډیټ کوي چې خپل اصالت به له لاسه ورکوي.

همدا راز دا کنځل یا کنځلو ته ورته خبرې به د روشنفکرانو تر منځ د کینې تخم شیندي او ان سیمیزو قامي او ژبنیو توپیرونو ته به لمن وهي.

په ټوله کې د نوماندانو له خوا لیکوالان کرایه کول د افغانستان سیاست یوه نا طبیعي او دروغجن لوري ته مخ کوي چې ددغه هیواد لوړې ګټې زیانمنوي.

همدا راز په دې کمپاین کې به د هغه چا غږ لوړ وي چې ډیرې پیسې په واک ولري چې دا هم یو نا ولسواک چلند دی.

بله دا چې دغه راز کمپاین سیاسي او ټولنیز اخلاق فاسدوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل