د ملګرو ملتونو د استازي احضارول؛ افغانستان کې موازي حکومت په رسمیت نه پيژنو

رنګین تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: غازي عابد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې دملګرو ملتونو استازی احضار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی یې وروسته له هغې احضار کړ چې له پخواني اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست وزیر هارون چخانسوري د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو ته ویلي چې د ټاکنو پروسه پای ته رسیدلې، نو پر همدې اساس د افغانستان د سیاست په اړه دا د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو اصول خلاف عمل دی، چې له حکومته بهر له نورو خلکو سره ناستې او خبرې وشي.
یوناما موازي حکومت نه مني !
په افغانستان کې دملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشر تدامیچي یاماماتو ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې موازي حکومت په رسمیت نه پيژني.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مبارکۍ هغه لیک هم افغان حکومت ته ورکړی چې ښاغلي غني ته یې د دویم ځل مبارکۍ په پار لیږلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي لیک
د ولسمشر غني د بیاانتخابېدو په خاطر د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مبارکۍ په دې پيغام کې یې لیکلي:

«خوشحاله یم چې له افغان ولس او حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د مشارکت او ګډو هڅو په روحیه شته ستونزو او فرصتونو ته د رسېدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار تعهد ډاډ درکوم.»

هغه ویلي؛ ملګري ملتونه چمتو دي د ښځو او ځوانانو معناداره ونډې سره په افغانستان کې د سولې د ټول شموله پروسې ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش

د اسلامي همکاریو د سازمان مبارکي
ارګ ویلي؛ د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال جمهوررئیس غني ته د مبارکې د ژورو مراتبو څرګندولو تر څنګ لیکلي:

«خوشحاله یم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ قوي اړیکې پر ځای او دوام لري. زه بشپړ باور لرم چې د اسلامي امت د هوساینې په خاطر به د دغو اړیکو د پراختیا په برخه کې ستاسې هڅې ممدې واقع شي.»

په پیغام کې زیاته شوې: د اسلامي همکاریو سازمان بشپړ باور لري چې افغانستان به ستاسې تر عاقلانه رهبرۍ لاندې د اسلامي امت دوامدار ملاتړ ولري.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د خپل پیغام په پای کې د افغان ولس د خدمت په خاطر د خدای تعالی په دربار کې جمهوررئیس غني ته د بریالیتوب دعا کړی ده.
اندیښنه او حلیدل یې
په افغانستان غوندې هیواد کې دا یوه اندیښنه وه چې اکثره بهرنۍ کړۍ تر خپله وسه هڅه کوي چې هر فرصت کې خپلې ګټې وپالي او هغه څه وکړي چې د یوه قوي حکومت د جوړیدو د مخنیوي باعث کیږي.
بې له شکه چې په افغانستان ددوو کسانو لوړه خپله د بهرنیانو د ګټو لپاره دروازه پرانیستې، خو یو څه چې اندیښنه وه چې ګواکې د عبدالله له لوړې سره به ځیني بهرني لوري د هغه اړخ ته ودریږي او مراسمو کې به یې ګډون وکړ، خو هغسې ونه شول.
نو دا ددې څرګندونه کوي چې نړۍ اوس افغانستان سره دولت پر دولت اړیکې پالي.
د ملګرو ملتونو د استازي احضار هم په خپل وخت کې ښه ګام دی، څو ټولو هغو لورو ته چې له حکومت بهر معترضو څیرو او خلکو سره د دولتي پروتوکول له مخې ګوري، څرګنده شي چې دا کار د افغانستان حکومت ته د منلو نه دی او ان مخه یې نیولی شي او تر دې چې نامطلوب یې اعلانولی شي.
ځکه په نړیوالو اصولو کې دولتونه حق لري چې د یوه هیواد استازي یا سفیران نامطلوب اعلان کړي، دا هغه مهال کولی شي چې د هغه هیواد کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي یا داسې حرکات وکړي چې د اصولو او قوانینو خلاف وي. نو د افغانستان حکومت هم همداسې حق لري.
په هر حال؛ اوس بیا هم ضرور ده چې د ټولو بهرنیو ګواښونو ته په پام سره ټول لوري، ان ګټونکی ټیم هم چې اوس یې لوړه کړې او په رسمیت پيژندل شوی، له انعطاف کار واخلي او داسې یوې لارې ته ورسیږي چې بین الافغاني خبرو
په شمول ټولو هغو کارونو ته وزګار شي چې افغانستان اوس ورسره مخ دی. ځکه که داخلي کشمکشونه روان وي، دا حتماً د افغانستان پر لومړیتوبونو بد اغیز کولی شي.