نړۍ کې د غبرګونو ماشومانو شمېر لوړ شوی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه:

د نړيوالو څېړنو پر بنسټ، هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۱.۶میليونه غبرګوني ماشومان زېږېږي.

له ۱۹۸۰ لسیزې را په دېخوا، د غبرګو ماشومانو شمېر ۳برابره لوړ شوی دی او د زېږون په هرو ۱۰۰۰ پېښو کې ۴۲ يې غبرګ زېږېدلي ماشومان دي.

دا په دې معنا ده چې هر کال ۱.۶ میليون غبرګ ماشومان نړۍ ته سترګې غړوي.

د اکسفورډ پوهنتون يو پروفيسور، کریسټین مونډن چې د دغې څېړنې سرڅېړونکی دی وايي:” زموږ لاسته راوړنې ډېرې اړينې دي ځکه چې د غبرګو ماشومانو پیدا کېدل د مور او ماشوم د مړينې له لوړې کچې سره تړاو لري.

د تجزیې او تحلیل د عنوان د يوې برخې په توګه، پوهانو د دې ډول اومېندوارۍ په اړه له ۲۰۱۰کال څخه تر ۲۰۱۵کال پورې د نړۍ پر ۹۹سلنه خلکو څېړنې وکړې چې د ۱۶۵هېوادونو اوسېدونکي وو.

دوی په دغې څېړنې کې په اروپايي هېوادونو، د شمالي امریکې او په اسیايي هېوادونو کې د غبرګو ماشومانو د زېږون لوړ شمېر وموند.

دغه شمېر په اسیا کې ۳۲سلنه او شمالي امريکې کې ۷۱سلنه ډېر شوی دی. خو یواځې په اوو هېوادونو کې ۱۰سلنه ښکته والی راغلی دی.

ډېری زياتوالی د غبرګو ماشومانو په شمیر کې دوه ريښې لرونکو ماشومانو (له دوه تخمو زېږېدلي ماشومانو) ته ور ګرځي، په داسې حال کې چې له يوې تخمې د غبرګو زېږېدلو ماشومانو شمېر په ټوله نړۍ کې عملاً د زېږون په هرو ۱۰۰۰پېښو کې کوم بدلون نه دی موندلی او ثابت پاتې دی.