بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

آندره ګوستاو سیتروئن؛ د بریا او شهرت لامل یې!

ژباړه او راټولونه: نسیمه محمدي

آندره ګوستاو سیتروئن په ۱۹۰۰م کې له «اکول پلې تخنیک» څخه فارغ او وروسته د یو انجینیر او د صنعت د طراح په توګه، په دنده وګمارل شو. په همدې کال یې له لهستان، چې مورنی ټاټوبی و، لیدنه وکړه. د دې سفر په لړ کې یې یو ترکاڼ وليد، چې د ماهي د هډوکي ته ورته ډنډه‌یي څرخ باندې په کار بوخت و. د دی څرخ غږ کم او په ښه توګه کار کاوه. سیټروئن یې د اختراع حق او امتیاز په ډېره کمه بیه وپېرود، چې همدا ساده پېر د لوی اختراع لامل شو او سيټروین ته یې زیات اعتبار وباښه، یانې مارپېچه ډڼده‌یي څرخ.

د سرچینو له مخې آندره ګوستاو سیټروئن د ۱۸۷۸م د فبرورۍ په ۵مه په پاریس کې وزېږېد او د ۱۹۳۵م د جون پر درېیمه په همدې ښار کې ومړ. هغه انجینیر او تکړه فابریکه/ کار ځای لرونکی فرانسوي و، چې د اروپا د موټر جوړولو په صنعت کې د هنري فورډ د تولید طریقه بدله کړه. نوموړی د موټر له امله چې نوم یې پرې ایښودل شوی، یانې سټروئن او هم د مار ډوله ډوبل څرخ په خاطر مشهور دی.

سیټروئن د الماسو د یوه یهودي سوداګر، هالنډي لوی سیټروئن، او لهستانۍ مور، ماتسا کلایمن پنځم او وروستی اولاد و او همدارنګه د انګلیسي فلیسوف، سر اې جي آیر له نېږدې خپلوانو څخه و. کله چې آندره شپږ کلن و، د احتمال له مخې پلار یې د پانګې اچونې په موخه د جنوبي افریقا د الماسو په یوه معدن کې د ناکامۍ سره مخ شو – ځان وژنه وکړه. ویل کېږي؛ ځوان آندره د ایفل برج په ليدلو(۱۸۸۷ – ۱۸۸۹م) کې پرېکړه وکړه، چې انجینیر شي.

آندره په ۱۹۰۰م کې له «اکول پلې تخنیک» څخه فارغ شو او وروسته له هغې د یوه انجینر او طراح/ ډیزاینر په توګه په دنده وګمارل شو. په همدې کال د لهستان، چې مورنې ټاټوبی و، لیدنه وکړه. او ترکاڼ او څرخ يې، چې ډېر اسانه کار یې کاوه، ولید او د دې اختراع تر پېر وروسته یې لوی اعتبار ترلاسه کړ.

همدارنګه د سیټروئن شرکت آرام طراح له دې طرحې الهام اخیستی دی. سیټروئن د خپلو دوو ملګرو په ملتیا یو کار ځای جوړ او مارپېچه ډنډه‌یي څرخ یې پکار واچاوه. د نوموړي په لاسنیوي مورس- د موټر جوړولو شرکت (د سیالیو موټرې)- په ۱۹۰۸م کې وکولای شول، خپل تولید له ۱۲۵ موټرو څخه ۱۲۰۰ ته په کال کې زیات کړي. په ۱۹۱۲م کې سيټروئن د ډنډه‌یي څرخونو شرکت په لار واچاوه او ورسره د کارګمارنې د فدراسیون په مشرۍ بریالی شو. د لومړي نړیوال جنګ وړاندې امریکا ته د یوه سفر په ترڅ کې له هنري فورډ سره ولیدل.

د لومړي نړیوال جام د پیلېدو سره – سیټروئن چې د فرانسوي پوځ د دویم کپټان په توګه یو ځای شوی وو، وکولای شول د دې هېواد پوځ د وسلو په انبار قانع کړي. په ۱۹۱۵م کې د جنګي وسلو جوړولو یوه فابریکه پکار واچوله، چې په کلنۍ توګه یې ۵۵ زره د توپ ګولۍ تولیدولې. د دې بریا سره د فرانسې د ابتدایي وسلو د لومړنیو توکو د چمتو کولو مشري ور وسپارل شو.

