Advertisements
افغانستان انتخابات سیاست

حکمتیار افغان نظام نامسلمانه ګڼي، خو حشمت غني احمدزی وایي: حکمتیار قاتل او بې سواده دی

لیکنه: بشر درویش

د حزب اسلامي ګوند مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار پرون کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال له خپلو پلویانو سره لویه غونډه کړې او پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ورسره غږیدلی.

هغه په دې غونډه کې پر حکومت د نورو نیوکو ترڅنګ تور لګولی، چې د افغانستان نظام غیر اسلامي دی.

د حکمتیار په وینا هغوی ته شرم او مرګ په کار دی، چې دا نظام اسلامي جمهوریت ګڼي.

دی ادعا لري، چې دغه نظام د اسلام پر لمنه تور داغ دی.

د ارګ غبرګون

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د حکمتیار دا خبرې غندلي او ویلي، چې چا ته د اسلامي جمهوریت د توهین اجازه نه ورکول کیږي.

صدیقي په دې اړه څه نه دي ویلي، چې له داسې څرګندونو سره به د ارګ رسمي او عملي چلند څه ډول وي؟

حشمت غني او حکمتیار

له دې سره هم مهاله په یوه خصوصي تلویزون کې د ولسمشر غني د ورور او سیاسي کارپوه حشمت غني احمدزي یو سیاسي بحث خپور شوی.

په دغه بحث کې حشمت غني د نورو خبرو ترڅنګ پر ګلبدین حکمتیار توندې نیوکې کړي.

حشمت غني وایي: حکمتیار یو بې سواده او قاتل سړی دی، هغه د انجینرۍ پوهنځی صرف یو سمستر لوستی؛ کابل یې راکټ باران کړی، تر ۵۰ زرو کسان یې وژلي، خو دومره لګښت ځکه پرې شوی او د سولې په نوم امتیاز ورکړل شوی، چې نور خلک ونه وژني.

خلک څه وایي؟

د حکمتیار دغو خبرو په ټولنیزو رسنیو کې د عامو خلکو غبرګون هم پارولی.

ځینو لیکلي، چې د ده پرونۍ خبرې او په کابل کې پرونۍ وحشیانه پېښې کوم خاص فرق نه سره لري، ځکه دا بریدونه هم په دې انګیزه شوي، چې ګواکې افغان نظام کافر دی او حکمتیار عملاً د همدغه نظام په غېږه او امکاناتو داسې پردۍ خبرې کوي.

یو شمېر پلویانو یې بیا ځینو اخلاقي انحرافاتو ته په اشارې سره د حکمتیار د خبرو تایید کړی.

یو نظر دا دی، چې حکمتیار باید نور ځمکني واقعیتونه درک کړي او دا هېر کړي، چې د اویایمې لسیزې په شان به د ده په فتواوو خلک جګړو او ګډوډیو ته مخه کوي.

نظام ریښتیا کافر دی؟

ګلبدین حکمتیار نیږدې دوه کاله مخکې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک او کابل ته د سیاسي فعالیت لپاره راغی.

په لاسلیک شوي تړون کې راغلي و، چې دا تړون د افغانستان د اسلامي جمهوریت او حزب اسلامي ګوند ترمنځ لاسلیکیږي.

د ویلو ده، چې حکمتیار سولې بهیر ته له راتلو سره په لومړیو کې د حکومت یو ترټولو لوی مدافع و، تر دې چې په ځلونوـ ځلونو یې پر وسله والو طالبانو د روانې جګړې له کبله توندې نیوکې وکړې او د دوی جګړه یې غیراسلامي او یوازې افغان وژنه وګڼله.

اوس حکمتیار نه دي ویلي، چې ولې یې له خپلو دغو دریځونو مخ اړولی.

دا هم روښانه نه ده، چې دی به ترکله په نوي اوسني دریځ ولاړ پاتې شي؟

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي