ټاکل شوې وه، چې د میزان د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷ مه اعلان شي.
خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسون یوه کمیشنر مولانا عبدالله ویلي، چې دوی په دغه وخت کې د پایلو اعلان ته چمتو نه دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون مشرې مېرمن هوا علم نورستانۍ بیا ژمنه کړې، چې کمیسون به په همدې وخت کې د پایلو د اعلان هڅې وکړي.
ولې د پایلو ځنډ؟
ظاهراً داسې ښودل کیږي، چې د نا بایومیتریکو رایو د منلو او نه منلو په سر ناندرۍ یا د ټاکنو کمیسون تخنیکي ستونزې د پایلو د اعلان ځنډیدو سبب شوي.
خو خبره تر دې ژوره او جدي ښکاري.
د دې خبرې د ژوروالي او ستونزې د جدیت لوی عامل دا ګڼل کیږي، چې سیاسي کړۍ او ان بهرنیان د ټاکنو د پایلو په ځنډولو سره غواړي ټاکنې بحران ته بوځي او خپلې نوې اجنډاوې د دغه ملي ـ ولسواک بهیر ځای ناستي کړي.
اجنډا څه ده؟
د ټاکنو له را نیږدې کیدو سره هم مهاله امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې.
امریکا په دغو خبرو کې یو شمېر افغان سیاستوال هم خپل ملګري کړل او هڅه یې دا وه، چې طالبانو سره د خپلو پوځي اډو د پاتې کیدو په تړاو د خبرو ترڅنګ دغه ډله په راتلونکي سیاسي واک کې شریک کړي.
افغان حکومت دغه اجنډا مرموزه، خطرناکه او ملي ضد دسیسه وګڼله او تر خپله وسه یې مخالفت ورسره وکړ.
دغه حکومت د ګڼو په کور دننه او بهر مخالفتونو سره وتوانیده، چې د ټاکنو منزوي شوی بحث جدي او دا پروسه ترسره کړي.
اوس داسې ښکاري، چې د موقت حکومت راوستو یا نورو هڅو لپاره په لوی لاس امریکا او ورسره ملګري افغان سیاستوال د ټاکنو پایلې بحراني کول غواړي، تر څو د دوی نورې اجنډاوې د ټاکنو ځای ناستې شي.
وېرونکې هڅې
د ټاکنو د بحراني کولو لپاره روانې هڅې وېرونکې ځکه دي، چې ملت یې په هر لحاظ سخت تاوان پرې کوي او دا پرله پسې تاوانونه نور د زغملو نه دي.
ملت ته مهمه دا ده، چې زر د ټاکنو پایلې معلومې او ټولې غاړې ورته غاړه کیږدي.
البته د ټاکنو د رڼو رایو تشخیص او نور اصول باید خامخا عملي شي، خو د دغو اصولو د نه عملي کیدو په پلمه نه باید د افغانستان وضعیت بحراني او تر دې لا کړکېچن شي.