د دې جګړې په لړ کې – سیټروئن له هر څه وړاندې د فرانسې د تولید د مخکښ کارپوه په توګه، نړیوال شهرت ته ورسېد. همدارنګه سیټروئن د رنو د وسلو جوړولو د ۳۵ زره کسانو سره، چې د جګړي پر وخت کار ترې اخیستی و، بېسارې مرسته وکړه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۱۹م کال په نیماي کې، سیتروئن د فرانسوي شرکت «ډوبل» د مدیر/ چار سمبالګر په توګه وګومارل شو. د دې شرکت موخه په فرانسه کې د بخار موټرونو جوړول و. د دې شرکت نور مدیران پل سیکالټ د رنو شرکت څخه، مري د ټورکاټ مري او ام. دلاګ د موټرونو طراح څخه عبارت و. دا ډیزان او طراحي اسانه نه وه او سیټروین نورو پروژو ته مخه کړه.

په ۱۹۱۹م کې سیټروئن خپله د وسلو جوړولو فابریکه د کوچنیو او ارزانبیه موټرونو جوړولو ته بدله کړه او په دې ډول د سیټروئن لومړی موټر «د اې ټيپ سيټروئن» په ۱۹۱۹ کې د تولید کرښې ته ورسېد. په ۱۹۲۰م کې دا شرکت د پانګې د کمښت په خاطر د کمپاني جنرال موتورز سره د شرکت پلورلو لپاره د خبرو اترو ور خلاص کړ، خو د جنرال موتورز د وخت مدیرانو، د سپارلو په وروستي پړاوو کې، دا پانګه اچونه نامعقوله وګڼله او معامله یې فسخه کړله. د دې شا تګ وروسته، د سیټروین نوې فابریکې پیل او په فرانسه کې د موټر جوړولو لویو شرکتونو( تر ټولو ستر په اروپا او په ټوله نړۍ کې څلورم) شو.

د ۱۹۳۱م کې د فرانسې دولت نوموړي ته «د لوی افسر لژیون دونور» مډال ورکړ. سيټروئن د ډېری علمي سفرونو مالي ملاتړ وکړ، چې له دې ډلې د ۱۳ زره کیلو مټرو په واټن، له بيروت تر پکن پورې(۱۹۳۱- ۱۹۳۲) د موټر چلول ول.د سیټروئن د لوبو وسایلو توليد، د ایفل برج رڼا شیندونکي او د سوداګریزو توګو د نندارې لپاره میدان، د ۱۲۵ زره ګروپونو نصبول په ۱۹۲۵م کې د نوموړي سوداګریز فعالیتونو څخه وو، چې دې رڼا شیندونکو چراغونو د ۱۹۳۴م او د شرکت تر ماتې پورې دوام وکړ.

د سیټروئن شرکت د ماتې پر وخت ونه کړای شول، چې د لګښتونو اندازه کمه کړي او یوازې دیفرانسیل موټر، چې هغه وخت د سیټروئن۷ په ۱۹۳۴م کې بازار ته وړاندې کړ، که څه هم ګرانبیه وو، خو د تولید زیاد لګښت په همدې کال کې د شرکت د ماتې سبب شو. آندره سیټروئن د شرکت کنټرول له لاسه ورکړ او کمپاني میشلین، چې د موټرونو د پلاستیک تولید کوونکی وو، هغه تصاحب کړ، خو په ۱۹۳۵م کې د شرکت مشري نوی شوه.

آندره په ۱۹۳۵م کې چې د موټرونو د تولید لپاره کافي پیسې په واک کې نه لرلی ومړ. هغه د پاریس مونپارناس په هديره کې د لوی خاخام(د یهودي رهبر مشر) په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

په ۱۹۹۲م په پاریس کې د آندره سیټروئن په نامه پارک پرانستل شو، چې د سیټروئن پخوانۍ فابريکې ترڅنګ- چې ۱۹۷۰م لسیزې پورې وو- جوړ شوی وو. دا فابریکه د ۱۹۷۶م- ۱۹۸۴م کې ویجاړه شوه. په ۱۹۹۸م کې د آندره سیټروئن نوم، د دربورن میشیګان موټر جوړولو د تالار په لړلیک کې اضافه شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