پنځوس کړنې چې ستاسې د پرمختګ سبب ګرځي!

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه
١ – سهار وختي له خوبه ويښ شه او خوب دې منظم کړه.
٢ – چارو ته دې پلان جوړ کړه.
٣ – درس ووایه.
٤ – اعتماد په نفس ولره.
٥ – له ځانه مه وېرېږه.
٦ – له بدلون وېره مه لره.
٧ – د ژوند څخه دې زهرجن خلک لېرې کړه.
٨ – ځان نورو ته مه ورپېژنه کوه.
٩ – له نورو سره مشوره کوه.
١٠ – کتاب ولوله.
١١ – خپل ظاهري وضعیت ته پاملرنه کوه.
١٢ – د نورو لپاره له خپلو خوښیو مه تېرېږه.
١٣ – د نویو څیزونو د تجربې لپاره باید لېواله اوسﺉ.
١٤ – ځانته لومړيتوب ورکړﺉ.
١٥ – د هغو کسانو لپاره چې تاسې ته درناوی لري، مهربان او صادق اوسﺉ.
١٦ – دروغ مه وایه.
١٧ – د خپلو حقونو لپاره وجنګېږه.
١٨ – د ژوند موخه دې ومومه.
١٩ – د زهرجنو اړیکو څخه ځان لېرې کړه.
٢٠ – هڅه وکړه ځان ښه وپېژنې.
٢١ – د بدو خلکو سره معاشرت مه کوﺉ.
٢٢ – په ځان ډاډه اوسه.
٢٣ – خپلواک اوسېدل زده کړه” هڅه وکړه چې چارې په یوازې ترسره کړﺉ“.
٢٤ – منظم او پاک اوسه.
٢٥ – چارې دې پر وخت ترسره او نن او سبا مه کوه.
٢٦ – -نوې ژبه زده کړه.
٢٧ – مثبت فکر ولره او له منفي فکرونو لېرې اوسه.
٢٨ – د ”نه“ ویلو وړتیا ولره.
٢٩ – د یو لړ څیزونو سره له تړښت او روږدتیا ډډه وکړه.
٣٠ – له مجازي نړۍ لېرې کېدل او واقعي ژوند ته زیات ارزښت ورکول.
٣١ – ارواهپوه ته تلل او مشوره اخیستل.
٣٢ – له هېچا څخه د هېڅ کار تمه مه لره.
٣٣ – له نس پرستۍ ډډه وکړه.
٣٤ – د پيسو سره له مینې ډډه وکړه.
٣٥ – له ټنبلۍ ډډه وکړه.
٣٦ – هره ورځ ورزش وکړه.
٣٧ – انګېزه ولره، پوه شه چې هېڅ وخت د پيلولو لپاره ناوخته نه دی.
٣٨ – پوه شه هره ورځ سهار یو تازه پيل دی.
٣٩ – په تمرکز او هوښیارۍ کار وکړه.
٤٠ – صبر ولره.
٤١ – د وخت قدرت وپېژنه.
٤٢ – چارې په بیړه مه ترسره کوه.
٤٣ – ښکنځل مه کوه.
٤٤ – ښوونیز او مستند فیلمونه وګوره.
٤٥ – د نویو خلکو سره اړیکه ټينګه کړه.
٤٦ – سفر وکړه.
٤٧ – د نور له تجربو ښه ګټه واخله او له تېروتنو عبرت واخله.
٤٨ – استعدادونه دې بې ځایه مه مصرفوه.
٤٩ – له ځانه مه ناهیلی کېږه.
٥٠ – په ماضي کې ژوند مه کوه.