روژه او صدقه؛ یو هدف یې دا دی چې د بې وسه له حاله خبر شو

لومړی خو د روژې د نېکمرغې میاشتې مبارکي ټولو درنو او مومنو ملګرو ته وایم! روژه له ځان سره د محاسبې، پرهېزګارۍ، ثواب ګټلو، مغفرت، سخاوت او الله ته د نږدې کېدو میاشت ده. د نشه یانو لپاره د نشې پرېښودو طلایي موقع ده، د اروایي ډاډ او قلبي اطمینان د لاسته راوړلو میاشت ده، غوسه مو قابو کړئ، په ځانګړي توګه دغه میاشت کې له کورنۍ، ګاونډیانو، همکارانو او دوستانو سره په نرمي چلند کوئ او د بېوزلو لاسنیوی وکړئ.

روژه د مهربانۍ ، کرم د بې وسه کسانو سره د مرستې او خواخوږۍ میاشت ده ، د روژې د ټولنیزو اهدافو څخه یو هدف دا دی چې سړی د وږېو ، بې کسه او بې وسه کسانو له حاله څخه خبر شی او په هغوی باندې انفاق وکړی.

صدقه او د نورو سره مساعدت او کومک د رمضان المبارک له ځانګړتیاوو څخه ده.
ابن عباس رضی الله عنه وایی : کَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ وَکَانَ أَجْوَدُ مَا یَکُونُ فِی رَمَضَانَ حِینَ یَلْقَاهُ جِبْرِیلُ وَکَانَ یَلْقَاهُ فِی کُلِّ لَیْلَهٍ مِنْ رَمَضَانَ فَیُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ فَلَرَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم أَجْوَدُ بِالْخَیْرِ مِنَ الرِّیحِ الْمُرْسَلَهِ. (بخارى:۶)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو زیات سخی وو او د ده زیات سخاوت نظر بل وخت ته هغه وخت وو چې کله به په رمضان کې جبریل امین ده ته تشریف راوړلو . جبریل علیه السلام به ټول شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم سره قرآن تکرارولو، او آنحضرت صلی الله علیه وسلم په خیر او نیکۍ کې د تیز باد څخه زیاته بیړه کوله.

صدقه ورکول د الله تعالی غضب سړوی:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی :«وصدقه السرِّ تطفئ غضب الربِّ, وصله الرحم تزید فی العمر» ( رواه الطبرانی (۸/۲۶۱).
ژباړه: او په پټه صدقه د رب (جلا جلاله) قهر سړوی او خپلوی پالل عمر زیاتوی.

صدقه ورکول د انسان اصلی مال دی:
جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :«أَیُّکُمْ مَالُ وَارِثِهِ أَحَبُّ إِلَیْهِ مِنْ مَالِهِ»؟ قَالُوا: یَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا مِنَّا أَحَدٌ إِلاَّ مَالُهُ أَحَبُّ إِلَیْهِ، قَالَ: «فَإِنَّ مَالَهُ مَا قَدَّمَ، وَمَالُ وَارِثِهِ مَا أَخَّرَ» (بخارى:۶۴۴۲).
ژباړه : آیا په تاسې کې داسې څوک شته چې د خپل مال څخه د وارث مال زیات دوست وګڼې ؟ صحابه کرامو وویل : مونږ ټول خپل مال زیات خوښوو.

ویې فرمایل: اصلاً د انسان خپل مال هغه مال دی چې د الله په لاره کې یې انفاق کړی وی او هغه څه چې ورڅخه پاتې شی د هغه د وارث مال شمیرل کیږی.

په صدقه ورکولو سره مال زیاتیږی، او په مال باندې آفتونه نه راځي:
جناب نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: «مَا مِنْ یَوْمٍ یُصْبِحُ الْعِبَادُ فِیهِ، إِلاَّ مَلَکَانِ یَنْزِلانِ، فَیَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَیَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِکًا تَلَفًا». (بخارى: ۱۴۴۲)
یعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزیږی . یوه یې وایی : ای الله تعالی ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوی هغې ته بدله ورکړی ، او بله یې وایی : ای الله تعالی ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوی د هغه مال هلاک کړه ، یعنې د هغې مال تلف کړې.

صدقه ورکوونکی به د قیامت په ورځ د الله تعالی د رحمت تر سیورې لاندې وی:
په حدیث شریف راغلی اووه کسان به د قیامت په ورځ د الله تعالی د رحمت تر سیورې لاندې وی د هغه ډلې څخه به یو : « ورجل تصدق بصدقه فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق یمینه» (البخاری) .
ژباړه : او هغه سړی چې داسې پټه صدقه وکړی چې چپ لاس نه وی خبر چې په ښی لاس سره څه شی خرچ او صدقه شوی دی .

وروستي مطالب